د ډالر پر وړاندې افغانۍ نږدې ۱۰سلنه لوړه شوې خو دا پایېدونکی ارزښت دی؟

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت کې مرکزي بانک "د افغانستان بانک" ویلي، په تېر لمریز کال د مالي او بانکي سیسټمونو د پیاوړي کولو تر څنګ، توانېدلي، چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت نژدې لس سلنه لوړ کړي. دغه راز د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم د افغانۍ ارزښت تر ډېره ثابت ساتل شوی دی.

دغه بانک وړاندې تر دې ویلي و، نوي بانکنوټونه یې چاپ کړي او سلګونه میلیونه زاړه او له کاره لوېدلي هغه یې سوځولي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان بانک د "محتاطانه" تګلارو له مخې، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو نور لاملونه داسې په ګوته کړل: "د نغدو پیسو د سم مدیریت، د انفلاسیون د کنټرول او د اسعارو د بازار د تنظیم په پایله کې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ ثبات درلود."

د اقتصادي چارو شنونکو په وینا په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په د هېواد سوېل او ختیځ کې، پاکستانۍ کلدارې په ورځنیو معاملو کې په پراخه کچه کارول کېدلې، خو اوس په ټول هېواد کې افغانۍ د ورځنیو معاملو یوازېنۍ وسیله ده. دغه راز افغانیو ته تقاضا ډېره شوې چې دا هم د افغانۍ بانکنوټونو کمښت لامل شوی او له هغه ځایه چې نوي بانکنوټونه نه چاپېږي، د افغانۍ عرضه محدوده پاتې شوې او همدې کمښت د پیسو ارزښت لوړ کړی دی.

په ۱۳۸۴ لمریز کال کې چې نوي بانکنوټونه معرفي شول، یو امریکايي ډالر د ۴۸ افغانیو په بدل کې په پام کې ونیول شو. له لسو کلونو وروسته، په ۱۳۹۴ کال کې یو ډالر ۵۷ افغانیو ته ورسېد او اوس مهال ۱۴۰۵ کال په وري (حمل) میاشت کې ۶۳ افغانیو ته رسېدلی دی. دا بیه د وروستي افغان جمهوریت تر پرځېدو وروسته ۱۳۰ افغانیو ته هم رسېدلې وه.

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د افغانستان بانک مخکېنی مرستیال خان افضل هډه وال په اند د افغانیو اوسنی نرخ تر ډېره مصنوعي دی، ښاغلي هډه وال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "د افغانیو نرخ مصنوعي دی او نرخ یې د افغانستان بانک په لاس کې دی او هغوی یې ټاکيٍ. دا نرخ د مارکېټ د حالت پر بنسټ نه دی، چې په مارکېټ کې تجارت واوسي او یا افغانستان خپل تولید ولري. یا لکه نورو هېوادونو ته ورته قوي مالي نظام ولري."

د اقتصاد برخې شنونکو په اند، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د ګاونډیو هېوادونو یا هغو هېوادونو چې د دوی سوداګریز ملګري دي، باید د پیسو ارزښت یې ترې لوړ وي.

رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳.۹ میلیارده ډالرو ته رسېدل. صادرات ۱.۸ میلیارده ډالره وو خو واردات تر ۱۲.۱ میلیارده ډالرو اوښتي وو.

نړیوال بانک هم په ۲۰۲۵ کال کې ویلي و، د افغانۍ پیاوړتیا د دې لامل شوې چې بهرني توکي ارزانه شي او په وارداتو تکیه زیاته شي، چې دا کار د سوداګریز انډول نابرابري زیاتوي.

د ښاغلي هډه وال په وینا، وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره هڅه کېده چې بازار ته ډالر وړاندې او افغانۍ ترې ټولې شي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د افغانیو ارزښت ډېر ټیټ شو، خو وروسته چې افغانۍ له بازاره راټولېده ورو ورو بېرته خپل حالت ته راغله. "اوس د افغانیو ارزښت لوړ شوی یو اصلي لامل یې دا دی چې نغدې پیسې له افغانستان بانک سره هم محدودې دي، هغه ډول چې باید پیسې چاپ شي نه دي چاپ شوي او له مخې افغانیو ته اړتیا ډېره خو په بازار کې کمې دي. دا حالت به تر هغه دوام کوي چې دوی ډېرو نغدو پیسو ته لاسرسی ومومي، چاپ یې کړي او د بازار اړتیاوې پوره کړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، "له ستونزو او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو" سره سره په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د دغه هېواد سوداګري "غوړېدلې" وه. چې کېدای شي دا هم د افغانیو پر ارزښت مثبته اغېزه لرلي وي.