د افغانستان او جنوبي افریقا تاریخي لوبه؛ چا نیوکې او چا ستاینې کړې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د لوستلو وخت: 9 دقیقې
د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرېکټ په روان شل اووریز نړیوال جام کې پرونۍ لوبه داسې یوه لوبیزه پېښه شوه چې په اسانه به د کرېکټ مینهوالو، مبصرینو او لوبغاړو له خولې و نه لوېږي.
ځکه خو له تېرې ورځې راهیسې پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر اېکس او فېسبوک د دواړو لوبډلو د نوم هشټګ ټرېنډ دی او خلکو یې په اړه ډول ډول غبرګونونه ښکاره کړي دي.
ځينې تبصرې له افغان لوبغاړو سره له مینې او خواخوږۍ ډکې دي او هغوی یې په خپلو لیکنو کې پر شا ټپولي دي چې که "لوبه مو وبایلله نو څه، زړونه خو مو وګټل". خو ځینو بیا نیوکې هم کړې دي چې فلاني ولې چټکه منډه و نه کړه چې "ګټلې لوبه یې وبایلله" او دسماني ولې په خپله سوپر اوور نه کاوه چې په هغه بل یې وکړ...
تبصرې ګڼې او بېلابېلې دي چې د عامو خلکو او د کرېکټ مینهوالو ترڅنګ د دې لوبې مخکښو لوبغاړو او مبصرانو او ځينو وتلو څېرو کړې دي. خو دلته مو د ځينو غبرګونونو غورچاڼ درته راټول کړی دی.
سچېن ټنډولکر: افغان لوبډله "خطرناکه سیاله" کېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د کرېکټ افسانوي لوبغاړي سچېن ټنډولکر د افغانستان ملي لوبډله ستایلې ده.
هغه په یوه لوبه کې دوه ځلې سوپر اوور ته د سیالۍ رسېدلو ته په اشاره ویلي چې دې لوبه داسې حالت ته رسولې وه چې تر وروستۍ شېبې یې پایله نامعلومه وه او د داسې لوبې پای ته رسول ځانګړې حوصلې او ثبات ته اړتیا لري.
ښاغلي ټنډولکر ویلي، "د افغانستان لوبډله د دې وړتیا لري چې په ریښتیا هم یوه خطرناکه سیاله و اوسي."
- د جنوبي افریقا پخواني لوبغاړي: "د نه منلو لوبه وه"
د جنوبي افریقا ځينو پخوانیو غړو او د کرېکټ مبصرانو لکه ډېل سټاین او تبرېز شمسي هم د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د هند په احمد اباد کې شوې پرونۍ لوبه په زړه پورې بللې.
تبرېز شمسي لیکلي، "په احمد اباد کې څه روان دي. څه لېونۍ لوبه ده" او ورسته یې پوښتلي، "د یوه بېطرفه کس په توګه دا تاسې ته هم تر ټولو غوره لوبه وه؟ زما خو په وروستیو شېبو کې د زړه ټکان سم اسمان ته لوړ شوی و."
ډېل سټاین بیا همدومره لیکلي چې "د نه منلو لوبه وه."
- "درناوي ته یې ودرېږئ"، "افرین افغانستان"
د کرېکټ هندي لوبغاړي او مبصر شريواستاو ګوسوامي پر اېکس له خلکو وغوښتل چې د دې لوبې په درناوي ودرېږي او ویې ستایي.
هغه لیکلي چې دا د کرېکټ په تاریخ کې داسې یوه لوبه وه چې "عمرونه عمرونه به مو په یاد وي. بیخي له ریښتیا لرې او فلم غوندې وه. دواړه لوبډلې د ګټلو مستحقې دي خو بلاخره سویلي افریقا وګټله. پر افغانستان افرینونه."
- اجې جډېجا: "زړه ماتوونکې صحنې وې"
د هند بل پخواني لوبغاړي او د افغانستان پخواني لارښود یا مېنټور اجې جډېجا ویلي، "دا لوبه په لفظونو کې نه شي بیانېدلی. زړه ماتوونکې صحنې وې. دواړو لوبډلو سخته سیالي سره وکړه خو ګټیالۍ هغې په ډېر کم توپیر لوبه وګټله."
- برېتانوی لیکوال او خبریال پییرز مورګن:
"واه، دا د کرېکټ یوه نههېرېدونکې لوبه وه. څه پای یې درلود. افغانستانه، ښه لوبه دې وکړه. بیخي له معجزې ډکې بریا ته ورنږدې شوی وې."
له هندي فلمي ستورو سره پرتلنه او د پاکستان خاموشي

د عکس سرچینه، Chennai Super Kings
د هند د غوره لیګ یا ایپياېل ځينو ګډونوالو لوبډلو چې د راشد خان، رحمان الله ګوربز او نوراحمد لکڼوال په څېر یو شمېر افغان لوبغاړي یې هم په لیګونو کې لوبېږي، د ځینو افغان لوبغاړو عکسونه له ځینو فلمي ستورو سره یو ځای جوړ او خپاره کړي دي.
له عکسونو داسې برېښي چې وښيي، که څه هم لوبه یې وبایلله خو ښه مقابله یې وکړه او مات شوي نه دي.
چېنۍ سوپر کېنګز لوبډلې د ګوربز او لکڼوال له عکسونو سره د یوه هندي فلمي ستوري عکس یو ځای کړی. دواړو ته یې درناوی وړاندې کړی او لیکلي یې دي چې جنوبي افریقا یې د لوبې ګټلو لپاره له سختۍ سره مخ کړه.
ما هڅه وکړه چې د کوم پاکستاني کرېکټ لوبغاړي تبصره هم د دې لوبې په اړه پیدا کړم خو په لاس رانغله.
د پاکستان د کرېکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شعیب اختر چې تر ډېره پر داسې لوبو تبصرې کولو ته صبر نه کوي، هم پر خپلو خواله رسنیو څه نه دي لیکلي.
خو د ستاینو ترڅنګ پر افغان لوبډله ځينې نیوکې هم شته او ځینې پوښتنې هم چې دې لوبې راولاړې کړې دي.
خو تر هغې وړاندې راځئ د پرونۍ لوبې یوه لنډه یادونه وکړو چې دا مهمه سیالي څنګه دوه ځلې سوپر اوور ته ورسېده.
د پرونۍ لوبې لنډه یادونه
پرون چهارشنبه (سلواغه ۲۲/فبروري ۱۱) د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام لوبه کې جنوبي افریقا افغانستان ته ۱۸۸ منډې هدف ټاکلی و. افغانستان په ۱۹ اوور کې هدف ته ډېر نږدې شوی و خو فضل الحق فاروقي په ډېر حساس وخت کې رن اوټ شو او په ۱۸۷ منډو ټول لوبغاړي وسوځېدل. لوبه مساوي شوه او سوپر اوور ته لاړه.
په لومړي سوپر اوور کې د عظمت الله عمرزي د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په برکت افغانستان ۱۷ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته یې ۱۸ منډې هدف وټاکه خو جنوبي افریقا د فضل الحق فاروقي په شپږو توپونو ۱۷ منډې وکړای شوې، لوبه یې بېرته مساوي کړه او بیا کیسه دویم سوپر اوور ته لاړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دویم سوپر اوور کې د جنوبي افریقا توپوهونکو سټبز او مېلر د عظمت الله عمرزي په شپږو بالونو د درو شپږیزو په ګډون ۲۳ منډې وکړې او هدف ۲۴ شو. خو د افغانستان له لوري چې محمد نبي او عظمت عمرزی توپوهنې ته ودرېدل نو د جنوبي افریقا کېشف مهاراج محمد نبي په صفر وسوځاوه او رحمان الله ګوربز لوبغالي ته ورغی. هغه درې پرلهپسې شپږیزې پرې ووهلې خو د بلې شپږیزې په هڅه کې کېچ اووټ شو او افغانستان په دې سوپر اوور کې ایله ۱۹ منډې وکړای شوې او لوبه یې وبایلله.
نیوکې
سوپر اوورنو ته د خبرې تر رسېدو مخکې پر افغان لوبډلې دوه عمده نیوکې دا وشوې چې ولې تر رحمان الله ګوربز پرته چې تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې یې وکړې، افغانستان د سر څو مهمې وېکټې و نشوای ساتلی او ابراهیم ځدراڼ په ۱۷، ګلبدین نایب او صدیق الله اتل په صفر وسوځېدل.
دویمه نیوکه د لوبې د پای په شېبو وه چې افغانستان ولې اخر ته تکړه توپوهونکي نه وو ساتلي. خصوصاً تر هغه وروسته چې د راشد خان او په ځانګړي ډول د نور احمد لکڼوال چټکو منډو لوبه یو څه راکنټرول کړه خو افغانستان ته په پای کې یوازې فضل الحق فاروقي ورپاتې و. هغه هم په ډېرو حساسو شېبو کې رناوټ شو، کنه نو د وروستي اوور نور توپونه هم پاتې وو چې که دی نه وای سوځېدلی نو افغانستان لوبه ګټلی شوای.
"ولې راشد خان په خپله دویم سوپر اوور و نه کړ؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو بیا په سوپر اوور کې د راشد خان پر بالېنګ نه کولو نیوکه کړې ده او هم پر دې چې ولې په دویم ځل سوپر اوور کې د محمد نبي پر ځای چې په صفر وسوځېد، رحمان الله ګوربز د لومړی سوپر اوور په څېر اول توپوهنې ته را نه وستل شو.
هندي خبریال او د کرېکټ وتلي مبصر یا کمنټرېټر هرشا بوګلې که څه هم دا د "ټولو وختونو تر ټوله غوره لوبه" بللې خو ده هم همدا پوښتنې کړې دي.
هغه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې ډېرې پوښتنې ورسره دي او په وینا یې، ښه به نه وای چې، "دویم سوپر اوور په خپله راشد خان کړی وای؟ ګوربز [د تېر سوپر اوور غوندې] دلته هم لومړی توپوهنې ته راوستل شوی وای؟."
ښاغلي بوګلې په یوه بل ټوېټ کې تر سوپر اوورنو د مخه لوبې ته په اشاره د فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې ګواکې لوبه له ګټلو "څو انچه" لرې وه خو "نه نوبالونه، نه رن اوټ او نه هم کوم یارکر پکې مېش شو."
ښاغلي بوګلې پر جنوبي افریقا هم نیوکه کړې چې ګواکې په بېټېنګ کې له ټولو وړتیاو سره سره یې په توپوهنه کې کمزوري وښوده.
د راشد خان او د ګوربز ډاډګېرنه
په خپله راشد خان یا کوم بل لوبغاړي د نیوکو په ځواب کې ځانګړي څه نه دي ویلي خو راشد خان تر لوبې وروسته پر خپل انسټاګرام ولیکل چې خپلې لوبډلې او د هغوی پر هڅو ویاړي او "همدا خبره ده چې د افغانستان لپاره لوبه کول ارزښت لري."
ده زیاته کړې، "ډېره زړه ماتوونکې وي چې تر نړیوال جامه دومره نږدې راورسېږي خو هغه دې له ګوتو وښویېږي."
رحمان الله ګوربز چې په دې لوبه کې یې ډېرې ستاینې وشوې، هم د لوبې پر بایللو خواشيني څرګنده کړې.
خو ښاغلي ګوربز، افغانستان او د کرېکټ مینهوالو ته ډاډګېرنه ورکړې او پرخپله فېسبوکپاڼه یې لیکلي چې، "په ژوند کې ځینې ورځې داسې راځي چې انسان خپله پوره هڅه کوي خو پایله د هغه د خوښې مطابق نه وي. الله تعالی په تقدیر کې بل څه لیکلي وي. دا ماتې د بریا تنده لا پیاوړې کوي. پوهېږم چې ولس خپه شوخو موږ ټولو خپله پوره هڅه وکړه. افغانستان تل په سختو حالاتو کې راپاڅېدلی. که ژوند و نو له ناکامیو به زدکړه کوو او دا ماتې به په بریاوو بدلوو."
د افغانستان په اړه له کرېکټ نړیوالې شورا د هاشم املا غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي افریقا د کرېکټ پخواني لوبغاړي هاشم املا بیا دې لوبې ته له یوې بلې زاویې کتلي دي او تبصره یې د افغانانو په ګډون د کرېکټ ګڼو مینهوالو بدرګه کړې ده.
هغه پرخپله فېسبوکپاڼه په یوه تبصره کې د کرېکټ نړیوالې شورا نه غوښتي چې د افغانستان په څېر هېوادونو ته باید د نړۍ له غوره لوبډلو سره د لوبو "کافي فرصتونه" برابر شي.
ښاغلي املا لیکلي، "د فکر وړ خبره [دا ده چې] ولې د افغانستان په څېر لوبډلو ته له وتلو/ټاپ لوبډلو سره د دوه اړخیزو لوبو کولو لپاره کافي فرصتونه نه برابرول کېږي؟ دوی په څو کلونو کې یوازې یو ځل په نړیوال جام کې له هغوی سره مخامخېږي. نو په داسې حالت کې به کرېکټ په نورو هېوادونو کې څنګه وده وکړي؟
هغه د کرېکټ له نړیواله شورا غوښتنه کړې چې "که ایسيسي غواړي چې کرېکټ نړیوال شي او یوازې تر لسو هېوادونو محدود پاتې نه شي نو [د دې مسئلې د حل] په برخه کې باید یو څه وکړي."
د هاشم املا دا غوښتنه که ومنل شي نو ریښتیا به هم د افغانستان پر کرېکټ مثبت او ګټور اغېز ولري. ځکه چې د نړۍ له غوره لوبډلو سره کافي سیالۍ یې تجربه پخوي، د هغوی مثبت او منفي ټکي ښه درک کولی شي، په بېلابېلو لوبغالو یا پېچونو او اب و هوا سره بلدېږي او په راتلونکي کې یې پر وړاندې ښه سیالي کولی شي. دا ډول تجربې یې بیا هرې مقابلې لوبډلې ته په غوره لوبیز پلان جوړولو کې هم مرسته کولی شي.
ښه بېلګه یې د ایپياېل په څېر د کرېکټ په ځینو نړیوالو لیګونو کې د یو شمېر افغان لوبغاړو لوبېدل دي چې تجربه یې ورسره زیاته شوې او د دوی پر کرېکټ یې مثبت اغېز کړی دی. هماغه ده چې اوس د افغان لوبډلې ځينې همدا لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې هم ځلېږي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اووریزو لوبو په روان نړیوال جام کې افغانستان خپلې دوه لوبې نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ته بایللې دي چې له کبله یې د دې لوبو بل پړاو یا سوپر-اته ته رسېدل سخت برېښي.
په ګروپي لوبو کې یې لا هم دوه لوبې پاتې دي چې یوه له متحده عربي امارات سره د راروانې دوشنبې په ورځ (سلواغه ۲۷/فبروري ۱۶) ده او بله یې په ورپسې پنجشنبه (سلواغه ۳۰/فبروري ۱۹) له کاناډا سره ده.




















