"ډیزل ډیپلوماسي" بنګله دېش، هند ته نږدې کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران تر برید وروسته، په منځني ختیځ کې د پیل شوې جګړې له امله د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر په بنګلهدېش کې هم د سونتوکو کمښت راغلی دی.
په همدې حال کې په هېواد کې د پټرولو پمپونو مخې ته د موټرو اوږده کتارونه لېدل کېږي او خلک شکایت کوي چې له اړتیا وړ تېل نه ورکول کېږي.
په دې منځ کې هند، بنګله دېش ته پنځه زره مېټریک ټنه ډیزل ورکړي دي.
د انرژۍ د کړکېچ له امله بنګلهدېش له هند د نورو۵۰ زره مېټریک ټنه ډیزلو غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه هند ځواب نهدی ورکړی.
د بنګلهدېش له "بياینپي" (بنګله دېش نېشنلسټ ګوند) سره د هند اړیکې په دودیز ډول ښې نهدي، که څه هم د فبرورۍ په میاشت کې د دې ګوند له واک ته رسېدو وروسته یې د مودي حکومت تود هرکلی کړی و.
خو ځینې شنونکي باور لري چې د دې کړکېچ پرمهال باید هند له بنګلهدېش سره د ډیزلو مرسته وکړي، ځکه بنګلهدېش له چین هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
دوی دا هم وايي، چین به د هند په ګاونډ کې د نفوذ لاپیاړوي کولو هېڅ چانس له لاسه ورنهکړي.
له هند او چین دواړو د مرستې غوښتنه شوې

بنګلهدېش هند ته لیک استولی او د ۵۰ زره مېټریک ټنو اضافي ډیزلو غوښتنه یې کړې، څو د انرژۍ له روان کړکېچ سره پرې مقابله وشي. په پلازمېنه ډاکه کې د هند عالي کمېشنر پرانوې کمار ورما د مارچ پر ۱۱مه د بنګلهدېش د برېښنا، انرژۍ او معدني سرچینو له وزیر اقبال حسن محمود یې سره لیدلي وو.
له دې لیدنې وروسته اقبال حسن وویل: "هغوی ویلي، زموږ وړاندیز به وڅېړي او وروسته به پرې پرېکړه وکړي. دا مهال هغوی خپله هم له کړکېچ سره مخامخ دي."
د بنګلهدېش د تېلو دولتي شرکت په وینا، د دوی او د هند د دولتي شرکت ترمنځ تړون شوی چې له مخې یې د چهارشنبې په ورځ پنځه زره ټنه ډیزل بنګلهدېش ته ورسېدل.
په همدې وخت کې بنګلهدېش له چین هم مرسته غوښتې، څو د اوږدمهالو تړونونو له لارې د انرژۍ دوامداره رسیدل یقیني کړي. راپورونه وایي، د حکومت د انرژۍ وزیر او د دولت وزیر په دې وروستیو کې په ډاکه کې د چین له سفیر سره هم لیدلي او پر دې موضوع یې خبرې کړې دي.
اقبال حسن زیاتوي، حکومت د انرژۍ د بدیلو سرچینو د واردولو لپاره له ګڼو هېوادونو سره خبرې روانې کړې دي.
"دا نه ده معلومه چې جګړه به تر کومه وخته روانه وي"
په اوسني وضعیت کې، یوازې بنګلهدېش نه، بلکې د هند نورو ګاونډیو هېوادونو لکه سریلانکا او مالدیف هم د اضافي تېلو غوښتنه کړې ده. هند ویلي، خپلو اړتیاوو او د تېلو موجودیت ته په کتو به پر دغو غوښتنو غور کوي.
په دې وروستیو کې په بنګلهدېش کې داسې حکومت جوړ شوی چې د هند مخالف بلل کېږي. په دې حالت کې سیاسي کړیو دا غوښتنه هم کړې چې هند دې په بنګلهدېش کې د سونتوکو له کمښته ګټه واخلي او د "ډیزل ډیپلوماسي" له لارې دې اضافي مرسته ورکړي، څو اړیکې ورسره ښې شي.
په دې اړه د هند پخواني سکرتر ششانک د بيبيسي خبریال ته ویلي: "د هند تګلاره تل دا وه چې ګاونډیو هېوادونو ته لومړیتوب ورکړي او موږ تر خپلې وسې پورې مرسته کړې ده."
هغه زیاته کړه: "اوس مهال موږ خپله هم نه پوهېږو چې د جګړې پایله به څه وي او دا به تر کومه وخته دوام وکړي. موږ هم د ګاز له کمښت سره مخ یو، په ښارونو کې کتارونه جوړ شوي او په پارلمان کې پوښتنې کېږي. د همدې ټولو خبرو په نظر کې نېولو سره به حکومت پرېکړه کوي."
ششانک وویل: "زما په اند دا پرېکړه به د متقابل باور پر بنسټ وشي. ګاونډیو ته لومړیتوب ورکول زموږ پالیسي ده، خو وروستۍ پرېکړه به د هېواد دننه وضعیت ته په کتو کېږي."

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
یوازې "ډیزل ډیپلوماسي" بسنه نه کوي
د کوټیلیا د عامه پالیسۍ پوهنځي کې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو چارو مرستیاله استاده ډاکټر کانیکا راکهرا وایي: "د شیخ حسینه حکومت له لېرې کېدو او هغې ته په هند کې د پناه ورکولو وروسته، په بنګلهدېش کې د هند ضد احساسات ډېر زیات شوي دي."
د ډاکټر کانیکا په وینا، د دغو احساساتو د کمولو یوه لاره "ډیزل ډیپلوماسي" کېدلی شي. هغه وایي: "ګاونډیو هېوادونو ته لومړیتوب ورکول د هند پخوانۍ تګلاره ده. هند بنګلهدېش ته ډیزل ورکړي او ښايي په راتلونکې کې یې هم ورکړي، خو دا یوازینۍ ستراتیژي نهشي کېدی."
هغې زیاته کړه: "یوازې د مارچ په میاشت کې د بنګلهدېش د پوځي استخباراتو پلاوي سفر کړی و. سربېره پردې، د هند او بنګلهدېش د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ هم لیدنه شوې ده. دا ښيي چې د پردې تر شا خبرې روانې دي. په داسې حال کې دا فکر کول چې هند به د تېلو په کړکېچ کې مرسته وکړي او اړیکې به سمدستي ښې شي، یوه ماشومانه خبره ده."
که بنګلهدېش ته د چین مرسته ورسېږي، ایا هغه به د چین لور ته لا زیات مایل نهشي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر کانیکا وویل: "بنګلهدېش یو خپلواک هېواد دی او د خپلو اړتیاوو او ګټو له مخې پرېکړه کوي. هغوی له چین هم مرسته غوښتې او چین هم د مرستې ژمنه کړې ده. نو موږ باید وګورو چې وضعیت څنګه مخ ته ځي. دا هم مهمه ده چې چین څومره ډیزل برابروي."
هغې زیاته کړه: "ډیزل ډیپلوماسي" په څېر اصطلاحات په خبرونو کې ښه ښکاري، خو په ډیپلوماسۍ کې ډېر اړخونه په پام کې نېول کېږي. له همدې امله زه باور نه لرم چې یوازې د ډیزل ډیپلوماسي به اړیکې ښې کړي."


















