ولې د سلمان خان په ګډون د بالیووډ ځینې لوبغاړي له زنداني شوي ممثل راجپال یادېو سره 'د مرستې ژمنه کړې'؟

د راجپال یادېو له لیډیز ټېلر نومي فلم اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د راجپال یادېو له لیډیز ټېلر نومي فلم اخیستل شوی تصویر
د لوستلو وخت: 3 دقیقې

مشهورو بالیووډ ستوري د هندي ممثل راجپال یادېو مالي ملاتړ لپاره رامخکې شوي، چې د یوه بانکي چیک د بېرته ستنېدو (باونس) په قضیه کې زنداني دی. وروستي نومونه چې په دې لړ کې ورزیات شوي دي، ممثلین سلمان خان او اجی دېوګن دي.

د بي بي سي له هندي څانګې سره خبرو کې د راجپال یادېو مدیر ګولډي ادعا کړې چې د فلمي صنعت ګڼ شمېر مشهور ممثلین له راجپال یادېو سره مرستې ته چمتو دي.

ګولډي د بي بي سي خبریال روي جین ته وویل: ''ډېر لوی ستوري لکه سلمان خان، اجی دېوګن، ورون دهون او سونو سود ډاډ راکړی چې له مالي ستونزو سره مخ راجپال یادېو سره به مرسته وکړي. د صنعت له همکارانو سره د هغه د حالت په اړه ډېره اندېښنه ده.''

هغه وايي، چې د بندي راجپال يادېو د ضمانت په تړاو به پر پنجشنبه محکمه دلیلونه اوري.

ګولډي زياته کړه: ''موږ هيله لرو چې دې قضيه کې به هغه ته ضمانت ورکړل شي.''

د ښاغلي یادېو مدیر وايي، د سلمان خان او اجې دېوګن په ګډون ګڼ شمېر بالیووډ ممثلینو د مالي مرستې ژمنې ورسره کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي یادېو مدیر وايي، د سلمان خان او اجې دېوګن په ګډون ګڼ شمېر بالیووډ ممثلینو د مالي مرستې ژمنې ورسره کړې.

له دې مخکې د ډیلي عالي محکمې ښاغلي یادېو ته د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې وخت ورکړی و، چې ځان د 'تیهاډ' زندان مسوولینو ته وسپاري او راجپال یادېو د فبرورۍ پر ۵مه نېټه یاد زندان ته ورسېد.

د رسنیو راپورونو کې ویل شوي، راجپال یادېو زندان مسوولینو ته د ځان له سپارلو مخکې ''احساساتي'' شو او وروسته دا ''خبر'' خورا په چټکۍ سره خپور شو.

د محکمې د اسنادو له مخې د راجپال یادېو پر ضد قضیه د ''اته پته لاپته'' نومي فلم سره تړاو لري. په ۲۰۱۰ کال کې 'مورالي پروجیکټس پرایوېټ لمیټډ' نومي شرکت دغه فلم لپاره شاوخوا پنځوس میلیونه روپۍ پانګونه کړې وه.

اسناد ښيي، فلم له مالي پلوه بریالی نه شو او ویل کېږي چې ښاغلي یادېو ته یې مالي زیان واړاوه، له همدې امله هغه ونه توانېد چې د شرکت پور بېرته ورکړي.

د 'لایو لا' د راپور له مخې، محکمې ویلي: ''محکمې دې پایلې ته رسېدلې چې د یادېو چلند د غندنې وړ دی. سره له دې چې هغه څو ځله ډاډ ورکړی او له محکمې یې د نرمښت غوښتنه کړې، خو د وخت په تېرېدو سره یې د محکمې له حکمونو سره سم عمل ونه کړ.''

راجپال یادېو له خپلې مېرمن رادها یادېو سره.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، راجپال یادېو له خپلې مېرمن رادها یادېو سره.

شرکت ته د پور د ادا کولو لپاره څو چکونه ورکړل شوي وو، خو بېرته راستانه (باونس) شول، چې له امله یې د نوموړي پر ضد قضیه ثبت شوه. په ۲۰۱۸ کال کې د ډیلي یوې ابتدايي محکمې راجپال یادېو مجرم وپېژاند او شپږ میاشتې د بند سزا یې ورکړه.

او وروسته د پلازمېنې ډیلي عالي محکمې ممثل یادېو ته امر وکړ، چې ځان زندان چارواکو ته تسلیم کړي.

وروسته دا قضیه ډیلي عالي محکمې ته ورسېده او هلته هم

ډیلي عالي محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د هغه ضمانت په بدل کې سزا وځنډوله چې پور به بېرته ورکړل شي، خو داسې و نه شول.

راجپال یادېو د ۲۰۲۵ په دسمبر او د ۲۰۲۶ په جنورۍ کې هم د پور پرې کولو ډاډ ورکړ، خو بیا هم پاتې راغی.

له هغه وروسته محکمې د فبرورۍ پر ۴مه ده ته د ځان سپارلو امر صادر کړ.

د راجپال یادېو دریځ

په ۲۰۱۸ کال کې، چې د ډیلي یوې ځايي محکمې هغه ته د شپږو میاشتو بند سزا واوروله، راجپال یادېو په شاهجهان‌ پور کې د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا کړې وه چې دی د یوې دسیسې له مخې په دې قضیه کې ښکېل کړل شوی دی.

دوه کاله وړاندې په یوه مرکه کې هغه 'انډیا ټوډې' ورځپاڼې ته ویلي وو چې ده ''هیڅ ډول درغلي نه ده کړې.''

هغه ویلي وو: ''شرکت د 'اته پته لاپته' فلم د جوړولو لپاره پنځوس میلیونه روپۍ ورکړې، خو دا یوه پانګونه وه. زه د فلم ډایرکټر نه وم.''