تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او ایران یو له بله څه غواړي او کومې غوښتنې یې د منلو دي؟
- Author, فرنک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
- رپوټ له:, دوحه
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی چې امریکا له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه مذاکرات کوي، خو تهران په وار وار ویلي چې هیڅ ډول خبرې اترې نه کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ومنله چې له امریکا سره د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله شوې ده، خو هغه وویل چې دا " نه مکالمه ده، نه مذاکرات او نه هم د دې بڼې کوم بل څه."
د چهارشنبې پر ورځ ټرمپ ادعا وکړه چې ایران د خبرو اترو له اعترافه "وېرېږي"، ځکه "دوی ته داسې برېښي چې خپل خلک به یې ووژني." نو بیا پر چا باور وشي؟ ایا سوله نږدې ده؟ یا دواړه لوري یوې ګرانې او اوږدې جګړې ته چمتو کېږي چې له امله به یې د انرژۍ بیې اسمان ته ورسېږي او ټوله نړۍ به تر دا راتلونکي اوړي اغېزمنه کړي؟
نښې نښانې دا ښيي چې موږ اوس داسې یو حالت ته ننوځو چې د روسیې او یوکرین جګړې له حالته ډېر توپیر نه لري. دواړه لوري وايي چې جګړه پای ته رسول غواړي، خو هر یو پر خپلو شرایطو او دا شرایط د یو بل لپاره له منلو ډېر لرې دي.
امریکا او اسرائیل څه غواړي؟
کله چې دا جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوه، واشنګټن او اسرائیلو هیله لرله چې د ایران په پرتله د دوی پوځي برتري به د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو لامل شي. که دا نه وای، نو د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ایران به له پښو غورځېدو ته مجبور کړای شي او د امریکا په شرایطو به د سولې غوښتنه وکړي.
خو داسې ونه شول. ځکه نو امریکا او اسرائیل چې څه غواړي، حتمي نه ده چې ترلاسه یې کړي، ځکه په هره تېرېدونکې ورځ ایراني حکومت له پاتې کېدو سره ځان نور هم پیاوړی کوي.
د اسرائیلو د ۱۲م کانال لخوا د امریکا د ۱۵ مادهییز پلان په خپرو شویو جزییاتو کې د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د بالستیکو توغندیو پروګرام تړل او په یمن کې د حوثیانو او لبنان کې د حزب الله په څېر د "نیابتي ډلو" ملاتړ پای ته رسول یاد شوي. د دې په بدل کې به پر ایران بندیزونه نرم شي او د هرمز تنګي پر ځینو برخو به ګډ کنټرول ولري.
ایران څه غواړي؟
ایران په پیل کې د امریکا ۱۵ مادهییز پلان "له حده اوښتی" وباله او په کلکه یې رد کړ. خو وروسته د چهارشنبې پر ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو څه نرم دریځ ونیو. هغه دولتي ټلویزیون ته وویل چې د هېواد د لوړپوړې مشرتابه مخې ته "ځینې وړاندیزونه" اېښودل شوي او "که کوم دریځ نیول کېږي، نو هغه به خامخا پلی کېږي."
د دې پر ځای، ایراني دولتي رسنیو د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه شرایط وړاندې کړي چې په کې د جنګي تاوان ورکول، د هرمز تنګي پر سر د ایران د بشپړ واک منل او دا تضمین شته دی چې په راتلونکي کې به پر ایران برید نه کېږي. ایران باور لري چې د سیمې د تر ټولو لوی هېواد په توګه، چې ۹۰ میلیونه وګړي لري او په خلیج کې تر ټولو اوږده ساحلي کرښه لري، باید د "ساتونکي ځواک" په توګه د خپلې ونډې رول ولوبوي، هغه ونډه چې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وړاندې یې درلوده.
ایران غواړي، د امریکا پنځم سمندري ځواک، چې مرکز یې په بحرین کې دی، له سیمې ووځي. دې سره به ایران د خپلو متحدینو (روسیې، چین او شمالي کوریا) په ملاتړ په خلیج کې تر ټولو لوی پوځي ځواک شي. ایران وايي پر امریکا باور کول ستونزمن دي ځکه دوه ځله وړاندې (په ۲۰۲۵ کې او بیا د سږ کال په فبرورۍ کې) دوی مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی و، خو امریکا نه یوازې له خبرو شاته شوه ورسره یې بریدونه هم پیل کړل.
خلیجي عرب هېوادونه څه غواړي؟
عرب هېوادونه له اوسني وضعیته خورا سخت اندېښمن دي. هغوی د ایران له نظام سره کومه ځانګړې لېوالتیا او ملګرتیا نه لرله، خو تر جګړې وړاندې یو عملي تفاهم ته ورسره رسېدلي وو. اوس هغوی وېرېږي چې امریکا د جګړې له هڅو سره سره د ایران د نظام په راپرځولو کې پاتې راغله او بلخوا یې ایران ته داسې زیانونه اړولي چې هغه یې سخت غوسه کړی؛ د دې غوسې اغېزې پر ګاونډیو هېوادونو پریوځي چې د ډرونونو او توغندیو سره مخ دي.
د واشنګټن د ناهیلۍ خلاف، ایران اوس تر یوې میاشتې وړاندې په ستراتیژیک ډول په ډېر پیاوړي دریځ کې دی ځکه پر هرمز تنګي یې عملا واک ترلاسه کړی. دې کار تهران ته د نړۍ د انرژۍ پر بازار لوی ځواک ورکړی دی. خلیجي هېوادونه غواړي چې حالات بېرته د یوې میاشتې مخکې په څېرشي خو اوس ډېر څه بدل شوي او ایران شاته نه ځي.
که څه هم سیمې ته د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو رارسېدل ښايي د ټرمپ واک زیات کړي، خو دا له خطرونو خالي نه ده. هر ډول ځمکنۍ عملیات د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې خطر زیاتوي او امریکا په داسې یو جنجال کې نور هم ښکېلولی شي چې ډېر خلک یې "غوره شوې جګړه" بولي. د ایران د نظام پاتې کېدل د هغوی مشرانو ته نور جرئت ورکوي، ځکه دوی باور لري چې وخت او جغرافیه دواړه د دوی په ګټه دي. څومره چې سپینه ماڼۍ نړۍ ته وايي چې ایران هوکړې ته لېواله دی، هومره ایران ترې ګوښی کېږي.