تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د درس شپږم پړاو: 'د تړلو ښوونځیو تیارو او وېره کې د هیلو یو څرک'
- Author, زینب محمدي
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
نرګس (مستعار نوم) څوارلس کلنه ده. هغه وايي، له څو کلونو راهیسې یوه وېرونکي خوب پسې اخیستې وه، د ۱۴۰۴ کال په پسرلي کې د ښوونځي دروازو تړل کېدل، هغه وخت چې د لومړني ښوونځي زده کونکي ښوونځیو ته تلل، خو دا نه شوه تللی.
دا مهال افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي وروسته د زده کړو اجازه نه لري.
نرګس وايي، "هغه ورځ چې ښوونځي پیلېدل، زه په یوه کوټه کې ناسته وم، له خپلې کورنۍ مې پټ او غلي ژړل، ځکه نه مې غوښتل هغوی خپه کړم. خور مې راغله ... هغه هم له څو کلونو راهیسې له دې رنځه ځورېږي، ځکه خو پوهېده چې زه احساس لرم. هغې زه په غېږ کې ونیولم او راته ویې ویل، 'موږ باید هیله مند اوسو او خپلو هڅو ته دوام ورکړو."
نرګس د درس پروګرام یوه اورېدونکې ده، چې د افغان ماشومانو لپاره د بي بي سي نړیوالې څانګې ځینې ښوونیز پروګرام دی. د درس شپږم فصل د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د بي بي سي افغانستان د سپوږمکۍ چینل او د افغانستان لپاره د بي بي سي راډیو له لارې یې خپرېري. د دغه خپرونې په نوي پړاو کې به د انګریزۍ ژبې، ریاضي، ډیجیټلي سواد او ناورین ته د چمتووالي په تړاو درسونه وړاندې شي.
نرګس وايي، د درس پروګرامونو د څارلو له لارې پوه شوې چې "زده کړې یوازې په ښوونځي پورې محدودې نه دي، بلکې کولی شي د درس پروګرام په څېر د ټلویزیون او راډیو او ان خواله رسنیو له لارې زده کړو ته دوام ورکړي او دا د هغې لپاره د وېرونکو تیاره خوبونو په موده کې د هیلو یو څراغ دی چې ورسره مخ شوې ده."
هغه باور لري، دا یوه له هغو بختورو نجونو ده چې کورنۍ یې د زده کړو او تحصیل په برخه کې هڅوي او ملاتړ یې کوي. "هغه فرصت چې په افغانستان کې هره نجلۍ لاسرسی ورته نه لري... زه داسې ملګرې لرم چې د ښوونځیو له تړلو وروسته، اړ شوې واده وکړي."
د هغو نجونو غږ چې ښوونځي ته له تګ محرومې شوي، په وار وار اورېدل شوی دی. ځینې وخت د کورنیو نارینه هم له دې حالته ناخوښه دي او په اړه یې اعترض کوي.
موږ د درس په خپرونه کې له یوه پلاره برېښنالیک ترلاسه کړ. له موږ یې وغوښتل چې که د درس خپرونې ټولې ویډیوګانې په یوه ځای کې راټولې شوې وي، درک یې ورکړو چې خپلو دوو لوڼو ته یې وښيي.
د افغانستان په څېر یوې تړلې ټولنه کې د یوه پلارله خوا د دې پیغام ترلاسه کول ډېر زړه راښوکونکی و. که څه هم یو شمېر نارینه د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړل کېدو چاره کې له ښځو سره همغږي شول او پر خواله رسنیو یې د ښځو په ملاتړ اعتراض کې برخه واخیسته، خو افغان مېرمنې وايي، له هغوی یې د ډېر ځواکمن او ټینګ ملاتړ تمه لرله.
عبدالله (مستعار نوم) د دوو زده کوونکو نجونو پلار دی. هغه د افغانستان په یوه سوېلي ولایت کې اوسېږي.
عبدالله وايي، لوڼو یې تر دویم ټولګي د دوی د ولسوالۍ په یوه کلیوالي بنسټ کې زده کړې کولې، خو هغه بنسټ هم څلور کاله مخکې د طالبانو لخوا وتړل شو. په هغه سیمه کې چې دوی ژوند کوي، بل ښوونځی نشته او اوس د هغه لوڼې او د دوی په سیمه کې زیاتره نورې نجونې د راډیو له لارې د بي بي سي د درس خپرونه څاري.
عبدالله وايي، مېرمن یې هم له خپلو لوڼو سره دا پروګرام څاري او دوی د درس له پروګرامه ډېر څه، په ځانګړي ډول انګریزۍ ژبې او ریاضي کې زده کړي دي.
هغه وايي، د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې مېرمن هم ښوونکې وه، خو د طالبانو له بیا راستنېدو سره پر کور ناسته ده.
اوس د هغه مېرمن د خپلې پخوانۍ تجربې او د درس موادو په کارولو، په خپل کور کې په داوطلبانه او افتخاري ډول د خپلې سیمې نجونو ته درس ورکوي.
هر کال، زرګونه نورې نجونې پر هغو نجونو ور ډېرېږي، چې نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په پیل کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی و، چې په دې شمېر کې څلور سوه زره نورې نجونې هم ور اضافه شوې دي او اوس په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې دي.
هغې تور حجاب اغوستی، چې له سره تر پښو یې پوښلی او یوازې سترګې یې معلومېږي. د هغو نارینه وو پرتله چې له لارې تېرېږي، ونه یا قد یې د هغوی نیمايي ته هم نه رسېږي، دا ښيي چې د ډېر عمر نه ده. خبریال ترې پوښتنه کوي: "غواړې د هېواد نجونو ته څه ووایې؟"
وايي، "دعا کوم چې ښوونځي پرانیستل شي ..." او په یوه درانه اوله درده ډک غږ یې وژړل، خپلې هغه اوښکې پاکوي، چې پرله پسې او په دوامداره توګه بهیږي.
دا یو له هغو ویډیوګانو ده چې په وروستیو کې د افغان کاروونکو ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شوې وه.
په تېرو پنځو کلونو کې، ډېره ځله داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي. په یاد مې، چې تېر کال، یوې زده کوونکې وویل، هغه غواړي په خپلو وروستیو ازموینو کې ناکامه شي، چې وکولی شي بیا ښوونځي ته راشي.
د بي بي سي نړیوالې څانګې، د درس ښوونیزه خپرونه د ۱۴۰۲ کال په پسرلي کې پیل کړه. شپږم فصل یې هم پیل شوی دی. موږ نه شو کولی د ښوونځیو او په ښوونځیو کې د درسونو کې تشه ډکه کړو، خو هڅه کوو چې له ۱۱ تر ۱۶ کلونو پورې ماشومانو لپاره د زده کړو یو څه فرصت برابر کړو.
د خپرونې د اورېدونکو په وینا، "درس د ډېرو لپاره د هیلې یوه کوچنۍ کړکۍ پرانیستې ده." د درس ټلویزیوني خپرونه د سپوږمکۍ او بي بي سي افغانستان راډیو له لارې د افغانستان پر وخت د سهار پر ۱۱:۳۰ بجو خپرېږي او د درسونو بېلابېلې برخې د اونۍ په اوږدو کې د بي بي سي پښتو او بي بي سي دري خواله رسنیو کې موندلی شئ.