'له کډوالۍ د تازه ستنو شویو افغانانو لومړني اختر نوي رنګونه لرل'

یوه ښځه کالي خوښوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوکاندارن وايي له پاکستان سره د لارو بندښت او ایران کې له جګړې سره سره د ټوکر او جامو بیو کې ډېر توپیر نه دی راغلی.
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام(یو این هبیتات) خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، له پاکستان او ایرانه خپل هېواد د ستنو شویو افغانان لوی شمېر پر ښارونو فشار ډېر کړی. د دغه رپوټ یو مثبت انځور چې افغان ښارونو کې لیدل کېږي ډول ډول رنګونه او غږونه دي چې د اختر شپو ورځو کې لا ښه احساسېدلی شي. د کندهار، ننګرهار، ګردېز او هرات په څېر لویو ښارونو کې نوي کاروبارونه، د کارګرو مخ په زیاتېدونکی شمېر او پر واټونو ګڼه ګوڼه یې یو بل اړخ دی چې د نور هېواد پرتله ډېر لیدل کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې تېرو نږدې دریو میاشتو کې افغانستان ته شاوخوا ۲۳۳ زره کسان له کډوالۍ ستانه شوي دي.

د کډوالو دې ادارې ویلي له دې شمېر نږدې یو نیم لک کسان له پاکستانه او پاتې هغه یې له ایرانه خپل هېواد ته تللي دي. له دې مخکې په ۲۰۲۵م کال کې د څه باندې دوه اعشاریه دوه میلیونه افغان کډوالو ستنیدو رپوټ ورکړل شوی و.

دا کوچنی اختر ډېرو تازه ستنو شویو افغانانو ته په خپله مېنه او ټاټوبي کې لومړنی اختر و. له لومړي سره دوی لپاره د اختر لوی توپیر په خپل هېواد کې په یوه خوله او د دوی له پخوانیو کوربه هېوادونو ان دوه ورځې مخکې اختر لمانځل و.

افغانستان اختر د پنجشنبې پر ورځ پیل کړ، پاکستان او ایران کې یې د شنبې ورځ لومړۍ وه خو افغانستان کې یې لمانځنې په پای ته رسېدو وې.

دا اختر له دې درکه چې د افغانستان ګڼې سوداګریزې لارې بندې دي هم د کډوالو او هم په کور د نننه افغانانو لپاره لومړی و خو له کسبګرو او دوکاندارانو سره له خبرو ښکاري چې دې ټول وضعیت دې د اختر رنګونه یا سوداوې له یوې مخې پیکه کړې وي.

د افغانستان په بې وزلۍ او اقتصادي فشارونو هم سترګې نشي پټیدلی خو کلتوري، مذهبي،فرهنګي اصولو او ان سیالۍ ته په کتو افغانان له ناخوالو سره سره هڅه کوي تر خپلې وسې دسترخواونه ډک او اخترونه ښایسته کړي.

یوه کارځای کې لس زره جوړه ګنډلې جامې

یو شمېر خلک ځانته ټوکر او جامې خوښوي

د عکس سرچینه، مالیار شاهین

د عکس تشریح، یو شمېر خیاطان وايي د جامو ګڼډلو نويو ډيزاینونو یې ان د بهرنیو سیلانیانو پام جلب کړی دی

د پلازمېنې کابل په سید نورمحمدشاه مېنه یا کارته‌نو پر دویم سړک د خیاطۍ یوه کارځای چلونکي مالیار شاهین بي بي سي ته وویل، سږنی اختر یې په تېرو دوه لسیزو کې تر ټولو ښه اختر و.

د هغه پر ټکو "د اصلي پېرېدونکو تر څنګ نویو راغلو کډوالو هم د بازار خوند او رنګ اضافه کړی دی."

ښاغلی شاهین وايي "نوي ډیزاینونه، رنګا رنګ او بېلابېلو ټوکرونه هم د کار د غوړیدو سبب شوي" او پر ټکو یې بې وزلۍ په اخترونو کې د خیاطۍ پر کار اغېز نه دی کړی.

نوموړی وايي د اختر لپاره یې ۱۶۰ کارګر ګمارلي وو او دې کمکي اختر کې یې ټولټال شاوخوا لس زره جوړه جامې ګڼډلې دي.

د ګنډونکو یا خياطانو ټولنه وايي د ټوکر له درکه د افغانستان ډېره تکیه اوس پر چین ده او د پاکستاني ټوټو ځای هم اوس چین جوړو ټوکرونو نیول دی.

لګښتونو ته په کتو د ګڼډلو نرخ له پخوا پنځوس افغانۍ لوړ شوی ښودل کېږي خو له څو ګنډونکو سره له خبرو داسې برېښي چې د ټوکر په بیه کې ډېر توپیر نه لیدل کېږي.

افغانستان کې له دې درکه چې اوس پکې خلک د پتلونو او دیرشیو پرتله دودیزې جامې ډېرې اغوندې هم په دې صنعت د خلکو بروبار ډېر کړی دی.

کاروباریان وايي "یو څه چې په کمسارې ډول ان څلور برابره دا اختر ګران شوي وو د ایزربند یا پرتوګواښ بیې وې. دا چې ډېرې له پاکستانه واردېږي اوس یې افغان بازارنونو کې کمښت له ورایه ښکاري."

کېک او کولچو پېرلو ته ولاړ کتارونه

کیک او خواږه چې یو چا اخیستي

د عکس سرچینه، spin Cake

د عکس تشریح، افغانستان کې هر څوک تر خپلې وسې هڅه کوي په خوږو او میوو دسترخوانونه رنګه کړي، د وخت په تېریدو دې صنعت افغانستان کې ښه وده کړې.

د نویو جامو تر څنګ وچې او تازه میوې، کېک، کولچې او نور خواږه هم د اخترونو ځانګړې رنګونه دي. له پاکستان او ایرانه راغلو ځینو افغانانو د مټایانو او خوږو جوړولو ښه هنرونه هم له ځانه سره وطن ته وړي دي.

خیبر نومي یوه ځوان چې تازه له پاکستانه کابل ته ستون شوی بي بي سي ته وویل، " کابل کې یوه مشهور دوکان ته د کیک او کولچو اخېستو لپاره ورغلم راته یې وویل چې نوبت واخلئ."

هغه وايي" د چهارشنبې پر ورځ د سهار له لمانځه وروسته په نوبت اخېستو پسې ولاړم او فکر مې نه کاوه چې دومره ګڼه ګوڼه دې وي، خو ماته اویایم نمبر راکړل شو."

د کابل بګرامیو کې د کېک او کولچو فابریکې یوه چلونکی شېرزمان احمدزی وايي "اختر کې سل زره کیلو تولیدات پلوري."

په دغې کارځای کې د تازه ستنو شویو په ګډون ۱۴۰ کسان کار کوي او جوړې شوې کولچې او نور خواږه ان ولایتونو ته لېږي.

له یوې نیمې لسیزې راهیسې فعالې دغې فابریکې چلونکو ویلي دا اختر یې له اټکل کړې مودې مخکې تولید وپلورل شو.

'وچې او تازه میوې پرېمانه وې'

وچې او تازه میوې د اخترونو پر مهال د خپلو ځانګړو مارکېټونو او دوکانونو ترڅنګ د واټونو په سر هم ډېرې تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وچې او تازه میوې د اخترونو پر مهال د خپلو ځانګړو مارکېټونو او دوکانونو ترڅنګ د واټونو په سر هم ډېرې تر سترګو کېږي.

د کابل منډوي چې له نورو بازارنونو څه ارزانه بلل کېږي د افغانستان ډېرو ولایتونو ته د بېلابېلو توکو د لېږد یو مهم مرکز هم بلل کېږي.

دلته څو دوکاندارانو بي بي سي ته وویل سره له دې چې لارې بندې دي "له ځينو توکو پرته چې ټوله تکیه یې پر پاکستان وه د اختر په شپو ورځو کې خوراکي توکو په بیو کې ډېر توپیر نه دی راغلی."

د عمران په نوم یوه دوکاندار بي بي سي ته وویل " خوراکي شیان په بیه ښه او پرېمانه وو خو د پوښاک ځينې شیانو نرخونه جېګ وو."

د حبیب الرحمان په نوم یوه بل کډوال چې تېر اکتوبر کې افغانستان ته ستون شوی بي بي سي ته وویل "دا مې هېواد کې لومړی اختر و، چمتوالی مو نیولی و، ډېر څه پکې وو خو هغه د کډوالو په کمپ کې مې افغان ملګري چې پخوا به اخترو کې ورسره غاړه غاړۍ کیدم راسره نه وو، ماته هر څه نوي و."

د پاکستان وروستۍ بمبارۍ په اختر ډېر سیوری غوړولی و

د امید په نوم د درملنې مرکز یو ویجاړ شوی انځور

د عکس سرچینه، Haroon Sabawoon/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې د پاکستان برید کې ' شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي.'

د ۲۰۲۶م کال کمکی اختر داسې مهال لمانځل کېده چې څو ورځې د مخه د طالبانو حکومت په وینا د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونو کابل کې سلګونه روږدي ووژل.

یو شمېر هټیوالو او ولسي وګړو بي بي سي ته وویل "د پریشانۍ سره یې اختر تېر کړ.' د دوی په ټکو د پاکستان بمباریو او پر کابل یې د الوتکو ګرځېدو خلک خواشیني کړي وو." خو د لسیزو جګړو او ان خورا سختو بدو ورځو کې هم افغانان مذهبي خوښۍ پراخ ډول لمانځي ان که ویرنې او اخترونه هم مهالي شي.