په افغان-پاکستان شخړه کې د روایت کنټرولولو هڅه

د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۷مه، په کابل کې د پاکستان د راپور شويو هوايي بریدونو وروسته جسدونه لېږدول کېږي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي چې تر دې دمه یې د څه باندې ۱۴۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.
    • Author, کارولاین ډېویس
    • دنده, پاکستان کې د بي بي سي خبریاله
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

پر کابل د دوشنبې ورځې هوایي برید د مرګ ژوبلې دومره لوړه کچه رامخې ته کړه چې د فبرورۍ په میاشت کې د دوښمنیو له بیا پیلیدو راهیسې نه وه لیدل شوې.

پلازمېنه کې د چاودنو د غږونو له اورېدو څو ساعته وروسته، دواړو خواوو پر خواله رسنیو لیکل کول، د لفظونو یو جګړه په داسې حال کې روانه وه چې خلکو د ریښتیني ځواب لټون کاوه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ولیکل: "د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او په کابل کې یې د روږدو کسانو د رغونې پر یوه روغتون برید کړی، چې له امله یې هغه روږدي کسان وژل شوي او ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې وو." هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنه "د انسانیت پر وړاندې جنایت" ګڼي.

دې خبر ته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د "Fact Checker MOIB" په نوم یوه اکاونټ له لارې غبرګون وښود، او د طالبانو د ویاند پر پوسټ یې د "پروپاګند" ټاپه ووهله.

په پوسټ کې راغلي: "د مارچ پر ۱۶مه شپه، پاکستان په کابل او ننګرهار کې د افغان طالبانو او فتنه‌الخوارج (هغه اصطلاح چې پاکستان یې د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي) پوځي تاسیسات او د ترهګرو ملاتړې زیربناوې، د تخنیکي تجهیزاتو او مهماتو د زیرمو په ګډون، په دقیقه توګه په نښه کړل، څه چې د بې ګناه پاکستاني ولسي وګړو پر وړاندې کارول کېدل."

"له برید وروسته د هغو زېرمه شویو مهماتو چاودنه چې د نیابتي ترهګرۍ د مخکښانو لخوا کارول کېدل، هم دا جعلي ادعا په بشپړه توګه ردوي."

د طالبانو د ویاند لومړنی، ژباړل شوی پوسټ وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت لخوا د "پروپاګند" په توګه وبلل شو.

د عکس سرچینه، X

د عکس تشریح، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، د ذبیح الله مجاهد پر پوسټ د پروپاګند ټاپه ولګوله.

سهار بیا د افغانستان د طالبانو حکومت چارواکو ادعا وکړه چې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه ډېر دی.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو شمېرو پخلی نه شي کولی، خو سرچینو ورته وویل چې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) وروسته وویل چې دوی په دغه مرکز کې ۱۴۳ مړینې او ۱۱۹ ټپیان تایید کړي دي، چې دا په ډاګه کوي چې دا شمېره لوړېدلی شي.

سره له دې چې د رسنیو او ملګرو ملتونو راپورونه وايي چې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز په نښه شوی، د پاکستان پوځ د ولسي مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی. پرځای یې، د دوی پوځي ویاند نور تورونه ولګول.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال احمد شریف چوهدري له برید څو ورځې وروسته په یوه مرکه کې وویل: "حقیقت دا دی چې دوی په نشه یي توکو روږدي کسان راټولوي او د ځانمرګو بریدګرو په توګه یې کاروي." هغه زیاته کړه: "که هلته روږدي کسان و، نو دا شونې ده چې د بریدګرو لپاره د روزنې مرکز و."

هغه د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هیڅ شواهد وړاندې نه کړل. بي بي سي مخکې هم د درملنې له دغه مرکزه - چې له یوې لسیزې راهیسې په یوه پخواني پوځي مرکز کې فعالیت کوي راپور ورکړی و او په ۲۰۲۳ کال کې یې هلته د هغو روږدو کسانو سره خبرې کړې وې چې پاملرنه او درملنه یې کېږي.

دغې اونۍ کې څرګنده شوه چې دا شخړه څنګه روانه ده. هیڅ لوری هم له پوځي پلوه نه شاته کېږي، د پاکستان لخوا هوایي بریدونه، د طالبانو د حکومت لخوا ډرونونه او د تندې ژبې کارول هم روان دي.

دا پوسټونه او سرلیکونه موږ ته دا روښانوي چې دواړه خواوې د دې شخړې په اړه څه انګېري؛ له ټینګې ملګرتیا تر دوښمنۍ چې لا هم پرخپلو دریځونو ټینګار کوي، او د پخلاینې لپاره ډېر کمه موکه لیدل کېږي.

دوی ولې جګړه کوي؟

دواړه خواوې یو بل د شخړې پر پیلولو پړه بولي.

پاکستان وايي چې دا جګړه له ترهګرۍ سره تړاو لري. په پاکستان کې دننه وسله والو بریدونو د زیات شمېر خلکو ژوند اخیستی دی. په اسلام اباد کې مېشته د امنیتي څېړنو د یوه مرکز په وینا، ۲۰۲۵ کال د وسله والو لپاره په یوه لسیزه کې ترټولو تاوتریخجن کال و. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې خپلو پولو کې دننه هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي او پر هند یې تور لګولی چې هلته د وسله والو ملاتړ کوي.

هم هند او هم د طالبانو حکومت دا په کلکه ردوي، او وايي چې هغه وسله وال بریدونه چې پاکستان کې کېږي د پاکستان کورنۍ مسله ده.

دا دریځ د پاکستان د چارواکو د لا ډېرې غوسې لامل شوی دی. ډیر کله له برید څو ساعته وروسته، دا عامه ده چې اوریدل کېږي د پاکستان وزیران دا له افغانستان سره تړي، چې د طالبانو د حکومت لخوا د سختو غبرګونونو لامل کېږي. له کلونو دیپلوماتیکو هڅو وروسته، پاکستان اوس وايي چې د خبرو کولو لپاره هیڅ نه ځای شته.

پاکستان د هغې ځانمرګې حملې پړه پر افغان اتباعو واچوله چې پولې ته څېرمه یې یو پوځي ښوونځی په نښه کړی و او له امله یې درې تنه ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان د هغه ځانمرګي برید پړه پر افغان وګړو واچوله چې پولې ته څېرمه یې یو پوځي ښوونځی په نښه کړی و او له امله یې درې تنه ووژل شول.

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدی وايي: "پاکستان له وسله والو سره ستونزه نه لري." "پاکستان د افغان طالبانو د رژیم سره ستونزه لري. او پاکستان د هند له اغېز سره ستونزه لري. موږ به هره ستونزه حل کړو."

هغه روښانوي چې د هغو ګامونو لپاره چې پاکستان اخیستي دي، هیڅ بښنې ته اړتیا نشته.

"زه فکر کوم هغه دوره چې تاسو به پاکستاني شنونکي یا د پاکستان د حکومت استازي پر تلویزیون لیدل چې د پاکستان د خلکو د دفاع لپاره بښنه غواړي... هغه دوره پای ته رسېدلې ده. زه فکر کوم چې په ځانګړي ډول لوېدیځ مطبوعات باید له یوه باثباته او خورا روښانه، شفاف پاکستان سره عادت شي."

کله چې په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پر پوله (ډیورنډ کرښه) په تاوتریخجنو نښتو او پر کابل او کندهار بریدونو واوښتې، د پاکستان پوځ په ښکاره توګه د هوایي بریدونو مسؤلیت پر غاړه وانخیست.

دا خبره بدله برېښي. اوس د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پر خواله رسنیو د بریدونو ویډیوګانې خپروي.

د طالبانو حکومت خپل دریځ ټینګ ساتلی چې پاکستاني طالبان د پاکستان لخوا رامینځته شوې ستونزه ده. دوی دا د خپل حاکمیت د دفاع په توګه انځوروي چې د دوی کړنې د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی.

دوی مخکې ویلي وو، پاکستان د امریکا او نور اړخونو سره همغږي کوي چې په هېواد کې د دوی واک کمزوری کړي.

مجاهد په جنورۍ کې په یوه مرکه کې چې پر یوټیوب خپره شوې وه وویل: "په پاکستان کې ځینې نظامي کړۍ د سترو قدرتونو په همکارۍ او غوښتنه هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي."

پاکستان په وار وار دا تورونه رد کړي، او وايي چې دا د ترهګرۍ د مخنیوي له لارې د پاکستانيانو د خوندي کولو په جنګ دی.

که بریدونه دوام ومومي، د طالبانو حکومت چارواکو په څرګندو ټکو ویلي چې پاکستان کولی شي په بدل کې د ورته څه تمه ولري.

د دوشنبې له برید وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب طلوع نیوز ته وویل: "دوی باید داسې فکر ونه کړي چې په کابل کې خلک شهیدان کړي، ښار ویجاړ کړي او امنیت یې ګډوډ کړي او پخپله به په اسلام اباد کې خوندي پاتې شي." "په اسلام اباد به هغسې برید وشي لکه چې دوی کابل په نښه کوي."

د دوشنبې له برید درې ورځې مخکې، د طالبانو دفاعي ځواکونو وویل چې دوی د پاکستان پر پلازمینې ډرون الوتکې توغولي دي. پاکستان وویل، دوی دغه الوتکې شنډې کړي او هغه یې "ابتدايي" هڅې وبللې. د پاکستان ولسمشر وویل چې دا کار له سرې کرښې تېریدل دي.

د دوشنبې له برید وروسته، ذبیح الله مجاهد وویل چې یو "سخت غبرګون" به ولري. د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د اختر په لمانځه کې د پاکستان نوم وانخیست، خو د هغه د خبرو تمرکز روښانه و.

هغه وویل: "که څوک پر موږ بمباري کوي یا یې راکټونه ویشتلي وي پرېږدئ چې راکټونه وولي، پرېږدئ چې بمباري وکړي، پرېږدئ چې هر څه غواړي ویې کړي، په خدای قسم په موږ کې به هیڅ بدلون را نه شي." "دوی موږ په راکټونو او د الوتکو په بمونو نشي ویجاړولی."

دواړو ویلي دي چې د کوچني اختر په ورځو کې به په عملیاتو کې ځنډ وي، څه چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه شوي دي. منځګړي ښایي هیله ولري چې د جګړې دا ځنډ د ګډو هڅو او د یوه اوږدمهاله اوربند د موندلو لپاره فرصت برابر کړي، سره له دې چې د سرغړونو په اړه یې تورونه او انکار شته.

خو څه چې لید کېږي دواړه خواوې خپل دریځونه پیاوړي کوي، په خپله دایره کې ځان ازمايي او پر بریدونو او سختو ویناو فضا نوره هم تنګوي.