دا عينکي دي او که ټيلفون يا انټرنيټ؟

د عکس سرچینه، AFP
د بريښنايي تکنالوژۍ ستر شرکت گوگل کره کړې، د داسې عينکو د جوړولو پر پلان کار کوي چې د انټرنيت له نړيوال جال "ويب" سره وصل يا تړلې وي.
د دغه شرکت له لوري په خپره شوې يوې لنډې ويډيو کې يو کس له داسې عينکو سره ليدل کيږي چې گرځنده تيلفون ته ورته په انټرنيټي آسانتياو سمباله ده.
د دغو عينکو په ښيښو کې دننه داسې وړې کمرې ايښوول شوې چې په مټ يې کارونکى د عينکو پر ښيښو د هوا د حالاتو او د لارې په اړه د لارښوونې په گډون د نورو هغو شيانو په اړه چې مخې ته يې ورځي اړوند مالومات ترلاسه کوي.
دا له هغو نورو فيشني عينکو نه چې د لمر لپاره په سترگو کيږي توپير نه لري خو ښيښې يې وړې دي او په ښي گوټ کې يې يوه پرده چې پرې مالومت خپريږي.
گوگل د يوۀ وگړي ويديو خپره کړې چې په انترنت سمبالې عينکې يې په سترگو دي او خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
دا کس د گرځيدو پرمهال د عينکو پر لېنز ( ښيښه) ايښول شوو آيکانونو( تڼۍ ) سره خبرې کوي چې د انسان په غږ فعاليږي او خپله ځانگړې دنده ترسره کوي. پر يوې وړې پردې گټور مالومات خپريږي اود عينکو کارونکي ته همداراز د لارې په اړه هم لارښوونې کوي.
بل لوري ته دا وسيله انځورونه هم اخلي او د بريښنا ليک له لارې يې ملگروته ورليږي. دا عينکې په تقريبي ډول ټولې هغه چارې ترسره کوي چې وار له مخه گرځنده تيلفونونو شونې کړې.
دا د دوه کلنو پلټنو پايله ده، دا پلټنې هماغې ډلې ترسره کړې چې د گوگل شرکت لپاره يې د داسې يوۀ گاډي په جوړولو کار کړى چې چلونکي ته اړتيا نه لري.
گوگل وايي دا جزئيات يې ځکه خپاره کړي دي چې د عينکو د بڼې په جوړولو کې عامه مرستو ته اړتيا لري چې د گوگل په وينا تر اوسه لا يوه نظريه ده او له بشپړيدو لېرې دهه.



















