امریکا د ایلکترونکي کتاب خپرونکو کمپنیو پرضد عریضه وکړه

د عکس سرچینه، AP
- Author, ژباړه:
- دنده, ابراهیم امیري
د امریکا حکومت د آپل او ایلکترونکي کتابونو د خپرولو څو نورو لویو کمپنیو چې پینګوین او مک میلن هم پکې دي پرضد عریضه کړي ده.
حکومت وايي دغه کمپنې د ایکترونیکي کتابونو بیې تر یوې ټاکلې اندازې ساتي چې له امله یې د کتابونو د خپرونکو کمپنیو ترمنځ سیالي محدوده شوې ده.
په عین حال کې له دریو نورو کمپیو سره یوه موافقه شوې چې د خپلو خپرو کړو کتابونو بیې یې بدلې کړې دي.
په تخنیکي چارو کې د بي بي سي خبریال مارک ګریګوري وايي کتاب خپرونکو کمپنیو د انټرنیټ له لارې د امازون کمپنې د ایلکترونکي کتابونو د بیو په اړه اندیښنه درلوده.
امازون د نورو کمپنیو په پرتله هر ایلکترونکي کتاب په لس ډالر کمې بیې پلوره څو له دې سره د کینډل په نامه د ایکترونکي توکي چې د همدې کمپنۍ دی مینه وال ډیر شي.
همدا لامل و چې د ایکترونکي کتابونو خپرونکو کمپنیو یوه بله لاره غوره کړه او د هغه آپل کمپنې د آی بک له لارې د کتابونو پلور و.
مخکې له هغه چې د آی پاټ ټابلیټ یا کمپوټر مارکیټ ته ووځي په دې هکله یوه معامله هم وشوه. ددې معاملې له مخې د کتابونو اخیستونکي چې کومه ټاکلې بیه پرې کوي په سلو کې دیریش یې د آپل کمپنې اخلي.
اوس د امریکا حکومت وايي دا دیرش فیصده ټاکلی شوی حد د نورو کمپنیو ترمنځ سیالي محدودوي.
حکومت له څو میاشتنیو څیړنو او خبرو وروسته د آپل او پنځو نورو لویو کتاب خپرونکو کمپنیو پرضد عریضه کړې ده.
په عین حال له دریو نورو کمپنیو سره یوه موافقه شوې چې له مخې یې هغوی د خپلو ایکترونکي کتابونو بیې بدلې کړې دي.
د مک میلن کمپنې چارواکي وايي دوی کومه سرغړونه نده کړي ځکه نو فکر کوي چې د پینګوین، مک ملین او آپل کمپنې به د امریکا له حکومت سره په محکمه کې مخامخ شي.
د ایلکترونکي کتابونو په هکله دا لانجه په داسی مهال رامنځ ته شوې چې ددغو کتابونو لوستونکي ورځ تر بلې ډیریږي.



















