ټرمپ: ایران سره خبرو کې به په نامستقیم ډول ښکېل اوسم

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باور لري چې ایران غواړي له امریکا سره یوه موافقه وکړي او په وینا یې دی به په غیر مستقیم ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو خبرو کې ښکېل پاتې شي.
ټاکل شوې ده چې د ایران د اتومي پروګرام په تړاو له امریکا سره خبرې نن په جینیوا کې پیل شي.
د خبرو له پیله یوه ورځ مخکې، ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشرۍ ځانګړې الوتکه ائرفورس ون کې له خبریالانو سره پر دې موضوع غږېدلی.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ایران سره یوه موافقه نږدې شونې ده، ولسمشر ټرمپ وویل:
"نه، زه فکر کوم چې دوی غواړي یوه موافقه وکړي. زه فکر نه کوم چې دوی غواړي د یوې موافقې د نه کولو پایلې وزغمي."
د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پر مهال، ډونلډ ټرمپ وویل:
"زما په اند ایراني چارواکي ښه مذاکره کوونکي نه دي، ځکه موږ کولای شول چې د بي ټو بمبار الوتکو له لېږلو او د هغوی د اتومي وړتیا له ویجاړولو پرته هم یوې موافقې ته ورسېږو. هیله لرم چې دا ځل به هغوی لا ډېره ځیرکتیا وښيي. هغوی غواړي چې یوه موافقه وکړي."
څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړې وه چې د مخکې پرتله به د امریکا دریځ "لا معقول" وي.
د سې شنبې پر ورځ، د ایران او امریکا له خبرو مخکې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي وو چې امریکا باید له ایرانه وغواړي چې خپل ټول بډایه شوی یورانیم له منځه یوسي او په راتلونکي کې د نورې بډاینې نه کولو تضمین ورکړي. هغه ټینګار کړی و چې په هر احتمالي تړون کې باید د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام حتماً شامل وي.
بل لور د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د ګواښونو پر وړاندې سر ټیټول به هېڅکله د خبرو برخه نه وي.
ایران: په خبرو کې د ټرمپ غیر مستقیم ګډون په امریکایي لوري پورې تړاو لري

بل لور د ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې ''ایراني مرکچي پلاوي ته نږدې سرچینې'' له قوله ویل شوي، چې ''د اتومي پروګرام خبرو کې د ټرمپ غیر مستقیم ګډون په امریکایي لوري پورې تړاو لري.''
یاد خبري اژانس د دغې سرچینې له قوله لیکلي: ''په دې اړه ایراني لوري ته څه نه دي ویل شوي. ښایي د امریکا ولسمشر غواړي دا پیغام ورسوي چې د خبرو له بهیر سره نږدې دی.''
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن په جینیوا کې له امریکايي استازو سټېو ویټکوف او جارډ کوشنر سره 'غیر مستقیمې' خبرې کوي.
ایران وايي، که پرې لګېدلي بندیزونه لېرې شي، په ځینو مواردو کې جوړجاړي ته چمتو دی.























