تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان د درملنې لپاره اعتراضونه: "پولیس پرلت کوونکو ته خواړه نه ور پرېږدي"
هغو رپوټونو چې په کې ویل شوي، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټ ایښېدونکي او پخواني لومړي وزیر 'عمران خان د یوې سترګې نظر شاوخوا ۸۵ سلنه' له منځه تللی پاکستان کې د هغه د روغتیا په تړاو ګڼې اندېښنې رادبره کړې چې د احتجاجونو لامل هم شوې دي.
د اعتراضونو ډېر پام پلازمینه اسلام اباد کې دی. هلته د تحریک انصاف مرکزي غړو په پارلمان او اسلام آباد کې دخیبرپښتونخوا ودانۍ مخې ته احتجاجونه پیل کړي چې د وروستیو رپوټونو له مخې دواړه سیمو کې پرلتوال د پاکستاني پولیسو له لوري سخت کلا بند شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند یوه مرکزي غړي او سناتور عون عباس رسنیو ته په یوه لېږلي غږیز پیغام کې ویلي " تر هغه چې د عمران خان د درملنې لپاره د دوی غوښتنې نه وې منل شوي د پارلمان دننه به یې اعتراضونه روان وي."
ښاغلي عباس په دغه پيغام کې ادعا کړې چې حکومت پر اعتراض کوونکو خواړه او اوبه بند کړي او چاته اجازه نه ورکوي چې تر دوی څه ورسوي.
د تحریک انصاف ګوند له دغو اعتراضونو په یوه ژوندۍ ویډیو کې ښکاري چې دوی نن درېیمه ورځ هم د اعتراض پر بڼه ناست دي.
د رپوټونو له مخې په دغو اعتراضونو کې د تحریک انصاف شاوخوا ۲۵ وکیلانو او سناتورانو برخه اخېستې خو اوس نور څوک نه ورپرېښودل کېږي.
تحریک انصاف ادعا کړې چې د پرلت له پیل وروسته دوی سخت کلابند شوي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې له دوی سره مله شي او یا " څوک اوبه او خواړه وروړي."
له دې سره د پارلمان د ننه اعتراض کوونکو چې د تحریک انصاف ګوند مشران هم په کې دي ویلي " له خوړو او اوبو پرته یې ګزاره ګرانه شوې" خو په ټکو یې دوی لا هم په خپلو غوښتنو ټينګ دي.
اسلام اباد کې یوه لوړپوړي پولیس د نوم نه ښودلو په شرط له بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه چې د پارلمان مخې ته یې امنیتي کمربند سخت کړی او دې ځای ته تلونکي ټولې لارې یې تړلې دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ته ' اسلام آباد کې د وتلو اجازه نه ورکول کېږي'
اسلام اباد کې پولیس چارواکي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر محمد سهېل اپریدي هم د اسلام اباد په یوه بله څنډه خیبرپښتونخوا هاوس کې اعتراض پيل کړی دی.
پولیس وايي ' سهېل اپریدي ته له دغه ځایه د بېرون وتلو اجازه نه ورکول کېږي او هغه کسان چې غواړي ده ته ورشي هغوی هم نه پرېښودل کېږي."
د یکشنبې پر شپه د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د خیبرپښتونخوا هاوس مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې ښاغلي اپریدي وویل " تحریک انصاف غواړي چې د عمران خان درملنه د هغه له کورنۍ سره پر مشورې د ښاغلي خان د خپل شخصي ډاکټر له لوري وشي."
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا هم وویل چې د عمران خان روغتیا تر سیاسته لومړۍ او مهمه ده او په وینا یې " د سترې محکمې له څرګندو حکمونو سره سره د مرکزي حکومت پر داسې چلند نه پوهېږي."
نوموړي ادعا وکړه چې "حکومت پر لوی لاس هر څه ځنډوي او ښکاري چې ارادې یې ښې نه دي." ښاغلي اپریدي همداراز خبرداری ورکړ چې د سترې محکمې پرېکړو په پلي کولو کې "لا ځنډ به وضعیت داسې خرابه کړي چې بیا به یې مسولیت د حکومت پرغاړه وي."
د اسلام اباد په دوه جلا ځایونو کې د تحریک انصاف مرکزي غړو کلابندۍ ته په اشارې تحریک انصاف ګوند دا تور هم پورې کوي چې حکومت غواړي د مۍ د نهمې هسې پېښو ته بیا زمینې برابرې کړي.
پر نړیوالو د همکارۍ غږ
د پاکستان د سیاسي ګوندونو ټلوالې چې د پاکستان د قانون ژغورنې غورځنګ یې هم بولي له نړیوالې ټولنې غوښتې چې د عمران خان د درملنې لپاره دې لاس په چاره شي.
د دغې غورځنګ یو مشر محمود خان اڅکزی هم دی دا مهال د پارلمان مخې ته د اعتراض کوونکو په ډله کې دی.
په دغه غورځنګ کې د تحریک انصاف ګوند غړو ویلي " دوی د سفارتي اړیکو له لارې نړیوالو ته خپل پیغام رسولی."
پاکستان کې د قانون ژغورنې غورځنګ په یوه بیان کې راغلي " نړیواله ټولنه او سفارتونه دې په اسلام اباد کې شفا روغتون ته د عمران خان په لېږدولو کې خپل رول ادا کړي."
د عمران خان پر ناورغۍ د مرکزي حکومت غبرګون
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي " د عمران خان د سترګې درملنه روانه ده او په دې لړ کې به د یوې خصوصي روغتیايي ادارې د سترګو ماهره ډاکټران د هغه نورې معاینې او درملنه وکړي."
پر اېکس پاڼه یوه خپاره شوې بیان کې ښاغلي تارړ ویلي چې د دغې درملنې تفصیلي رپوټ به په اعلی محکمه کې جمع شي او په ټکو یې خلک دې ' له بې بنسټه او داسې خبرونو ډډه وکړي چې د سیاسي موخو لپاره کارېږي.'
نوموړي دا ادعا هم کړې چې د عمران خان د سترګو نظر کله هم بشپړ نه و روغ او په وینا یې ' شپږ په شپږو کې نه و جوړ.'
ښاغلي تارړ ویلي عمران خان به هر هغه روغتون ته چې یې اړتیا وي یووړل شي خو د هغه په شخصي ډاکټرانو کې د سترګو کوم ډاکټر نه شته.
نوموړي دا ټينګار هم کړی "هر څه چې کېږي د ناروغ د ښېګڼې په موخه به ترسره شي."
د دې تر څنګ اسلام آباد کې سترې محکمې مرکزي حکومت ته حکم کړی چې له ۱۶م فبرورۍ مخکې باید د سترګو کارپوه ډاکټرانو له خوا د عمران خان سترګې معاینه شي.
د هغه د ناروغۍ په اړه دا ټولې خبرې چې اوس یې ګڼې اندیښنې پارولي له ښاغلي خان سره د سترې محکمې له خوا د ټاکل شوې یوه پلاوي له لیدو وروسته ډاګیزه کېږي.
د سترې محکمې له خوا ټاکل شوې پلاوې ' فرېنډ آف کورټ' ته عمران خان ویلي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې څه سم نه شي لیدلی په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵م کال اکټوبر میاشتې راهیسې یې داسې هیڅ شکایت نه درلود."
په دغې رپوټ کې ویل شوي چې عمران خان د خپل لید او پر وخت نه درملنې په اړه ډېر اندېښمن و. پلاوي ویلي چې دوی ولیدل چې "د عمران له سترګو اوښکې بهېدې او هغه به په کاغذ پاکولې."