د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ډېر لوبغاړي په منځني ختیځ کې د جګړې او کورنيو ستونزو له کبله له لوبې تېر شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي د منځني ختیځ د جګړې، شخصي ستونزو او ټپي کېدو له کبله د ملي ټيم له تمرينونو تېر شوی او په راتلونکو دوو لوبو کې د میانمار او سوريې پر وړاندې ګډون نه کوي.
دا په داسې کې ده چې د اسيا د فوټبال کنفدراسيون په تائيد سره ټاکل شوې د ۱۴۰۵ کال د وري پر شپږمه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ميانمار د ينګون ښار په توونا لوبغالي کې د ميانمار د ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون په اعلاميه کې راغلې، "د افغانستان فوټبال ملي لوبډله کې د راتلونکو لوبو لپاره د ميانمار او سوريې پر وړاندې ټول هغه لوبغاړي چې شرايط یې پوره کړي وو د کورنيو او بهرنيو لوبغاړو په ګډون، په رسمي ډول ملي لوبډلې ته رابلل شوي وو".
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، له بده مرغه یو شمېر لوبغاړو د بېلابېلو دلايلو له کبله له ګډونه انکار کړی چې لاملونه یې په لاندې ډول بيان کړي دي:
- حبیب الله عسکر د کورنیو ستونزو له امله ګډون نه کوي.
- اویس عزیزی د افغانستان فوټبال ملي لوبډله کې له ګډونه تېر شوی.
- عبدانجم حیدري په منځني ختیځ کې د امنیتي ستونزو له امله له ملي لوبډلې تېر شوی.
- محمد نعیم رحیمي په منځني ختیځ کې د امنیتي ستونزو له امله له ملي ټیم څخه تېر شوی.
- جبار شرزه په منځني ختیځ کې د امنیتي ستونزو له امله له ملي ټیم څخه تېر شوی.
- فیصل احمد حمیدي د کورنیو ستونزو له امله.
- جمشید اچکزی په کلب کې د ټپي کېدو له کبله.
- عمید ارزو په کلب کې د ټپي کېدو له امله.
- توفیق سکندري د خپل کلب اړوند ستونزو له امله څو ځله له ملي لوبډلې تېر شوی دی.
- رامین ساپی د کورنیو ستونزو له امله.
یاد بنسټ ادعا کړې چې دغو لوبغاړو "په پيل کې منلې وه چې چمتو دي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره د میانمار او سوريې پر وړاندې ولوبېږي خو په وروستۍ شېبه کې له خپلې پرېکړې واوښتل."
د افغانستان د فوټبال فدراسيون زياته کړې چې "د لوبغاړو د فردي شرايطو په درک کولو سره ټينګار کوي چې په ملي لوبډله کې ګډون یو ملي مسئوليت او د هر لوبغاړی لپاره لوی ویاړ دی او تمه کېږی چې ټول لوبغاړي په داسې حالاتو کې خپلې ملي لوبډلې ته لومړيتوب ورکړي".
یاده اداره وايي، د افغانستان د ملي لوبډلې نوي روزونکي خوزه انتونيو نوګيرا د دې موضوع په تړاو ويلي، "د راتلونکو دوو لوبو له ترسره کېدو وروسته به موږ خپله پاملرنه تر ډېره د افغانستان پر کورنيو لوبغاړو راټوله کړو. زموږ پلان دا دی چې په راتلونکي کې د ملي لوبډلې ډېر جوړښت د هېواد له وړتيا لرونکو کورنيو لوبغاړو وټاکل شي، چې یوه هڅانده، ژمنه او د لاسرسي وړ لوبډله رامنځته شي".
د افغانستان د فوټبال فدراسيون ډاډ ورکړی چې د ملي لوبډلې د پياوړتيا او بياجوړونې بهير په جدي ډول روان دی او راتلونکې پرېکړې به د هېواد د فوټبال د اوږدمهاله ګټو په موخه ونيول شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام د لومړي پړاو سياليو په اي ګروپ کې له پاکستان، سوريې او ميانمار سره وه. لومړۍ لوبه یې ميانمار ته وبايلله، دوه ځله یې له پاکستان سره مساوي کړه او د سوريې پر وړاندې یې هم ماته وخوړه. په ګروپ د کافي نومرو په نه لرلو سره د اسیا جام ملتونو ته له رسېدو پاتې شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړيوال فدراسيون (فیفا) په لست کې د نړۍ په کچه ۱۶۲ او په اسیا کې ۳۱ ځای لري.





















