د ایران جګړې کې وژل شوي ملکيان

    • Author, کرولاین هولي او سروش پاکزاد
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

پرستش دهاقین یوه ځوانه درملتون چلوونکې او درمل جوړوونکې وه چې د کار پرمهال په یوې چاودنه کې ووژل شوه.

او بېریوان مولاني هم په خپل کور کې پر بستر پرته وه، کله چې په تهران کې د هوايي برید له امله راپرېوتې ټوټې (ماتې خښتې او فلزي پارچې) د هغې پر سر ولګېدې.

له درېیو اونیو زیات وخت کېږي چې پر تهران او نورو ښارونو د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونه روان دي او په دې هېواد کې زرګونه هدفونه وېشتل شوي دي.

د دې بریدونو ملکي قربانیان یوازې لویان نه‌ دي. درې کلنه "ایلما بلکي" هم د راپورو ترمخه په لوېدیځ ښار سردشت کې تر ټپي کېدو یوه ورځ وروسته مړه شوې ده.

ملکي خلکو لپاره د جګړې زیان په چټکۍ سره زیاتېږي. ښايي د ډېرو کسانو د وژلو کیسې همداسې ناویلي پاتې شي.

خو د جګړې تورو لوخړو او د انټرنېټ له پرې کېدو سره سره، بیا هم یو څه مالومات له ایرانه بهر ته درځ کوي او د دې جګړې د ملکي قربانیانو د یوې برخې نومونه ورو ورو راڅرګندېږي.

ایران کې د بشري حقونو مستند کولو مرکز په وینا، پرستش دهګین د تهران د اپادانا په سیمه کې خپل درملتون کې وه، څه وخت چې هلته نږدې د یوې ای‌ټي کمپنۍ ودانۍ ووېشتل شوه. ویل کېږي دې ایران کې د انټرنېټ له بندېدو سره تړاو درلود . همدې برید کې پرستش هم ووژل شوه.

په انلاین خپرو شویو ویډیوګانو کې د هغې انځورونه د شمعو او ګلونو ترمنځ اېښودل شوي دي.

د هغې ورور پوریا پر انسټګرام لیکلي، خور یې یوازې خپله دنده ترسره کوله خو بیا هم ووژل شوه.

هغه وایي، کورنۍ ورته ویلي و چې تهران خوندي نه‌دی، خو هغې ځواب ورکړی و: "خلک ما ته اړتیا لري، ډېر خلک ټپیان دي."

هغې ورته ویلي و: "خلک درملتون ته راځي، زاړه کسان درملو ته اړتیا لري. زه باید دلته پاتې شم او له خپلو خلکو سره مرسته وکړم."

هغه د خپلې خور د ستایلو پرمهال لیکلي: "ته ډېره باوقاره وې."

د درې کلنې ایلما بلکي په اړه ډېر مالومات نشته. د کردانو د بشري حقونو ډلې"هنګاو" بي‌بي‌سي سره د هغې انځور شریک کړی و. دې ډلې ویلي هغه د مارچ په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو په هوايي بریدونو کې سخته ټپي شوې وه او یوه ورځ وروسته مړه شوه.

۲۶کلنه بیریوان مولاني د ژوند بڼې (لایف‌سټایل) بلاګره وه او د جامو انلاین دوکان یې درلود. هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ لور وه. نوموړې له مرګ یوازې یوه ورځ مخکې، د شمالي ایران له خوندي سیمې بېرته تهران ته ستنه شوې وه، ځکه چې کور یې یادېده.

یوې ملګرې راضیه جانباز یې د کورنۍ له قوله پر انسټګرام لیکي، دوی هېڅ خبر نه وو چې د ایران د استخباراتو وزیر اسماعيل خطيب د دوی د کور مخې ته، د تهران په شتمنه سیمه زعفرانیه کې اوسېږي.

د ایران د سرې میاشت لخوا په خپرو شویو شپنیو ویډیوګانو کې ښکاري چې ژغورونکي د نړېدلو ودانیو ډبرې او خښتې لېرې کوي. دوی هڅه کوي د بیریوان مور وژغوري هغه هلته چیغې وهي: "ایا زما لور ژوندۍ ده؟"

بیریوان تردې مخکې له کنډوالو راېستل شوې وه خو د سختو ټپونو له امله ژوندۍ پاتې نه‌شوه.

د هغې ملګرې لیکلي: "هغه د مارچ پر ۱۷مه د توغندیز برید پر مهال له ویده کېدو مخکې په خپل کټ کې ووژل شوه."

د راپورونو له مخې،د اسرائیلو د تېرې اوونۍ دې هوايي برید کې چې هدف یې د استخباراتو وزیر و، د بیریوان څو ګاونډیان هم ووژل شول.

د ایران د لاسي‌توپ لوبډلې ​​پخوانۍ غړې راضیه جانباز چې له برید وروسته سیمې ته لاړ، ویې‌موندله چې د هغه له ملګرې یوازې یوه جوړه بوټان پاتې وو. نوموړې وویل: "دې کورنۍ په ټول ځواک د خپل ماشوم د ساتنې لپاره هرڅه وکړل خو دوی پدې نه پوهېدل چې چم ګاونډ کې یې څوک اوسېږي. دوی هغه له لاسه ورکړه."

په امریکا کې د هرنا په نوم د بشري حقونو ادارې تر اوسه له ۱۴۰۰ د ډېرو ملیکیانو وژل کېدل ثبت کړي چې ۱۵سلنه یې ماشومان دي.

تر ټولو خونړیو پېښو یوه د جګړې په پیل کې د سویلي ښار میناب پر یوه لومړني ښوونځي توغندیز برید و.

راپورونه وایي، دا برید د امریکا له لوري شوی، ځکه نږدې یوه پوځي اډه هدف ګرځول شوې وه. د امریکا پوځ تر اوسه دا نه‌ده منلې چې ښوونځی یې ویشتی خو وایي پلټنه روانه ده.

کردي بشري حقونو ډلې هنگاو ویلي، په دې پېښه کې ۴۸ ماشومان او ۱۰ لویان وژل شوي دي او د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو یې "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

ایران خپل پوځي تلفات نه اعلانوي او د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېر هم توپیر لري. هرنا وایي، لږ ترلږه ۱۱۶۷ پوځیان وژل شوي، خو هنګاو دا شمېر تر ۵۰۰۰ زیات بولي.

د جګړې پر مهال ډېر ایرانیان د انټرنېټ د کارولو له امله نېول شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو ادارې په سیمه کې اړېکې لري خو د دقیقو مالوماتو راټول ورته ستونزمن دي.

هنه‌ګاو وایي، ایراني سرحدي ساتونکو ته امر شوی چې پر هغو کسانو ډزې وکړي چې د عراق د ټیلیفون او انټرنېټ شبکې کاروي. دا هغه شبکې دي چې کله ناکله د دواړو هېوادونو سرحدي سیمو کې کار کوي.

د هنګاو یوه غړي اویار شیخي ویلي: "دا د خلکو لپاره ډېر زړه بوږنوونکی حالت دی."

هغه زیاتوي چې خلک"ډېر وېرېدلي" دي.

هغه وویل: "د روان کال په پیل کې خلک د ایران د حکومت له‌خوا پر سړکونو وژل کېدل او اوس د بمبارۍ له امله د وژل کېدو له خطر سره مخ دي."

هغه دا هم وویل چې په استوګنیزو سیمو کې دولتي ودانۍ شته او ان یو لوی ښار لکه تهران هم د ملکي خلکو لپاره له بمونو خوندي پټنځایونه، نه لري.

هغه ټینګار وکړ: "وضعیت ډېر خراب دی."

ملکي وګړي د جګړې "اندېښمنوونکې" بیه پرې کوي

د سرې میاشتې نړېوالې کمېټې په وینا، ملکي خلک د دې جګړې ډېره "اندېښمنوونکې" بیه پرې کوي.

د سرې میاشتې یو کارکوونکی حمیدرضا جهانبخش هم په وژل شویو کې شامل دی . جکړه کې د دې ادارې څو مرکزونه هم زیانمن شوي دي.

د دې کمېټې د پلاوي مشر وینسینټ کاسارډ ویلي: "نړیوال بشردوستانه قانون ډېر روښانه دی: ملکي خلک او ملکي بنسټونه باید له بریدونو خوندي وي. طبي کارکوونکي، ژغورونکي، باید د درملنې وسایلو او بشري کارکوونکو درناوی او ساتنه وشي."

د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه پر روغتیايي مرکزونو له ۲۰ زیات بریدونه تایید کړي او وایي، نور راپورونه هم شته. د دوی په وینا، لږ ترلږه نهه روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه اداره وايي، هر جانبي یا ناڅاپي زیان هم د برید برخه ده.

په منځني ختیځ کې له جګړې د اغېزمنو شوو سره د ډبلیو ایچ او د مرستو رسولو پروګرام مشرایان کلارک وایي: "دا زموږ کار نه‌دی چې ووایو برید مستقیم پر هماغه مرکز شوی که نه، خو دا د روغتیا پر سیستم برید دی او د جګړې ښکېل اړخونه مسولیت لري چې ملکي خلک او روغتیايي مرکزونه خوندي وساتي."

هغه زیاتوي: "پر روغتیايي خدمتونو هر برید له نړیوال قانون سرغړونه ده."

امریکا مخکې ویلي، ملکي خلک نه په نښه کوي او خپلو نړیوالو مسولیتونو ته جدي ده.

بي‌بي‌سي داسې ویډیوګانې هم تایید کړې چې پکې څو روغتونونه زیانمن شوي دي، لکه په تهران کې ۱۷ پوړیز خصوصي ګاندي روغتون چې د دولتي رسنیو دفتر ته نږدې دی؛ همدارنګه د لوېدیځ ایران په مهاباد کې د سرې میاشتې روغتون او د جنوبي بندري ښار بوشهر یو روغتون چې د مارچ پر درېیمه له هغه ځایه نوې زېږېدلي ماشومان له انکیوبېټرونو ایستل کېدل.

د ایراني جراح ډاکټر هاشم موذن‌زاده چې اوس په فرانسه کې دی او خپلو پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې دی، وايی چې په دولتي روغتونونو کې ډاکټران ډېر ستړي او تر فشار لاندې دي.

هغه وایي: "کارېدونکي بمونه ډېر لوی دي او د ملکي تلفاتو شمېر ډېر لوړ دی."

هغه غوښتنه کوي: "که روغتونونو ته نږدې بمبار کوئ، نو باید د هغوی خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ او ساتنه یې باوري کړئ."