سپاه پاسداران هرمز تنګي کې پوځي تمرینونه پیل کړل، واشنګټن له تهران سره د یوې هوکړې پر احتمال شک ښودلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جینوا کې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له عمومي رییس، رافائیل ګروسي سره د کتنې پر مهال.

د عکس سرچینه، @rafaelmgrossi

د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جینوا کې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر، رافائیل ګروسي سره د کتنې پر مهال.
د لوستلو وخت: 4 دقیقې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د لیدنې پر مهال وویل چې له ایران سره هوکړې ته رسېدل به "ستونزمن وي". هغه دا څرګندونې له ایران سره د خبرو اترو د دویم پړاو په درشل کې کولې.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، په جینوا کې د اټومي مسلو په اړه د راتلونکو خبرو اترو په څنډه کې له ځینو اړخونو سره لیده کاته کوي. هغه ټینګار کړی چې د یوې عادلانه هوکړې لپاره "واقعبینانه افکار" له ځان سره لري.

عراقچي په همدې ترڅ کې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر، رافائیل ګروسي سره خبرې درلودې. ګروسي له کتنې وروسته پر ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "ما همدا اوس د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره دقیقې تخنیکي خبرې وکړې، د دې لپاره چې هغو مهمو مذاکراتو ته چمتووالی ونیسو چې سبا په جینوا کې پلان شوي دي."

عراقچي دا اشاره هم وکړه چې هغه به له متحده ایالاتو سره د سې شنبې ورځې تر ډیپلوماټیک بهیر وړاندې، د عمان د بهرنیو چارو له وزیر، بدر البوسعیدي سره وګوري. هغه ټینګار وکړ چې تهران د عدالت او توازن پر بنسټ د یوې هوکړې غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې "تر ګواښ لاندې تسلېمېدل د خبرو پر مېز نشته."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې عراقچي به په دې مذاکراتو کې د تهران استازیتوب کوي. ایران روښانه کړې چې د جینوا خبرې اترې به د تېر پړاو په څېر "نا مستقیمې" وي. تېر پړاو چې د فبرورۍ په شپږمه په مسقط کې ترسره شو، عراقچي په کې له سټیو ویټکاف او جارید کوشنر سره نا مخامخ خبرې کړې وې.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جارید کوشنر به دا اوونۍ جینوا ته لاړ شي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له ایراني مرکچیانو سره خبرې وکړي. یو امریکايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته منلې چې ویټکاف او کوشنر، چې د ایران د مذاکراتو مشري پر غاړه لري، دې پړاو کې به د امریکا استازیتوب وکړي.

تهران او واشنګټن د فبرورۍ پر شپږمه په مسقط کې خپلې خبرې له هغې وروسته بیا پیل کړې چې تېر کال د جون په میاشت کې د ایران پر پوځي بنسټونو د اسرائیلو له بریدونو وروسته دا بهیر ځنډېدلی و. هغه بریدونه د یوې ۱۲ ورځنۍ جګړې لامل شوي وو.

رویټرز خبري اژانس د ایران د تسنیم خبري اژانس پر حواله راپور ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په هرمز تنګي کې پوځي مانورې ترسره کړې دي. دا مانورې د اټومي مذاکراتو له پیل ټیک یوه ورځ وړاندې وشوې. متحده ایالاتو په هغې نښته کې د ایران دننه پر اټومي بټیو د بریدونو له لارې د اسرائیلو ملاتړی کړی و.

د مذاکراتو دا وروستی پړاو په داسې حال کې کېږي چې تاوتریخوالی زیات شوی دی. واشنګټن د پوځي اقدام شونتیا ته ګوته خوځولې او سیمې ته یې د الوتکې لېږدونکې بېړۍ استولې ده. دا ګامونه تېره میاشت په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو له ځپلو وروسته پورته شول.

"د یورانیمو د غني کولو د وړتیاوو له منځه وړل"

بل لوري ته د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ټینګار وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ هره هوکړه کې باید "له ایرانه د ټولو غني شویو یورانیمو ایستل او د نور غني کولو لپاره د ایران د وړتیاوو له منځه وړل" شامل وي. نتانیاهو په خپله وینا کې وویل چې هوکړه باید څو ټکي ولري: "لومړی دا چې ټول غني شوي یورانیم باید له ایرانه بهر وایستل شي، او دویم دا چې هلته باید د غني کولو هیڅ وړتیا پاتې نشي، هغه تجهیزات او زیربناوې باید له منځه یوړل شي چې د یورانیمو غني کولو ته اجازه ورکوي."

د اسرائیلو لومړی وزیر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یوازې د نا پوځي موخو لپاره دی او چمتو دی چې د "باور جوړونې" له لارې نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له میاشتو راهیسې له ایرانه غوښتي چې د خپلو ۴۴۰ کیلوګرامه لوړ غني شویو یورانیمو برخلیک روښانه کړي او اجازه ورکړي چې پلټنې په بشپړ ډول بیا پیل شي، په ځانګړې توګه په هغو دریو ځایونو کې (نطنز، فردو او اصفهان) چې د جون په میاشت کې په نښه شوي وو. ایران وايي چې دا ځایونه د پلټنې لپاره خوندي نه دي.

د ایران د حکومت ضد اعتراضونو په ملاتړ لاریون – پرتګال، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۱۴مه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایران د حکومت ضد اعتراضونو په ملاتړ لاریون – پرتګال، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۱۴مه

د یکشنبې پر ورځ په تهران کې ځینو خلکو د مذهبي مشرتابه پر ضد شعارونه ورکړل. داسې حال کې چې په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو ایرانیانو د حکومت ضد پراخ لاریونونه کړي دي. د ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د لویو اعتراضونو شاهد و چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، د امنیتي ځواکونو په ځپلو کې زرګونه کسان ووژل شول.

د ایران د پخواني پاچا زوی، رضا پهلوي، له ایرانیانو وغوښتل چې د حکومت ضد خپل مخالفت څرګند کړي. د هغه دفتر ویلي چې په ټوله نړۍ کې په دې لاریونونو کې له یو میلیون ډېرو کسانو برخه اخیستې وه. د جرمني په میونیخ کې لاریون کوونکو شعارونه ورکول: "دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي" او "مرګ پر سپاه".

د "هرانا" سازمان ویلي چې په وروستیو ځپنو کې له ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۳۰۰۰ پورته شمېر نیول شوي دي.