تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ نړيوال جام؛ افغانستان له متحده عرب اماراتو په پنځو وېکټو لوبه وګټله
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې نن له متحده عرب اماراتو په پنځو وېکټو لوبه وګټله. دا په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لومړی بری شو.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان ګټلې وه خو متحده عربي اماراتو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
متحده عرب اماراتو په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۱۶۱ منډې هدف وټاکه او د دې لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې منډې سهیب خان وکړې چې ۶۸ وې او ورپسې علي شان شرفو ۴۰ رنزونه وکړل.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي څلور، مجيب الرحمان دوه او راشد خان يو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان په پاڼۍ کې چې نن (دوشنبه، سلواغه ۲۷/فبروري ۱۶) رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د سر توپوهونکو په توګه لوبغالي ته ښکته شول نو ګوربز پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېد خو ابراهیم ځدراڼ وېکټ وساتله. هغه نیمهسلیزه ووهله او له ۵۳ منډو جوړولو وروسته اوټ شو. تر ده وروسته دروېش رسولي ۳۳ رنزونه وکړل.
عظمت الله عمرزي نن بیا هم ښه لوبه وکړه او په ۲۱ توپونو یې چټکې ۴۰ منډې وکړې چې درې شپږیزې او دوه څلوریزې هم پکې شاملې دي.
د لوبې څلور توپونه پاتې وو چې افغانستان د متحده عرب اماراتو ټاکل شوی ۱۶۱ منډې هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د متحده عرب اماراتو پاڼۍ
د متحده عرب اماراتو په پاڼۍ کې نن د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي څلور، مجيب الرحمان دوه او راشد خان يو لوبغاړی وسوځاوه.
متحده عرب اماراتو د پيل دوه لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل خو له دې وروسته محمد صهيب خان او علي شان شرفو پر وېکټه پاتې شول او په ترتيب سره یې ۶۸ او ۴۰ منډې جوړې کړې.
نن په افغان لوبډله کې يوازې يو بدلون راغلی و. د فضل الحق فاروقي پر ځای ضيا الرحمان شريفي لوبېدل.
د افغانستان له لوري د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، ګلبدين نايب، صديق الله اتل، درويش رسولي، عظمت الله عمرزی،محمد نبي، مجيب الرحمان، نور احمد او ضيا الرحمان شريفي غوره شوي وو.
افغانستان تر دې وړاندې دوه لوبې په لږ توپير بایللې دي. وروستۍ لوبه یې چې له جنوبي افریقا سره وه، د سږني نړيوال جام تر دې مهاله تر ټولو په زړه پورې لوبه بلل کېږي. دا لوبه دوه ځله سوپر اوور ته ولاړه خو په پای کې جنوبي افریقا په څلورو منډو وګټله.
د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له سیالۍ يوه ورځ وړاندې خبري کنفرانس ته وويل، په تېره لوبه کې له تېروتنو یې زدکړه کړې او هڅه کوي چې هغه په دې لوبه کې تکرار نشي.
نوموړي وويل، "که موږ نهيلي نشو، کولی شو، لا سترې لاسته راوړنې ولرو خو که نهيلي شوو دا مو مايوسه کوي او دا به موږ يو يا دوه کاله وروسته ټېل وهي، دا هغه څه دي چې موږ یې نه غواړو. موږ ترې زدکړه کوو، په جګو سرونو وړاندې ځو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. پايله مو ترلاسه نه کړه خو هڅه موجوده وه او همدا د خوښۍ وړ ده."
د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ سيالي د ډېلي په ارون جېټلي يا فيروز شاه کوټله لوبغالي کې ترسره شوه. دلته تېرو لوبو ته په کتو وېشتنځای نسبتا د منډو جوړولو لپاره مناسب بلل کېږي.
د جنوبي افريقا پر وړاندې سوپر اوور کې د راشد خان له خوا د بالېنګ نه کولو پرېکړه
د افغانستان کرېکټ مينه والو له خوا پر راشد خان نيوکې کېدې چې د جنوبي افریقا پر وړاندې سیالۍ په دوو سوپر اورونو کې ولې خپله توپ اچونې ته رامخته نشو.
په هغه لوبه کې د افغانستان له لوري په لومړي سوپر اوور کې فضل الحق فاروقي ۱۷ او په دويم سوبر اور کې عظمت الله عمرزي ۲۳ منډې ورکړې وې.
راشد خان د دې په ځواب کې وويل چې تېزو بالرانو په وروستيو اوورنو کې ښه توپ اچوونه وکړه او له دې کبله یې د سوپر اورونو د بالېنګ مسووليت هغوی ته وسپاره.
نوموړي وويل، "موږ وليدل چې وېکټه د سپېن بالرانو لپاره هغسې نه وه جوړه لکه د تېزو بالرانو لپاره چې جوړه وه. لکه څنګه چې فاروقي او عظمت الله په وروستيو اورونو کې ښه توپ اچوونه وکړه. زما په اند دا مثبته خبره وه او ما فکر وکړ که همداسې بالېنګ وکړي... که ما توپ اچونه کړې وی او دوې دری شپږيزې راباندې وهل شوې وی بيا به ويل کېدل چې ګورئ عظمت الله ښه توپ اچوونه وکړه، ولې یې هغه ته موقع ورنکړه."
راشد خان زياته کړه، "موږ خپله ټوله هڅه وکړه خو له موږ سره بخت ياري ونکړه."
افغانستان څه ډول بل پړاو ته تللی شي؟
د کرېکټ شل اوریز سږني نړیوال جام کې بل پړاو د افغانستان تګ لا هم شونی دی خو اسانه نه ښکاري.
افغانستان په خپل ګروپ کې تراوسه یوازې یوه لوبه ګټلې. بل پلو جنوبي افریقا خپلې درې واړه لوبې ګتلې دي او شپږ نومرې لري. په دویم نمبر نيوزیلنډ دی چې څلور نومرې لري او دوې لوبې یې ګټلې او يوه یې بايللې ده. متحده عرب اماراتو بيا يوه ګتلې او دوه یې بایللې دي.
که افغانستان غواړي بل پړاو ته لار پيدا کړي بايد له کاناډا هم په لوی توپير لوبه وګټي. د دې تر څنګ بايد کاناډا، نيوزيلنډ ته لويه ماته ورکړې او جنوبي افریقا خپله سيالي له متحده عرب امارتو وګټي.
افغان لوبډلې ته په کتو د دې شونتيا ډېره ده چې افغانستان دې کاناډا ته هم ماته ورکړي خو د کاناډا له خوا د نيوزيلنډ ماتېدل ښايي اسانه نه وي.