ایا په رښتیا د مخ پړسوب کمولی شئ؟ د دریو عامو درملنو په اړه حقیقت څه دی؟

یوه مېرمن پر مخ یوه اله موښي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ياسمين روف
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: 4 دقیقې

د سړو يا یخو اوبو په کاسه کې د مخ له ډبولو نيولې پر غومبوريو د کنګل شويو وسايلو کارولو پورې پر ټولنيزو رسنيو داسې ګنې ادعاوې کېږي چې دا به مو په څو دقيقو کې د مخ پړسوب کم کړي.

که څه هم دا لارې چارې په ویډيو کې ښې ښکاري خو د پوستکي ډاکتران وايي، له دې ډېری یې هسې مشهورې شوې او په تر ټولو ښه حالت کې يوازې ښايي لنډمهاله اغېز ولري.

د پوستکي ډاګتره عايزه جميل وايي، د مخ پړسوب عموما په انساجو کې د اضافي اوبو راټولېدو له کبله رامنځته کېږي چې عام لاملونه یې د مالګي او الکولو يا شرابو زيات استعمال، حساسيت يا الرژي او د خوب کموالی دی.

د پوستکي یوه ډاکتره ټينا ټیان وايي، پر ټولنيزو رسنيو مشهورې شوې دا لارې چارې په دريو برخو وېشل شوې دي، د یخ یا کنګل درملنه، مساج او د پوستکي ټينګولو لارې.

نوموړې وايي، "دا کولی شي په ښکاره توګه پړسوب کړم کړي او د ارامښت سبب وګرځي خو مهم ټکی دا دی چې اغېز یې لنډمهالی وي او د مخ جورښت په دايمي توګه نشي بدلولی".

نو څه شی په ريښتيا د مخ له پړسوب سره مرسته کوي؟ دلته د دريو عامو درملنو په اړه دلته حقيقت درته وړاندې کوو.

سړه درملنه

یوه مېرمن مخ مينځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سړې هوا سره مخ کېدل د وینې رګونو د تنګېدو لامل کېږي

کله داسې فکر درته پيدا شوی چې خپل مخ د سړو اوبو په کاسه کې ډوب کړی. که ځواب مو هو وي، یوازې نه يئ، د کنګل له ټوټو د اوبو په ډکه کاسه کې د مخ ډوبول يو دود ګرځېدلی چې "ايس فېشل" ورته وايي.

ټینا وايي، "له سړې هوا، کنګل او يخ سره تماس د وينې رګونه تنګوي چې دا د پړسوب کمېدو لامل ګرځي". خو ټينا وايي، حتمي نه ده چې په ډراماټيک ډول مخ په يخو اوبو کې ډوب کړئ، یوه يخه کپړه يا ان پر مخ د يخو اوبو شيندل هم دا کار کولی شي.

عايزه وايي، دا کولی شي ستاسو پوستکي ته "په ځانګړي توګه په سهار کې یو څه کلکه او تازه بڼه ورکړي،" خو پايلې یې لنډمهالې دي او اغېز یې "د ورځو پر ځای څو ساعته دوام کوي".

ټينا وايي، د تازه والي او له حده زیات کارولو ترمنځ نرۍ کرښه ده، ځکه د "ډېر سخت یخ کارول کولی شي حساس پوستکی اغېزمن کړي او يا روزسيا ناروغي راوپاروي، نو له دې کبله افراط په کار نه دی".

پر مخ د موښلو الې (فېشل رولر)

یوه مېرمن پر مخ رولر کاروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټینا وايي، دا مهمه ده چې وسایل په نرمۍ سره وکاروئ

هغه وسايل چې پخوا يوازې په سینګارتونونو کې کارېدل اوس د ډېرو لپاره د تشناب عادي توکي ګرځېدلي دي.

د رولرونو او ګوا شا په څېر وسايل ډېری وخت داسې اعلانېږي چې مخ پورته کوي او شکل ورکوي خو عايزه وايي، دا وسايل پوستکی په دايمي ډول نه ټينګوي، نه یې جوړښت بدلوي او نه هم چربي له منځه وړي. غوره دا ده چې د ارام بښونکو وسايلو په توګه استعمال او ورته وکتل شي.

دا وسايل کولی شي د لنډ وخت لپاره پړسوب کم کړي. ټينا زياتوي، نرم مساج د لمفاوي اوبو د ايستلو بهير سره مرسته کوي او که په منظم ډول وکارول شي د مايعاتو راټولېدل کموي.

کله چې تاسو دا وسایل پر پوستکي موښئ، بند پاتې شوي مايعات له مخه لرې کوي او لمفاوي غدو ته یې رسوي چې هلته په طبيعي ډول ايستل کېږي.

ټينا همدارنګه وايي، د وسايلو سړول، لکه په يخچال کې اېښودل یې ښايي پايلې لا ښې کړي.

په عمومي توګه دا وسايل خوندي دي خو ټينا خبرداری ورکوي چې "ډېر فشار مه ورکوئ، ځکه زيات فشار کولی شي پړسوب او يا د وينې نازک رنګونه خراب کړي، په نرمۍ سره یې کاروئ."

د کافين کريمونه

یوه مېرمن پر مخ کريم وهي

د عکس سرچینه، Getty Images

تاسو ښايي کافين لرونکي د سترګو کريم هر ځای ليدلي وی. د انفلونسرانو يا پر ټولنيزو رسنيو د مشهورو کسانو له خوا یې سپارښتنه کېږي او په سهار کې د پوستکي پاملرنې په کړنلارو کې ښودل کېږي او د روښانه سترګو ژمنې ورکوي.

د سترګو لاندې پوستکی ژر پړسېږي، ځکه مايعات هلته راټولېږي.

د ډېرو نورو فېشني ادعاو يا ټرېنډونو برعکس ټينا وايي، د دې تر شا يو څه علمي شواهد شته دي. نوموړې زياتوي، "کافين د وينې رګونه تنګوي چې دا کار پړسوب کمولی شي. کله چې د وينې رګونه تنګ شي، پړسوب هم کمېږي. دا هم کولی شي د مايعاتو راتولېدو مخنيوی وکړي او ځينې تورې کړۍ کمې کړي."

که تاسو د سترګو لپاره د کافين کريم کاروئ، ټينا سپارښتنه کوي، داسې کریم غوره کړئ چې هايډرېټېنګ مواد هم ولري، چې د پوستکي کیفيت مو ښه کړي.

نوموړې همدارنګه وايي، که يخچال کې کېښودل شي او يا ان "د يوې یخې کاشوغې په شا یې وموښئ"، اغېز یې زياتېدلی شي.

عايزه وايي، ساده کورني درمل لکه يخه کاشوغه یا يخ شوې د چای کڅوړې په همدې ډول اغېزمن ثابتېدلی شي، ځکه دا په لنډمهاله توګه پړسوب کموي او پوستکی اراموي.

ټينا هم په دې اړه موافقه ده او وايي چې دا لارې د همدې اصل پر بنسټ دي "خو ښایي اغېز یې لږ وي".

که څه هم د کافين کريم د پړسوب په کمولو کې مرسته کولی شي، ټينا وایي، تر تولو مهمه خبره د اصلي لامل درملنه ده.

"هڅه وکړئ چې ماښام مالګه او الکول کم کړئ، د حساسيتونو درملنه وکړئ، کافي خوب وکړئ، او د شپې لږ سر په جګه کېږدئ".

د سترګو لاندې ډېری پړسوبونه جدي نه وي او په خپله له منځه ځي خو که دوام وکړي او زيات شي، درد ولري يا له نورو نښو لکه د ساه بندۍ، یا د بدن په نورو برخو کې د پړسوب سره مل وي، باید په داسې حالاتو کې ډاکتر ته ورشئ.