ایا ایراني توغندي اروپا ته رسېدلی شي؟

د عکس سرچینه، Photo by Eyad Baba / AFP via Getty Images
- Author, نیک اېریکسن
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د هند په سمندر د "ډیګو ګارسیا" ټاپو کې د بریتانیا او متحده ایالاتو ګډې پوځي اډې ته د تهران له لوري د لیرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو توغول، په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمالي پراخېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
که څه هم دا توغندي "پخپلو ټاکل شویو موخو نه دي لګېدلي"، خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دې کچه واټن ویشتونکي توغندي کارول کېږي.
تهران تر اوسه په رسمي ډول د دې توغندیو توغول نه دي تایید کړي، او ایراني رسنیو یوازې د بهرنیو رسنیو راپورونه نقل کړي دي.
کارپوهان د دې برید پایلې څېړي چې "خپلې موخې یې نه دي ترلاسه کړي" او دا چې دا برید د راتلونکو موخو د دایرې د پراخېدو لپاره څه معنا لرلی شي.
دې ترڅ کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا د برلین، پاریس او لندن په څېر اروپايي پلازمېنې په راتلونکي کې د ایران د توغندیو نښه ده که نه؟
د بریتانیا حکومت یوه وزیر وویل، داسې هیڅ "ارزونې نشته" چې د اسرائیل د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې ایران لندن ته د رسېدو جوګه لیرې واټن ویشتونکي توغندي ولري.

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي فارسي څانګې غونچه حبیبي زاد وايي، د ایران د توغندیو پروګرام له کلونو راهیسې تر نړیوال څارن لاندې دی. تهران ټینګار کوي چې د توغندیو پراختیا یې د دفاع او مخنیوي په اډانه کې ده، خو ګوتنیونکي بیا پر دې باور دي چې په لیرې واټن ویشتونکو توغندیو کې پرمختګ د سیمې د امنیتي وړتیاو پر انډول اغېزه کولی شي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې لا یوه میاشت نه ده تیره شوې چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اندېښنو د حل لپاره خبرې اترې روانې وې، او تمه کېده چې نور پړاوونه به هم ترسره شي، خو تر هغه وړاندې اسرائیلو او متحده ایالاتو خپل وروستی برید ترسره کړ.
د چاګوس ټاپوګان، چې ډیګو ګارسیا ټاپو هم په کې دی او د امریکا او بریتانیا ګډه پوځي اډه پکې موقعیت لري، له ایرانه شاوخوا ۳۸۰۰ کیلومتره لرې پراته دي.
وال سټریټ ژورنال او سي این این د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي د بالستیک توغندیو د توغولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هیڅ یو توغندی هدف ته نه دی رسیدلی. راپورونه وايي چې یو توغندی د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شو، او بل هغه یې د امریکايي جنګي بېړۍ لخوا ونیول شنډ شو.
بي بي سي ارزولې چې دا معلومات کره دي.

تر دې پېښې وروسته، د اسرائیلو پوځ وویل چې په اروپا، اسیا او افریقا کې ډېر ښارونه اوس د ایران د توغندیو په واټن کې دي. دوی زیاته کړه چې تېر کال یې خبرداری ورکړی و چې تهران د لا لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د جوړولو هڅه کوي.
د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز ایال زمیر، په هغه ویډیو کې چې د چاګوس ټاپوګانو ته د توغندیو له توغولو وروسته خپره شوه، وویل چې ایران دوه پړاوییز بالستیک توغندی توغولی چې واټن یې شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومترو ته رسېږي. د هغه په وینا، دا واټن د برلین، پاریس او روم په څېر اروپايي پلازمېنې د ګواښ په سیمه کې راولي.
بلخوا، پوځي کارپوه او د بریتانیا د ګډو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سر ریچارډ بارونز بي بي سي ته وویل، دې پرمختګونو د ایران د توغندیو د واټن په اړه د اټکلونو بیا ارزونې ته لاره هواره کړې ده. هغه زیاته کړه: "پخوا داسې انګېرل کېده چې د ایران د توغندیو واټن شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره دی، په داسې حال کې چې تر ډیګو ګارسیا پورې واټن شاوخوا ۳۸۰۰ کیلومتره دی."
تر اوسه ایران ویل چې دوی د خپل بالستیک توغندیو د واټن لپاره په خپله خوښه یو حد ټاکلی، چې له ۱۲۴۰ میله (۲۰۰۰ کیلومتره) زیاتېږي. د دې معنا دا وه چې اسرائیل د ایران د توغندیو په واټن کې و، خو اروپا ترې بهر پاتې وه.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې دا پرېکړه یو سیاسي غوراوی و، نه د توغندیو په جوړولو کې د تخنیکي محدودیتونو پایله. هغه زیاته کړې وه چې دا پریکړه د پوځي قومندانانو او سپاه پاسداران له مخالفت سره سره شوې وه. د هغه وخت د راپورونو له مخې، موخه دا وه چې پر اسرائیل د برید وړتیا وساتل شي خو اروپا ونه پارول شي.
تېر کال په سپتمبر کې، یوه ایراني استازي دولتي ټلویزیون ته وویل چې سپاه پاسداران په بریالیتوب سره د یوې لوی وچې ویشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی، خو د توغندي د واټن په اړه یې ډېر معلومات ورنه کړل.
ایراني توغندي تر کومه ځایه رسیدلی شي؟

د عکس سرچینه، Shomos Uddin via Getty Images
امریکايي چارواکو تل ویلي چې د ایران فضايي پروګرام تهران ته د داسې ټیکنالوژۍ د پراختیا موکه ورکړې چې د براعظم ویشتونکو بالستیک توغندیو په جوړولو کې کارول کېدلی شي. ځینې شنونکي له دې ارزونې سره همغږي دي.
په لندن کې د "رویال یونایټډ سروسیز انسټیټیوټ" پخوانۍ مشرې ډاکټرې کارین فون هیپل بي بي سي ته وویل: "که وانګېرو چې توغندي ډیګو ګارسیا ته رسیدلي وي... نو ایرانیان د داسې لو واټن ویشتونکو توغندیو په جوړولو هم بوخت دي چې واټن یې ۱۰ زره کیلومترو ته رسېدلی شي، که څه هم موږ تر اوسه د هغوی عملي کارونه نه ده لیدلې."
دا پر دې معنا ده چې له ایرانه توغول شوي توغندي په تیوریکي ډول د متحده ایالاتو خاورې ته هم رسېدلی شي.
کتونکي پر دې باور دي چې د هند په سمندر کې د برید هڅې ښيي چې د توغندیو پر واټن د ایران لخوا لګول شوی پخوانی حد نور له منځه تللی دی.
خو ځینې بیا شک لري چې دا توغندي دې هدف ته د رسېدو وړتیا ولري، ان که مخه یې هم ونه نیول شي. د بریتانیا د هستوګنې وزیر سټیو ریډ بي بي سي ته وویل: "داسې کومه ځانګړې ارزونه نشته چې وښيي ایران بریتانیا په نښه کوي، یا دا چې که وغواړي نو دا وړتیا لري."

د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images
په دې اړه هم پوښتنې شته چې ایا ایران په حقیقت کې د لیرې واټن بریدونو لپاره اړینه عملیاتي ټیکنالوژي، لکه په اوږده واټن کې د توغندیو لارښود او کنټرول، تر لاسه کړې ده که نه.
ځینې شنونکي پر دې باور دي چې دا ګام یو رواني اړخ هم لري. تهران ښايي د هدفونو ویشتلو نیت نه درلود، دا چې غوښتل یې د خپلې وړتیا ښودلو له لارې یو روښانه پیغام واستوي.
د اسرائیلو د پوځ پخواني استخباراتي افسر ډاني سیټرینوویچ وویل: "دا پر دې معنا نه ده چې دوی به سبا پر لندن یا پاریس برید وکړي، خو دا د دوی لپاره د مخنیوي ځواک پیاوړي کولو یو بل عنصر دی."
ځینې کتونکي پر دې باور دي چې د هند سمندر پېښې ته د اسرائیلو غبرګون د پراخ ملاتړ ترلاسه کولو د یوې هڅې په توګه هم تعبیرېدلی شي.
په اروپا کې د ناټو پخواني مرستیال قومندان جنرال سر ریچارډ شیریف بي بي سي ته وویل: "طبیعي ده چې اسرائیل دا ډول خبرې وکړي، ځکه د هغوی په ګټه ده چې د جګړې لمن پراخه کړي او د امریکا او اسرائیلو ترڅنګ نور هېوادونه هم په کې ښکېل کړي. باید محتاط واوسو او مقاومت یې وکړو."

















