افغانستان کې د نوي ښونیز کال پیل: د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستې څه هیله نشته

کابل کې مراسم
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پلازمېنه کابل د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو د افغانستان سړو سیمو کې د نوي ښونیز کال رسمي پیل اعلان کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال تیار شوی خو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستل کېدا څه هیله یې ونه ښوده.

شیراحمد حقاني دغو مراسمو کې وویل"اسلامي امارت په هېواد کې د ښوونې او روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی." د طالبانو حکومت د ناسازه چاپېریال په پلمه ټول هېواد کې د نجونو له شپږمو ټولګیو پورته زده کړې تر "امرثاني" ځنډولې دي.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، حکومت یې د پوهنې په برخه کې " د درسي کتابونو او د اړتیا وړ امکاناتو تیارولو لپاره پراخې هلې ځلې کوي. ښاغلي حنفي هم د تړلو ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدا اړوند څه ونه ویل.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د لمریز ۱۴۰۵ښونیز کال له پیل سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق( یونسیف) د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو دروازې پرانیزي. د سوېلي اسیا لپاره د دغه ادارې مشر سنجي وېجسېکره پر خپله اېکس پاڼه لیکلي " د ښوونځیو پیل باید د هر ماشوم لپاره له ځان سره هیله ولري. په افغانستان کې نجونو ډېر زیات انتظار کړی دی. اوس د دې وخت دی چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي؛ ځکه چې هیله، عزت او روښانه راتلونکی له زده کړې پیلېږي."

د راپورونو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ښوونځیو ته د نجونو نوملیکنه نژدې اووه میلیونه وه او دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې شپږ میلیونو ته ټېته شوې وه.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نجونو پر ثانوي او ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې د هغوی پر لوړو زده کړو تر امر ثاني بندیز ولګاوه او تر دې دمه دا بندیز لا هم پلی دی. سره له دې چې د طالب مشرانو ترمنځ د نجونو د زده کړو په تړاو د نظر جلاوالی شته خو لا هم د دغه څه پلوي مشران یې پر دې نه دي توانېدلي چې دا محدودیتونه لرې کړي.

د نوي ښونیز کال د پیل مراسمو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت‌الله وصیل ویل" په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون نوي زده‌کوونکي د هېواد په ښوونځیو او مدرسو کې شامل شوي دي." دې شمېر کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې نشته.