بنګله دېش ټولټاکنې: ملي ګوند لومړنیو ټاکنو کې لوی اکثریت ګټلی

بنګله دېش

د عکس سرچینه، AFP

د لوستلو وخت: 4 دقیقې

بنګله‌دېش ملي ګوند په لومړیو ټاکنو کې د لوی اکثریت بریا ترلاسه کړه، دا لومړي ټاکنې دي چې د زي نسل له پاڅون وروسته ترسره کېږي.

دا ټاکنلې په ۲۰۲۴ کال کې د محصلینو په مشرتابه د لاریونونو پایله کې د مخکینۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له ګوښه کېدو وروسته لومړی ځل ترسره شوې.

په دې ټاکنو کې له ۲۰۰۰ زیات نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ ټاکل شویو څوکیو لپاره سیالي کوي، خو د شیخ حسینې د عوامي لیګ ګوند هېڅ نوماند پکې نشته، ځکه دغه ګوند ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

بنګله دېش کې د ټولټاکنو رایو شمېرنې بهیر داسې حال کې روان دی، چې د رپوټونو له مخې لومړني تمایلات ښيي، چې بنګله دېش نېشنل ګوند (بي این پي) مخکښ دی او جماعت اسلامي ګوند دویم ځای لري.

بي این پي د مخکینۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا ګوند دی، چې د هغې له مړینې وروسته یې زوی طارق رحمان د ګوند اصلي مشر بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د رایو شمېرنه روانه ده، سیاسي ګوندونو د درغلیو تورونه لګولي دي نېشنل سټیزن ګوند (این سي پي) چې د ځوانانو د هغه خوځښت استازیتوب کوي چې موخه یې په ۲۰۲۴ کال کې د شیخ حسینه لېرې کول و، ادعا کړې چې د ټاکنو پایلو کې لاسوهنه شوې.

د مخکینۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی طارق رحمان د بي این پي ګوند اصلي مشر بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Syed Mahamudur Rahman/NurPhoto via Getty

د عکس تشریح، د مخکینۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی طارق رحمان د بي این پي ګوند اصلي مشر بلل کېږي.

شیخ حسینه د ۱۵ کلونو واکمنۍ پای کې له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو د لاریونیانو پر ضد سخت ځپونکي عملیات وکړل او سلګونه کسان ووژل شول، له هېواده ووتله.

په دې ټاکنو کې د منځلاري ښي اړخي بنګله دېش نېشنل ګوند (بي این پي) او جماعت اسلامي ګوند په مشرتابه ائتلاف تر منځ سیالي روانه ده.

دغه ګوند له هغه ګوند سره ټلواله رامنځته کړې، چې د محصلینو د پاڅون له غورځنګه رامنځته شوی.

تمه کېږي، چې پایلې به د جمعې پر ورځ اعلان شي او رایې ورکوونکي هیله لري چې هېواد به یې بېرته دیموکراسۍ ته وګرځي.

دا لومړی ځل دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په بنګله دېش کې د ټاکنو پایله په ډاډ سره نه شي اټکل کېدای. پر تېرو ټاکنو پراخې نیوکې شوې وې او ویل کېدل چې د شیخ حسینې په ګټه په منظم ډول درغلۍ پکې شوې وې.

بنګله دېش محکمې شیخ حسینه په غیاب کې د ۱۸ میاشتې مخکینیو مظاهره کوونکو پر ضد د سختو عملیاتو د امر ورکولو له امله مجرمه وبلله او د اعدام په سزا یې محکومه کړه.

د ملګرو ملتونو په وینا په هغو عملیاتو کې تر ۱۴۰۰ پورې مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

په ګوپال ګنج سیمه کې چې د عوامي لیګ ګوند کلک مرکز بلل کېده، په سختۍ سره د رایو په مرکزونو کې رایې ورکوونکي ترسترګو کېدل.
د عکس تشریح، په ګوپال ګنج سیمه کې چې د عوامي لیګ ګوند کلک مرکز بلل کېده، په سختۍ سره د رایو په مرکزونو کې رایې ورکوونکي ترسترګو کېدل.

حسینه اوس په هند کې جلاوطنه ده، هلته یې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د ټاکنو مشروعیت په هکله یې پوښتنې راپورته کړې دي.

په ټاکنو کې د هغې د عوامي لیګ له مخنیوي سره داسې پوښتنې راپورته شوې، چې ایا دغه ټاکنې رښتیا هم ازادې او عادلانه بلل کېدای شي که نه، خو له څو کلونو وروسته لومړی ځل هلته رایې ورکوونکو بي ‌بي‌ سي ته ویلي چې دوی داسې احساس کوي لکه اوس رښتینی انتخاب لري.

له ۱۲۰ میلیونو څخه ډېر کسان د رایې ورکولو وړ وو، چې نږدې له هرو لسو کسانو یې څلورو تر ۳۷ کلونو کم عمر درلود.

رایې ورکوونکو دغه راز د اساسي قانون د بدلون په تړاو په یوه ټولپوښتنه کې هم برخه واخیسته. دغه بدلونونه د موقت حکومت لخوا وړاندیز شوي، هغه حکومت چې د شیخ حسینه له لېرې کېدو وروسته واک ته ورسېد.

موقت حکومت ویلي چې دا بدلونونه د هغه څه د اصلاح لپاره دي چې دوی یې ''په بشپړه توګه مات شوی سیاسي نظام'' بولي، او هدف یې دا دی چې په هېواد کې سیاسي ثبات او رښتینې دیموکراسي ټینګه شي.

جماعت اسلامي او بي این پي دواړو ګوندونو له خپلو انتخابي کارکوونکو غوښتي، چې د رایو شمېر بشپړېدو ترمهاله د رایو له مرکزونو و نه وځي.

د عکس سرچینه، Bangladesh Jamaat-e-Islami

د عکس تشریح، جماعت اسلامي او بي این پي دواړو ګوندونو له خپلو انتخابي کارکوونکو غوښتي، چې د رایو شمېر بشپړېدو ترمهاله د رایو له مرکزونو و نه وځي.

د خالده ضیا زوی رحمان، چې د بنګله دېش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه، د موروثي سیاستونو محصول بلل کېږي، هغه ډول سیاست چې ډېر اصلاح غوښتونکي غواړي بدلون پکې راشي. ضیا خپله هم هغه مهال واک ته ورسېده چې مېړه یې، پخوانی ولسمشر ضیا الرحمان په پوځي کودتا کې ووژل شو.

بي این پي، چې له اوږدې مودې راهیسې له عوامي لیګ سره سیالي کوي او جماعت اسلامي، دواړه ګوندونه د بنګله دېش په سیاست کې اوږده مخینه لري او دغه دواړه ګوندونه له نورو سیاسي مخالفینو سره یو ځای، د شیخ حسینې د اوږدې واکمنۍ پر مهال سخت ځپل شوي وو.

رحمان، چې د حسینې د واکمنۍ پر مهال په لندن کې اوسېد، ښايي د صدراعظمۍ لپاره مخکښ نوماند وګڼل شي، خو تمه کېږي چې جماعت اسلامي به هم جدي سیالي وکړي.

په ۱۹۹۰ مو کلونو کې او دغاه راز د ۲۰۰۰ مو کلونو پیل کې سره له دې چې بنګله دېش په اساسي قانون کې یو سیکولر دولت بلل کېږي، جماعت اسلامي په هغه ائتلاف کې کمزوری شریک پاتې شوی چې مشري یې بي این پي کوله.