د کرېکټ نړیوال جام؛ جنوبي افریقا له سختې سیالۍ وروسته دویم "سوپر اوور" کې له افغانستانه لوبه وګټله

د جنوبي افریقا او افغانستان لوبډلمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق او نور محمد سعید
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: 5 دقیقې

د ۲۰۲۶ کال د نارینه‌و د کرېکټ ۲۰ اووریزو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ یوه داسې په زړه پورې خو سخته سیالي ترسره شوه چې د کرېکټ په تاریخ کې داسې یوه حالت ته د لوبې رسېدل ډېر کم تر سترګو کېږي.

دواړو لوبډلو په یوه لوبه کې درې ځلې سیالي سره وکړه خو لومړۍ دوه هڅې په مساوي پایله تمامې شوې او درېیم ځلې په دویم سوپر اوور کې سیالي برخلیک ټاکونکې ثابته شوه.

کیسه داسې وه چې د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله خو لوبډلمشر راشد خان جنوبي افریقا ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

جنوبي افریقا په ټاکلو شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۸۸ رنزونه هدف وټاکه.

افغانستان په ۱۹ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې وکړې او له جنوبي افریقا سره یې لوبه برابره یا مساوي شوه.

له دې سره لوبه "سوپر اوور" ته لاړه چې دواړه لوبډلې به یو یو اوور لوبوي او چې هر چا ډېرې منډې وکړې، هماغه ګټونکی دی.

لومړی سوپر اوور

د جنوبي افریقا ټیم دوه لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images

په لومړي ځل سوپر اوور کې عظمت عمرزی او ګوربز لوبغالي یا پېچ ته ورکوز شول او د جنوبي افریقا له لوري نګیدي توپ‌ اچوونه کوله.

عظمت د نګیدي په لومړي توپ څلوریزه، په دویم توپ شپږیزه او په درېیم توپ یوه منډه وکړه.

ګوربز توپ‌وهنې ته ورغی او په یوه توپ یې یوه منډه وکړه او بېرته عظمت عمرزی توپ‌وهنې ته ودرېد.

بیا یې هم د نګیدي پنځم توپ هوا ته لوړ کړ چې د جنوبي افریقا لوبغاړي ربادا یې د کېچ کولو هڅه وکړه خو بال ترې ولوېد او څلوریزه شوه.

وروسته یې یوه بله منډه هم وکړه او افغانستان په دې سوپر اوور کې ټولې ۱۷ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته ۱۸ منډې هدف وټاکل شو.

د جنوبي افریقا له لوري په سوپر اوور کې ډېوېډ مېلر او ډېوالډ برېوېس توپ‌وهنې ته ښکته شول او فضل الحق فاروقي توپ‌اچونه ورته کوله.

مېلر د فاروقي په لومړي فولټاس یوه منډه وکړای شوه او برېوېس بېټېنګ ته ورغی چې شپږیزه یې ووهله خو په درېیم توپ ګوربز کېچ کړ او وسوځېد.

سټبز پېچ ته ښکته شو او په څلورم توپ چې یارکر و، څلوریزه یې ووله. د فاروقي پنځم توپ سټبز سم و نه شوای لوبولی او یوه منډه یې هم و نه کړه خو په شپږم توپ یې شپږیزه ووهله او بېرته لوبه برابره شوه.

بیا هم د لوبې د غوڅې پایلې معلومېدو لپاره دویم ځلې سوپر اوور ته خبره لاړه.

دویم ځلې سوپر اوور

ګوربز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دویم سوپر اوور کې ګوربز په درو توپونو پرله‌پسې درې شپږیزې ووهلې چې افغانستان یې هدف ته خورا نږدې کړ.

په دویم ځل سوپر اوور کې عظمت عمرزي سټبز ته لومړی توپ ور واچاوه چې هغه شپږیزه پرې ووهله.

دویم بال باندې یې یوه منډه وکړای شوه او مېلر توپ‌وهنې ته ورغی.

مېلر د عظمت پر درېیم توپ دوه منډې وکړې، پر څلورم او پنځم توپ یې غبرګې شپږیزې پرې ووهلې او پر شپږم توپ یې دوه منډې وکړې.

له دې سره یې په دویم ځلې سوپر اوور کې ټول ۲۳ رنزونه وکړل او افغانستان ته یې په یوه اوور کې د ۲۴ منډو جوړولو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد نبي او عظمت عمرزی توپ‌وهنې ته پېچ ته ور ښکته شول او د جنوبي افریقا له لوري کېشف مهاراج توپ‌اچونه ورته کوله.

نبي د مهاراج لومړی توپ و نشوای لوبولی او په دویم توپ کېچ او په صفر اووټ شو.

رحمان الله ګوربز لوبغالي ته ورښکته شو او د مهاراج په درېیم، څلورم او پنځم توپ یې پرله‌پسې درې غبرګې شپږیزې ووهلې.

له دې سره افغانستان ته د ګټلو لپاره په یوه توپ د یوې بلې شپږیز وهل اړین وو. خو مهاراج نه وروستی توپ وایډ شو او ورپسې یې چې بیا ګوربز ته بال وکړ نو هغه د شپږیزې په هڅه توپ وواهه چې پر بېټ سم ونه لګېد او پېچ نه لږ هاخوا کېچ او وسوځېد.

له دې سره افغانستان د جنوبي افریقا د ۲۴ رنزونو په بدل کې ۱۹ منډې وکړای شوې او دغه هېواد ته یې تر یوې ډېرې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته په څلورو منډو لوبه وبایلله.

په روان نړیوال جام کې افغان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې دواړه لوبې لومړۍ نیوزیلنډ او دویمه نن جنوبي افریقا ته وبایلله چې بل پړاو ته تلل یې تقریباً ناشوني برېښي.

په دې پړاو کې یې دوه نورې سیالۍ پاتې دي چې یوه له کاناډا او بله هم له متحده عربي اماراتو سره ده.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د ۲۰ اووریزې لوبې جزیات

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

په نننۍ لوبه کې د جنوبي افریقا له لوري ریان رېکلټن تر ټولو ډېرې ۶۱ او ورپسې کواینټن ډي‌کاک ۵۹ منډې کړې وې.

د افغانستان په پاڼۍ کې بیا رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د سر توپ‌وهونکو په توګه لوبغالي یا پېچ ته ورښکته شول.

که څه هم ګوربز وېکټ وساتله خو ابراهیم ځدراڼ په ۱۲ منډو وسوځېد او ترې وروسته راوتلي دوه لوبغاړي ګلبدین نایب او صدیق الله اتل پرته له کومې منډې جوړولو اوټ شول.

ګوربز په نننۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

عظمت الله عمرزي ۲۲، راشد خان ۲۰، محمد نبي ۵ منډې وکړای شوې.

فضل الحق فاروقي په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره لومړۍ وېکټه ترلاسه کړه او د سویلي افریقا لوبډلمشر ایډن مارکرم یې له ډګره بهر کړ.

ورپسې کوېنټن ډي کاک د راشد خان په توپ د ابراهیم ځدراڼ له لوري په ۱۳ اوور کې کېچ اوټ شو. د ډي کاک سوځېدو تر مهاله سویلي افریقا ۱۲۷منډې کړې وې.

ریان ریکلټن هم ورپسې د راشد خان لخوا له لوبې بهر شو. راشد خان په خپل درېیم اوور کې دوې وېکټې ترلاسه کړې او د سیالې لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي کوېنټن ډیکاک او ریان ریکیلټن یې له ډګره بهر کړل، چې اوږده ملګرتیا یې وکړه.

کوېنټن ۵۹ او ریکیلټن ۶۱ منډې وکړې او دوی دواړو د ۱۱۶ منډو ملګرتیا وکړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

د لوبې په ۱۸م اوور کې د عظمت الله عمرزي په توپ محمد نبي د ډیوالډ برېوېس کېچ ترلاسه کړ. نوموړي ۲۳ منډې وکړې.

ورپسې ټرېسټن سټبز هم د عمرزي په توپ د مجیب الرحمان په لاس کېچ اوټ شو.

عظمت الله عمرزي په خپل درېیم اور کې دوې وېکټې ترلاسه کړې. د لوبې وروستي اوور کې مارکو جانسن هم د عمرزي په توپ د صدیق الله اتل په لاس کېچ او وسوځېد.

د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نایب، محمد نبي، نور احمد، فضل الحق فاروقي، ضيا الرحمان او مجيب الرحمان ګډون درلود.