د اسرائیل اتومي کارځای ته نژدې د ایران توغندیز برید کې ۱۶۰ کسان ټپيان شوي

 په اراد کې مذهبي سخت دریځي یهودان هغه ځای کې لیدل کېږي، چې توغندیز برید پرې شوی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په اراد کې مذهبي سخت دریځي یهودان هغه ځای کې لیدل کېږي، چې توغندیز برید پرې شوی.
    • Author, سیباستیان عشر- یروشلم، ټام بېنیټ او جاروسلاو لوکیف
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسرائیلو د بېړنیو چارو چارواکي وايي، د اسرائیل په دوو سویلي ښارونو کې د ایران توغندیزو په بریدونو کې له ۱۶۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې په وینا یې ځینې یې جدي دي.

دوی وايي، د شنبې په ماښام د بالسټیک توغندیو له لګېدو وروسته، په اراد کې ۸۴ کسان او په دیمونا کې د ۷۸ نورو کسانو درملنه کېږي.

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (ای اې اي اې) وايي، دوی له دیمونا شاوخوا ۱۳ کیلومتره لېرې د اتومي څېړنې تاسیساتو ته د کوم زیان په هکله معلومات نه لري.

د ایران دولتي تلویزیون له دې مخکې ویلي و، بریدونه د شنبې په ورځ د ایران پر نتانز اتومي تاسیساتو د برید په ځواب کې وو. IAEA مسوولین وايي، هلته "له ساحې بهر د وړانګو په کچه کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی".

د ایران بالستیک توغندي د شنبې په ورځ ناوخته د اسرائیلو له پرمختللیو هوايي دفاع سیسټمونو تېر شول او د اسرائیلو په دوو سویلي ښارونو کې یې ودانۍ ولړزولې.

A large Iranian missile shattered apartment blocks in Arad, southern Israel

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سویلي اسرائیل کې یو لوی ایرانی توغندی پر اراد ښارګوټي ولګېد.

په اراد کې ځایي اوسېدونکو وویل، هغه چاودنې چې دوی اورېدلي وې ویرونکې وې. توغندی څو ودانۍ سختې زیانمنې کړې او ژورې کندې یې پریښودې.

د بېړنيو مرستو طبي تخنیک یاکیر تالکار په یوه بیان کې د اراد وضعیت په هکله وویل: "دا یوه ډېره سخته صحنه ده. ډېر ټپیان د بېلابېلو درجو ټپونه لري."

پر نږدې دیمونا ښارګوټی هم ورته توغندی برید شوی. په ټپیانو کې یو لس کلن هلک هم شته، چې ډاکټران د هغه حالت جدي بولي.

اسرائیلي چارواکي اوس پلټنې کوي چې معلومه کړي، څنګه ایراني توغندي د هوایی دفاع له سیسټمونو تېر شول.

د اسرائیلي مدني دفاع چارواکي وايي: ''په دیمونا او اراد دواړو کې د ګواښونو له منځه وړلو لپاره ګوزارونه وشول، خو په نښه کې پاتې راغلل او پایله کې دوه بالسټیک توغندي، چې سلګونه کیلوګرامه سرګلولې هم ورپورې تړلې وې، مخامخ ولګېدل.''

د شیمون پیرس نیګیف اتومي څېړنو مرکز چې په نیګیف دښته کې موقعیت لري، معمولاً په عام ډول د "دیمونا رییکټر" په نوم یادیږي. دا له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلو د اتومي وسلو د نا اعلان شويو زېرمو ساتلو په توګه منل شوی.

A satellite image of the Shimon Peres Negev Nuclear Research Facility, taken in 2020

د عکس سرچینه، Maxar

د عکس تشریح، د شیمون پیرس نیګیف اتومي څېړنو مرکز دا سټیلائټ تصویر په ۲۰۲۰ کې اخیستل شوی.

په رسمي ډول، ویل کېږي چې دا ځای یوازې په څېړنه تمرکز کوي، خو له شاوخوا شپږو لسیزو راهیسې، که هر حکومت په دې هکله د ابهام دریځ ساتلی، خو دا یو پټ راز نه دی چې اسرائیل هلته اتومي بم رامینځته کړی.

دا په دې معانا ده چې اسرائیل په منځني ختیځ کې یوازینی اتومي ځواک دی، نو هر هغه هدف چې په نښه کېږي د اسرائیلو لخوا په خورا جدي توګه اخیستل کېږي.

اسرائیل او امریکا دواړو د اتومي بم جوړولو لپاره د ایران د هر ډول احتمالي ظرفیت له منځه وړل د جګړې د اصلي هدف په توګه ټاکلی دی.

د ایران د اتومي انرژۍ سازمان پر نتانز برید د اتومي وسلو نه خپریدو له تړونه سرغړونه وبلله، که څه هم وايي، چې، "د راډیو اکټېو موادو خپرېدو راپور نه دی ورکړل شوی" او "د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته هیڅ خطر نشته".

نتانز د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو د پیل شوې جګړې په لومړیو ورځو کې په نښه شو او دغه راز د تېرې جون میاشتې ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې هم په نښه شوی و.

د شنبې پر ورځ د نتانز په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) اسرائیلي او نړیوالو رسنیو ته وویل، چې دوی په دې سیمه کې د هوايي بریدونو په هکله معلومات نه لري.