د تورخم لاره د افغان کډوالو پر مخ بیا تړل شوې

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د تورخم دروازه چې پرون پنجشنبه یوازې د افغان کډوالو پرمخ پرانېستل شوې وه بېرته تړل شوې ده. پاکستاني سرچینو ویلي 'د یوه پوځي له ټپي کېدو وروسته دا لاره بېرته تړل شوې ده.'

د جمعې په شپه ناوخته ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي ' دا سرتېری د افغانستان له لوري په ډزو کې ټپي شوی چې له کبله یې سملاسي لاره بېرته وتړل شوه.'

افغان لوري د شخړې د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خلکو ته د خبر په پار ویلي ' د تورخم دروازه د شپې نهه بجې بېرته د پاکستان له لوري تړل شوې ده.'

د شمېرو له مخې پرون د تورخم دروازې له خلاصیدو وروسته شاوخوا درې سوه هغه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي چې د پاکستان به بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.

په تورخم کې ځايي خبریال محراب اپریدي بي بي سي ته ویلي " ستانه شويو کسانو کې ټول سړي او د واړه عمر ځینې ماشومان وو چې د اسلام آباد، راولپنډۍ، پېښور او لنډي کوتل په زندانونو کې زنداني وو."

پاکستاني چارواکو ویلي و چې دا کسان د اوسېدو د قانوني اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو.

افغانستان ته ستانه شویو یو شمېر کډوالو رسنیو ته ویلي ' له یوې مخې له نیونې سره مخ وو، کار او روزګار ته نه پرېښودل کېدل او په زوره په تورخم اړول شوي دي.'

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له کبله دا لار له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې د سوداګري پر مخ تړل شوې خو د کډوالو لپاره وخت نا وخت له پرانېستې وروسته بیا تړل شوې چې له کبله یې سلګونه افغانان د کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي.

په وروستي ځل دا لار میاشت مخکې وتړل شوه چې له کبله یې د روژې میاشت کې زرګونه افغان کډوال چې هېواد ته پر لاره وو بند پاتې شول او لا یې هم د تګ کوم واضح څرک نه ښکاري.

په ورته مهال کې له پاکستانه د افغان کډوالو له راتګ سره په لارو او افغانستان کې د بشري بحران په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. نړیوالو بنسټونو ویلي چې دا بحران د پولې په اوږدو کې له نښتو، په کور دننه د خلکو له بې ځایه کېدو او له ایرانه په ګڼ شمېر کې د افغان کډوالو له ستنیدو سره پیچلی شوی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام آباد د کړکېچ، پر پوله د پوستو جوړولو په سر د نښتو او نورو سیاسي او امنیتي لاملونو له کبله په پرلپسې ډول تړل شوې چې ډېر زیان یې پاکستان کې بند پاتې کډوال او عام ولس ویني.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېر کې په یوه طرفه ډول د تورخم دروازې تړل د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل بللی، د طالبانو حکومت د لارو بیا بیا بندیدو له ګواښ سره تېره اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره سوداګري دروي او د سوداګرۍ لپاره به دا لار یوازې له قوي ضمانتونو وروسته خلاصوي.