اسلاموفوبیا نړيواله ورځ: ملګري ملتونه وايي، د مسلمانانو مذهبي ازادۍ دې وساتل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سميع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
له اسلامه د کرکې مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د مسلمانو له کوربه هېوادونو غوښتي چې مذهبي ازادۍ خوندي او د کرکې وینا پرضد کوټلي ګامونه واخلي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې د مارچ ۱۵مه له اسلامه د کرکې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
ملګري ملتونه وايي، په دې وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه پيل شوې، له مسلمانانو سره توپيري چلند او پرواندې یې کرکه ډېره شوې ده.
په تېرو څو کلونو کې په هالنډ، سویډن او ایټالیا کې په ټاکنو کې د ښي اړخو سخت دریځو سیاسي ګوندونو پرمختګ له اسلام او کډوالو سره د کرکې او توپيري چلند په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.
لندن میشتی دیني عالم سید مستقیم شاه وايي، له مسلمانانو سره توپيري چلند د دوی په ورځني ژوند کې یوه لویه ننګونه ده.
نوموړي وايي، "دا هغه وېره ده چې د ناپوهۍ او ناسم باور له امله رامنځته کېږي چې د مسلمانانو پروړاندې کرکه ډېروي. دلته په بریتانیا کې هم شواهد ښيي چې د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي دي. قران کریم خلکو ته کرکه نه ورزده کوي بلکې د ښې ګوزارې سپارښتنه کوي. زموږ پیغام دا دی چې د کرکې پرځای پوهای او عدالت عام کړی شي ځکه پدې سره یوه ښه ټولنه لرلی شو."
ملګري ملتونه وايي یو شمېر حکومتونو له اسلامه د کرکې مخنیوي لپاره قوانین رامنځته کړي، د مسلمانانو او اسلام په اړه یې د عامه پوهاوي لپاره هم ګامونه اخيستي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د همدې ورځې په مناسبت یوه ویډیويي پيغام کې پر حکومتونو غږ کړی چې د مذهبي ازادۍ خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
نوموړي ویلي مسلمانان لا هم د نورو هېوادونو د ادارو له توپيري چلند، د کډوالۍ له یو اړخیزه کړنلارو، له اقتصادي او ټولنیز محرومیت، بدنامولو او غیرضروري څار سره مخامخ دي.
ښاغلي ګوتېرش د مسلمانو کوربه هېوادونو پر حکومتونو غږ کړی، "حکومتونه باید د کرکې وینا پرضد کوټلي ګامونه واخلي، د نړیوال بشري حقونو قانون له حکمونو سره سم مذهبي ازادي خوندي او له توپيري چلند سره مبارزه وکړي. انلاین رسنۍ باید د کرکې ویناوې او د افرادو د مذهب او عقیدې له امله د زورونې اړوند مطالب له خپلو پاڼو لرې کړي. په کار ده ټول خلک د تعصب، توپيري چلند او له بهرنیانو د کرکې په اړه خپل غږ پورته کړي."
انګلنډ کې د اېسېکس پوهنتون د نړیوال بشري قانون پروفیسر احمد شهید له اسلامه د وېرې پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره د قانون پر رول ټينګار کوي: "زما له نظره قوانین ډېر مهم دي. قوانین باید ټول او په مساوي توګه خوندي کړي. دې برخه کې د سیاستوالو ژمنتیا هم مهمه ده. له ټولنو سره د مسلمانانو یو ځای کېدو د مذهبي مشران رول خورا مهم دی. اړتیا ده موږ ټول د کرکې وینا پرضد را پاڅیږو."
ملګرو ملتونو له اسلامه د کرکې مخنیوي نړۍ والې ورځې په اړه خپل پرېکړليک کې بشري حقونو ته په درناوي او د دینونو او عقیدو رنګارنګۍ ته په کتو د یو بل منلو کلتور ته ودې ورکولو لپاره په نړۍواله کچه د ډیالوګ سپارښتنه کړې ده.




















