تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کونړ او نورستان د افغانستان او پاکستان د جګړې لوړه بیه پرې کوي
افغانستان کې دولتي رسنۍ پرلپسې ډول د هېواد په ختیځو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د توپونو او توغندیو د وارېدو رپوټونه خپروي چې په کې ولسي مرګ ژوبله هم وي.
د طالبانو حکومت کې د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو "د پاکستاني پوځي رژیم د هاوانونو او توپونو ۸۵ مرمۍ لګېدلي، چې ملکي وګړو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي." هغه ویلي " ناړۍ ولسوالۍ کې یو تن شهید او شپږ ټپيان شوي او په سرکاڼو کې دوه تنه شهیدان او یو بل ټپي دی."
دا روانه اونۍ کې څو ومه پېښه ده چې له دغو سیمو یې خبرونه ورکول کېږي. تر ټولو ډېر زیان پر ډیورنډ کرښه د کونړ ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګیمټال ولسوالیو خلک ګالي. ځايي کورنیو بي بي سي ته ویلي، د توپونو بریدونو له امله ګڼ خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او یوه نا روښانه راتلونکي سره مخ دي.
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولي محمد نورستاني چې د ټلیفون پر لیکه یې د بي بي سي له سید عبدالله نظامي سره خبرې کولې وویل" له تېرو دوه میاشتو را په دې خوا زموږ د کامدېش خلک داسې حالت ته رسېدلي یو چې هم ویره ده هم لوږه." هغه وویل، د تېر کال اکټوبر راهیسې د کامدېش په پتیګل، میردېش او ور څېرمه سیمه د پاکستاني ځواکونو "هاوان ګولۍ لګېږي او هیڅوک له کوره بهر نه شي وتلی، څوک سود سودا نه شي راوړلی، په روژې میاشت کې ډېر خلک د خوړو له کمي سره مخ شوي وو." ولي محمد وايي د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو بل لوی کړاو د کونړ او نورستان ترمنځ د لارې تړل کېدل دي چې تګ راتګ یې سخت کړی دی. ځايي خلک ادعا لري په دې لاره چې هرڅوک تګ راتګ کوي د پاکستاني ځواکونو لخوا په نښه کېږي.
ولي محمد وړاندې وايي" دکونړ ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې چې د نورستان کامدېش ته پرې لاره تللې له سینده پورې پاکستاني ځواکونه ولسي کورونه او موټرې هدف ګرځوي، زموږ د یوه وژل شوي خپلوان جسد ۱۲ ورځې پروت و، که هرڅوک یې پورته کولو پسې ورتلل ډزې پرې کېدلې." ښاغلی نورستانی وايي نه یوازې له پاکستاني مورچو د توپونو ګولۍ وارېږي ورسره د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه هم کېږي چې خلک ترهوي او حالت یې ترینګلي کړي دي. هغه وايي په کامدېش او برګیمټال ولسوالیو کې چې لا پخوا جګړو ځپلي، عامه خدمتونه ځنډېدلي او د کرکیلې په ګډون ځايي کاروبارونه زیانمن شوې دي. د پاکستان حکومت ددې رپورټ شوو بریدونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د کامدېش ګاونډ کې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي یوه بله تر ټولو زیان لېدونکې سیمه ده. هلته ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، نږدې هره ورځ د توپونو په بریدونو کې د مرګ ژوبلې او کورونو د ویجاړېدو پېښې کېږي.
د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عظیم ګل وايي " د بریکوټ بازار چې یو تاریخي بازار و په بشپړ ډول تړلی دی او ډېر برخې یې ویجاړې شوې دي. دوکلام او ځینو نورو سیمو کې کلیوال له کورونو وتلو ته مجبور شوي دي." هغه وايي چترال ته پر ورغلې لاره دغلته ټول کاروبارونه زیانمن شوي او بیخي یو جګړه ییز حالت دی.
د نورستان کامدېش او برګمټال پر ډیورنډ کرښه له چترال سره څېرمه پرتې دي او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ بیا د خیبر پښتونخوا له دیر او یوه څنډه یې له چترال سره ګاونډ کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د جګړو او نا ارامیو شاهدې وې خو اوسنی حالت یې کمساری بلل کېږي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر دغو سیمو د "پاکستاني ځواکونو" د توپونو بریدونه او د ولسي مرګ ژوبله یادونه کوي خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د لارو پرانیستلو او د ولسي مېشت ځایونو خوندیتابه لپاره څه ګام پورته کړی او که نه.
د ولسي کړاو خبرونه داسې مهال خپرېږي چې پاکستان کې رسنیو د امنیتي چارواکو له خولې ویلي، داسې شونتیا شته چې له افغانستان سره لنډ مهالی اوربند دوام ومومي. د طالبانو حکومت لا له وړاندې پاکستاني ځواکونه له اوربنده پر سرغړونه تورن کړي او ویلي دي چې د ډیورنډ کرښې څو ځایه پر ولسي میشت ځایونو بریدونه شوې دي. د کونړ او نورستان اوسېدونکي وايي، دوی ته پېښ ګواښ اوسنی نه دی او دا چې له ډېرو کلونو راهیسي په بېلا بېلو سیمو د توپونو ګوزارونه کېږي خو څه چې نوې دي د پاکستاني ځواکونو له لوري د لارو تړل او هوايي بریدونه چې په تېر کې نه وو لیدل شوي.