تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د جمعيامنیت تړون سازمان امنیتې اندېښنې؛ مجاهد وايي د تشویشونو پر ځای باید تعامل او همکاري زیاته شي
د جمعي امنیت تړون سازمان (سيایسټياو) یو ځل په افغانستان کې د بېلابېلو نړیوالو توندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیت د بېثباتونکو اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان د ګډو ځواکونو قوماندان اندریې نیکولاوېچ سردیوکوف ویلي، دا چې دغه ډلې ګاونډیو سیمو ته د ترهګرۍ صادرولو وړتیا لري، نو سیمهییز ثبات او امنیت ته ترې خطر ډېر دی.
هغه ویلي، "د رادیکالو ایډیالوژیو پراختیا او د نشهيي توکو قاچاق لا هم جدي ننګونې رامنځته کوي."
هممهاله د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګیې شویګو هم له انټرفاکس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او تاجکستان د پولې وضعیت د جمعي امنیت تړون سازمان د ټولو غړو هېوادونو امنیت اغېزمنوي.
خو د طالبانو حکومت بیا وايي چې د "افغانستان او همسایه هېوادونو ترمنځ پولو کې کلک امنیتي تدابیر او پلانونه شته" او دا چې له دې اړخه اندېښنې بې ځایه دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بيبيسي ته ویلي، چې له تاجکستاني اړخ سره د پولو امنیت په تړاو "افهام و تفهیم" لري، "دا چې پخوا دغه لارې د قاچاقبرو د تګ راتګ لارې پاتې شوې دي، طبعآ کله کله د قاچاق هڅې کېږي، خو دا په دې معنا نه ده، چې دا پولې ناامنه دي یا زیان اوښتی، بلکې په مراتبو امن شوې دي او ښه هماهنګي منځ ته راغلې ده."
هغه زیاته کړه چې "د تشویشونو پر ځای باید دغه مثبت تعامل پام کې ونیول شي، او همکاري زیاته شي. موږ ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ضرر نه پېښېږي."
جنرال سردیوکوف دا څرګندونې پنجشنبه ۲۰۲۵ کال کې د سيایسټياو د روزنیزو پلانونو د تطبیق او روان کال لپاره د پلانونو په تړاو خبرې غونډې ته د مالوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.
د جمعي امنیت تړون سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره د ۱۹۹۲ کال د می پر ۱۵مه تاشکند کې د کوربه ازبکستان، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او تاجکستان د مشرانو لخوا د ډلهییز امنیت تړون د لاسلیکېدو پایله کې رامنځ ته شو.
یو کال وروسته اذربایجان، بېلاروس او ګرجستان هم له دغه سازمان سره یوځای شول.
که څه هم ازبکستان، ګرجستان او اذربایجان وروسته لاره ترې جلا کړه، خو روسيه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړیتوب ته دوام ورکړی.
د دغه سازمان لخوا له افغانستانه د امنیت اندېښنه داسې مهال شریکېږي، چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې ته څېرمه سیمو کې د څو امنیتي پېښو رپوټونه ورکړل شول.
لږترلږه دوو بریدونو کې چې ویل کېدل د افغانستان له خاورې شوي، پینځه چیني وګړي، چې پولې ته نږدې یې د تاجکستان په کانونو کې کار کاوه، ووژل شول.
دا پېښې د دې لامل شوې تاجکستان له روسيې څخه له افغانستان سره د خپلې پولې د امنيت ساتلو کې "مرسته" وغواړي.
کابل هغه مهال ویلي وو، په دغو پېښو کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي."
طالبانو حکومت بهرنيو چارو امير خان متقي هم د تاجکستان له بهرنیو چاروز وزير سراج الدين مهرالدین سره په تلېفوني خبرو کې ویلي وو چې "د سرحدي امنيت، ګډو پلټنو او هر ډول همغږۍ پياوړتيا ته بشپړ چمتو دی او د شريرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات يوه بېړنۍ اړتيا ګڼي."
تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني، خو دواړو خواو په دې وروستيو کې راشه درشه او د پخوانیو نسبتآ ترینګلو اړیکو د رغولو هڅې ډېرې کړې دي.
د طالبانو حکومت پنجشنبه (د فبرورۍ ۱۲مه) هم د ښاغلي متقي او په کابل کې د تاجکستان د سفیر ترمنځ د لیدو خبر ورکړ.
په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي متقي ویلي، "هېڅوک نشي کولای چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې او د باور فضا زیانمنه کړي،" او دا چې دوی له "تاجکستان سره د اړیکو لا زیاتې پراختیا" ته ژمن دي.
په دې اعلامیه کې د تاجکستان د سفیر سعدي شریفي له خولې هم ویل شوي، چې هېواد یې "په ګډه پوله کې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لیدلوري په درلودلو سره مهمې اقتصادي برنامې او پروژې لري، او کابل سره د ښه نیت او شته واقعیتونو پر اساس د اړیکو پراختیا غواړي."
په دوشنبه کې د افغانستان سفارت چارې اوس هم د پخواني افغان حکومت د سفير له خوا اداره کېږي خو په خروغ کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو حکومت ته سپارل شوې ده.
د یادونې ده چې د جمعي امنیت تړون سازمان له غړو ور هاخوا د افغانستان له نږدې ګاونډو پاکستان، چین او ایران رانیولې د ملګرو ملتونو تر امنیت شورا، ناټو او امریکا پورې بېلابېلو خواو پخوا هم په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بېلابیلو بهرنیو وسله والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې شریکې کړې او دا یې ټولې سیمې او نړۍ ته خطر بللی دی.
خو د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ او خپلسرې ډله نشته او دا چې د افغانستان خاوره د هېچا خلاف نه کارول کېږي.