راجا بیربل څوک و چې د هند پاچا یې غچ کې سوات او باجوړ ونیول

د عکس سرچینه، Juggernaut
د مغولو د واکمنۍ ستر پاچا جلالالدین اکبر په اړه ویل کېږي چې د هغه په دربار کې د هېواد تر ټولو وړ، بااستعداده او پوه کسان راټول شوي وو. په دغو کسانو کې شاعران، عالمان، فیلسوفان، هنرمندان، موسیقاران، جنرالان او اداري چارواکي شامل وو.
همدا کسان وروسته د اکبر د دربار د "نهو سلاکارانو" یا هم "نهو ارزښتمنو ملګرو" په نوم مشهور شول. له دغو یو هم بیربل و چې له اکبر سره یې ژوره ملګرتیا لرله او د هغه د هوښیارۍ او زیرکتیا کیسې په هند کې تر نن ورځې مشهورې دي.
د هند په تاریخ کې ډېر کم داسې کسان شته چې د زیات شهرت تر هسکو رسیدلي وي خو سره له دې بیا هم خلک د هغوی د اصلي ژوند په اړه ډېر معلومات نه لري. بیربل هم له همدې ډلې و.
اکبر تل غوښتل چې بیربل یې تر څنګ وي.
د "لوی اکبر" د ژوندلیک لیکواله ایرا مخوتي لیکي، کله چې اکبر فتحپور سیکري ښار جوړاوه نو د بیربل لپاره یې د ځانګړې ماڼۍ د جوړولو امر ورکړ.
کله چې دا ماڼۍ د ۱۵۸۳ کال د جنورۍ په میاشت کې بشپړه شوه نو اکبر یې خپله د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د اکبر او بیربل ترمنځ ملګرتیا دومره ژوره وه چې د مغولي دورې له پای وروسته هم د دوی کیسې په شوق او مینه بیانېږي.
په دغو کیسو کې کله ناکله د پاچا ټوکې هم کېږي او بیربل د اکبر پرتله یو ډېر هوښیار او ځیرک انسان په توګه انځورېږي. که څه هم داسې کوم کره ثبوت نشته چې دا کیسې ټولې د رښتینو پېښو پر بنسټ ولاړې دي خو په دې کې شک نشته چې اکبر له ټوکو او لطیفو سره مینه لرله.

د عکس سرچینه، Aleph
ایماېچ ازاد په خپل مشهور کتاب "دربار اکبری" کې لیکي چې د راجه بیربل نوم له شاهنشاه اکبر سره داسې تړلی دی، لکه څنګه چې د سکندر اعظم نوم له یوناني فیلسوف ارسطو سره تړل کېده.
د بیربل یاد د هند د خلکو په ذهنونو کې ژور ځای لري. دا مهمه نهده چې د بیربل اصلي نوم نه "راجه" و او نه هم "بیربل". دا نومونه ورته وروسته د لقب په توګه ورکړل شول او له همدې امله یې اصلي نوم خلکو ته ډېر نهدی معلوم.
ویل کېږي چې بیربل په ۱۵۵۶ کال کې د اکبر دربار ته داخل شو. هغه مهال یې عمر ۲۸کاله و او له اکبر ۱۴کاله مشر و.
تاریخپوهان د بیربل د اصلي نوم په اړه بېلابېل نظرونه لري. د اکبر د دورې تاریخلیکوال عبدالقادر بادیواني وایي، د بیربل اصلي نوم ګدایي برهمداس و. خو تاریخپوه جورج ګریېرسن وایي، د هغه اصلي نوم مهیش داس و.
د "دربار اکبری" لیکوال ایماېچ ازاد هم همدا نوم سم ګڼي. همدارنګه ایچ بلاکمن د "آیین اکبری" په ژباړه کې هم همدا نوم کارولی دی.
وروسته د الهاباد په کلا کې د اشوکا پر منار کنده شوې لیکنه کې هم د بیربل اصلي نوم مهیش داس او د هغه د پلار نوم ګنګا داس ښودل شوی دی.

د عکس سرچینه، UP Tourism
بیربل څنګه د اکبر دربار ته ورسېد؟
بیربل ۲۴کاله د اکبر په دربار کې خدمت وکړ؛ یعنې د اکبر د واکمنۍ نږدې نیمه دوره یې له هغه سره تېره کړه.
تر دې مخکې هغه د څو نورو پاچاهانو په دربارونو کې د درباري شاعر په توګه دنده ترسره کوله. د عبدالقادر بادیواني په وینا، بیربل د ریوا د راجه رام چندر په دربار کې هم و.
د دې په اړه چې بیربل څنګه د اکبر دربار ته ورسېد، تاریخپوهان بېلابېل نظرونه لري.
ځینې تاریخپوهان وایي، اکبر او بیربل په ناڅاپي ډول سره ولیدل او اکبر د بیربل له هوښیارۍ او ځیرکتیا اغېزمن شو او هغه یې خپل دربار ته راوباله.
ځینې نور بیا وایي، بیربل د امیر د پاچا بهګوان داس په دربار کې و او هغه د ډالۍ په توګه اکبر ته واستاوه.
د یوه بل ژوندلیک لیکوال په وینا، بیربل د اکبر د خزانې وزیر راجه ټوډرمل دربار ته وروست.
ډاکټر ارپي ترپاټي په خپل کتاب "پارټیز اېنډ پالیټیکس اېن مغل کورټس" کې لیکي چې لکه څنګه چې تان سین لومړی د ریوا د راجه رام چندر په دربار کې و، همداسې بیربل هم هلته کار کاوه او وروسته اکبر هغه دعوت کړ.
خو بادیواني دا نظر لري چې بیربل خپله د اکبر دربار ته ورغی او اکبر د هغه له پوهې، زیرکتیا او د خبرو له مهارته اغېزمن شو او په دربار کې یې ځای ورکړ.

د عکس سرچینه، Aleph
د اکبر په واکمنۍ کې د بیربل ونډه
د اکبر په دربار کې د بیربل د رول په اړه لیکوال جې شنکر ماني لعل شیلیټ په خپل کتاب "اکبر" کې لیکي چې د عبادتځای په مذهبي مناظرو کې اکبر د سختدریځو دیني عالمانو پر وړاندې د بیربل له حاضرځوابۍ او استدلاله ډېره ګټه اخېسته.
جېاېم شیلیټ لیکي چې بیربل د وشنو مذهب او د لمر پر عبادت باور درلود، پر اکبر داسې اغېز وکړ چې هغه هم د لمر او اور اهمیت منلو ته چمتو شو.
لیکوال ایماېل رای چودري په خپل کتاب "دینِ الٰهي" کې د عبادتخونې په اړه لیکي چې د اکبر په دربار کې د بیربل څوکۍ شمال ختیځ لوري ته وه، فیضي هم هلته ناست و او ابوالفضل په جنوب ختیځ لوري کې کېناسته.
بمبر ګیسکان په خپل کتاب "د ګرېټ مغلز" کې لیکي چې بیربل له اکبر سره د هندومت د درک او پوهېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړه. بیربل خپله هم هڅه کوله چې اسلام او نور مذهبونه وپېژني. په داسې ټولنه کې چې د بېلابېلو مذهبونو له امله وېشل شوې وه، اکبر او بیربل هڅه کوله داسې ګډ ټکي ومومي چې خلک سره نږدې کړي او په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي.
بیربل په اداري چارو کې هم مهارت درلود. د ابوالفضل پر خلاف، هغه بې له دې چې رسمي وزیر وي، د وزیر دنده ترسره کوله.
د نننۍ زمانې له نظره، هغه ته "بې له وزارته وزیر" ویل کېدی شي.
په ۱۵۷۷ کال کې اکبر هغه د یوې شخړې د حل لپاره اترپردېش ته واستاوه. په ۱۵۷۸ کال کې یې جالندر ته ولېږه څو د "مدادِ معاش" چارې تنظیم کړي. هغه د هغې کمېټې غړی هم و چې د څارویو بیې او پلور یې کنټرولوه.

د عکس سرچینه، Robinson
په پوځي لښکرو کې بیربل د پاچا ترڅنګ
بیربل د یوه سفارتي استازي په توګه اساسي دنده لرله چې د اکبر او نورو هندو پاچاهانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي.
په ۱۵۶۸ کال کې د بیربل د منځګړیتوب له امله دا پرېکړه لغوه شوه چې د راجه رام چندر سیمه دې د مغولي امپراتورۍ برخه شي.
راجپوت پاچاهان په مغولي دربار کې بیربل خپل ملاتړکوونکی او ساتونکی باله. هغه نه یوازې د هندو او مسلمان اشرافو ترمنځ محبوب و، بلکې د دې له امله چې له شهنشاه سره نږدې و، ځینې اشراف ترې وېرېدل هم.
د اکبر په دربار کې د بیربل اهمیت له دې څرګندېږي چې هغه په پوځي لښکرو کې هم له پاچا سره ملګری و. لومړی ځل هغه د پنجاب ناارامې سیمې ته د وضعیت د کنټرول لپاره واستول شو.
د کانګړه په لښکرکشۍ کې د هغه له رول وروسته، اکبر په ۱۵۷۲ کال کې هغه ته د نګرکوټ جاګیر ورکړ.
بیربل د ګجرات او بیهار په لښکرکښیو کې هم د اکبر ترڅنګ ګډون درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
اکبر هېڅکله پر بیربل غوسه نهشو
بیربل د برج ژبې مشهور شاعر و او اکبر هغه ته د "کوي رای" لقب ورکړی و.
ایرا مخوتي لیکي: "اکبر یو تېزذهنه او ژور درک لرونکی انسان وموند چې اکبر ته یې پوره عقیدت درلود. د هغه فصاحت، سخاوت او شاعرانې وړتیاوې یوځای شوې او بیربل یې د مغولي دربار یو مثالي غړی وګرځاوه."
د اکبر او بیربل د نږدې اړیکې تر ټولو لوی ثبوت دا و چې د خپلې دېرش کلنې دندې پر مهال بیربل هېڅکله د اکبر له قهر او ناخوښۍ سره مخ نهشو.
په داسې حال کې چې د اکبر نور نږدې درباریانو وخت ناوخت د هغه د غوسې تراخه څکل.

د عکس سرچینه، Publication Division AMU
د اکبر او بیربل نږدېوالی
که څه هم بیربل د اکبر له نږدې سلاکارانو و خو هغه د چاپلوس کس په توګه نه پېژندل کېده.
بادیواني لیکي چې ابوالفضل د اکبر تر ټولو ستر چاپلوس درباري بلل کېده. خو هغه دا هم وایي چې هېڅ تاریخپوه د بیربل پر وفادارۍ او امانتدارۍ شک نه کوي.
د ډېرو تاریخپوهانو په نظر، د وفادارۍ له پلوه بیربل د اکبر له مهمو سلاکارانو مان سنګ او مرزا عزیز هم مخکې ګڼل کېده.
د اکبر او بیربل د نږدېوالي اندازه له دې هم لګېدی شي چې اکبر څلور ځلې د بیربل کور ته ورغلی و.
اکبر د خپلو نورو سلاکارانو کورونو ته هم تللی و خو له دوو ځلو زیات نهو ورغلی.

د عکس سرچینه، Atlantic Publishers
کله چې اکبر بیربل وژغوره
په ۱۵۸۳ کال کې په فتحپور سیکري کې یوه پېښه هم دا ښيي چې اکبر او بیربل څومره سره نږدې وو.
امیتا سرین په خپل کتاب "اکبر او بیربل، د عقل او پوهې کیسې" کې لیکي:
"اکبر او د هغه درباریان په میدان کې د فیلانو د جګړې ننداره کوله. اکبر پر اس سپور و. د جګړې په منځ کې ناڅاپه یوه مست فیل پر بیربل برید وکړ. کله چې اکبر ولیدل چې د بیربل ژوند په خطر کې دی نو سمدستي له خپل اس سره د بیربل او فیل ترمنځ ودرېد. اکبر په شاهي انداز په لوړ غږ فیل ته د درېدو امر وکړ او فیل هماغلته ودرېد."
همدارنګه د پولو لوبې (پخوانۍ لوبه ده، لوبغاړي پر اسونو سپاره وي او د لرګي په اوږده میله توپ وهي او پر سیاله لوبډله ګول وهي) پر مهال بیربل له اس ولوېد. پاروتي شرما په خپل کتاب "اکبر اف هندستان" کې لیکي چې کله بیربل بېهوښه شو، اکبر منډه کړه او هڅه یې وکړه چې د خپلو شونډو په وسیله هغه ته ساه ورکړي.

د عکس سرچینه، Victoria & Albert Museum
د پښتانه لښکر وتلو پر مهال د بیربل مړینه
په ۱۵۸۶ کال کې اکبر د سوات او باجوړ په سیمه کې د یوسفزیو پښتنو د پاڅون ځپلو لپاره خپل جنرالان زین خان کوکا او بیربل ولېږل.
ابوالفضل هم غوښتل چې د دې لښکر مشري وکړي. اکبر د دواړو ترمنځ پچه واچوله او بیربل یې وټاکه. خو د ۱۵۸۶ کال د فبرورۍ پر ۱۶مه مغولي پوځ ماتې وخوړه او له بیربل سره یو ځای اته زره سرتېري ووژل شول.
بادیواني لیکي: "افغانان د مالندرۍ درې لوړو څوکو ته وختل او له هغه ځایه یې پر مغولو برید وکړ. مغولي سرتېري د بریدګرو لپاره لکه په لوښي کې بندې ماهیان وو. پر هغوی یې د غشو او ډبرو باران وکړ."

د عکس سرچینه، Rekhta Books
د اکبر لپاره ستر زیان
ایرا مخوتي لیکي: "کله چې دا خبر اکبر ته ورسېد، هغه په ژور غم کې ډوب شو. دوه ورځې او دوه شپې یې نه څه وخوړل او نه یې اوبه وڅښلې. هغه د توران له استازي سره له لیدو انکار وکړ او د خلکو د لیدو لپاره هم له ماڼۍ نه راوت."
ابوالفضل په "اکبرنامه" کې لیکي: "اکبر له هر څه سره لېوالتیا ختمه کړه. وروسته د خپلې مور حمیده بانو او خپلو نږدې کسانو په غوښتنه بېرته عادي ژوند ته راوګرځېد. هغه خپله راته ومنله چې دې ناڅاپي پېښې یې زړه سخت ولړزاوه."
اکبر پر خپلو جنرالانو سخت غوسه و. هغه له دې امله هم سخت خواشینی و چې سرتېرو یې د بیربل جسد د جګړې له میدانه رانهوړی شو.
ان په یوه وخت کې اکبر دومره قهرېدلی و چې پخپله یې کابل ته د تلو نیت وکړ چې د بیربل مړی راوګرځوي. خو درباریانو هغه قانع کړ چې د لمر رڼا د هغه د ملګري د جسد د پاکوالي لپاره بس ده.
د بیربل له مړینې څو اوونۍ وروسته، اکبر پخپله د سوات او باجوړ پر لور د برید مشري وکړه او دا ځل مغولي پوځ بریالی شو.
اکبر د بیربل په یاد کې وویل:
"هغه تر ټولو غوره و. زما د نږدې ملګرو له ډلې تر ټولو رانږدې هم هغه و. د هغه په څېر بل څوک نه و."


















