کرېکټ نړيوال جام: پاکستان ولې بېرته له هند سره سيالۍ ته زړه ښه کړ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د کرېکټ شل اوريز نړیوال جام کې د هند پر وړاندې په سيالۍ کې ګډون وکړي. نوموړي ويلي، دا پرېکړه د "دوستو هېوادونو" په غوښتنه شوې ده.
له دې وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د کرېکټ نړيوالې شورا د استازو او د بنلګه دېش کرېکټ بورډ تر منځ د لوړې کچې خبرو د پايلو په اړه شهباز شريف ته معلومات ورکړي وو.
د پاکستان حکومت له خوا په خپاره شوي بيان کې راغلي چې د بنګله دېش کرېکت بورډ تر څنګ د شري لنکا، متحده عرب اماراتو او نورو غړو هېوادونو په غوښتنه یې دا پرېکړه کړې ده.
اعلامیه وايي، "د دوستو هېوادونو د غوښتنې په پام کې نيولو سره د پاکستان حکومت خپلې لوبډلې ته لارښوونه کړې چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ټاکل شوې لوبې لپاره لوبغالي ته ښکته شي".
د اعلاميې له مخې، "دا پرېکړه د کرېکټ د روحيې ساتنې او په تولو ګډون کوونکو هېوادونو کې د دې نړيوالې لوبې د دوام د ملاتر په موخه شوې ده".
د يادولو وړ ده چې دغه مسئله هغه مهال پيل شوه کله چې بنګله دېش د امنیتي اندېښنو له مخې هند ته د خپلې لوبډلې له لېږلو انکار وکړ او له نړيوالې شورا یې وغوښتل چې د دوی سیالۍ دې شري لنکا ته ولېږدول شي خو دا غوښتنه د نړيوالې شورا له خوا رد شوه. وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په نړيوال جام کې ګډون کوي خو د فبرورۍ پر ۱۵مه له هند سره سيالي نه کوي.
د پاکستان لومړي وزير وروسته وويل چې دا پرېکړه د بنګله دېش په ملاتړ شوې ده.
د کرېکټ نړيوال جام سیالۍ چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او شري لنکا کې پیل شوې د مارچ تر اتمې نېټې به داوم وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مهالوېش له مخې د هند او پاکستان تر منځ سيالي د فبرورۍ پر ۱۵ په شري لنکا کې ترسره کېږي.
بل پلو د کرېکټ نړيوالې شورا ويلي چې بنګله دېش به په شل اوریز نړيوال جام کې د ګدون نه کولو له کبله نه جريمه کېږي او که د بنګله دېش کرېکټ بورډ وغواړي د شخړو د حل کمېټې ته مراجعه کولی شي.
د کرېکټ نړيواله شورا وايي د پاکستان او بنګله دېش کرېکت بورډونو سره یې د شل اوریز نړيوال جام د مسئلو په ګډون رغنده خبرې کړې دي.
د کرېکټ نړيوالې شورا د اعلاميې له مخې په شل اوريز نړيوال جام کې د بنګله دېش نه ګډون په پام کې نيول شوی او دا منل شوې چې دوي د لوبې په پراختيا کې د پام وړ رول لوبولی دی.
د کرېکټ نړيوالې شورا د بنګله دېش کرېکټ سره د خپل تلپاتې ملاتړ ډاډ ورکړی چې په شل اوریز نړيوال جام کې نه ګډون به په دې هېواد کې پر کرېکت اغېز ونه کړي.




















