سي بي اېس: ټرمپ پر ایران د برید د وخت په تړاو مشوره کړې، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د لوړپوړو ملي امنيتي چارواکو له خوا ويل شوي چې امريکايي پوځ د شنبې تر ورځې پورې پر ايران د احتمالي بريد لپاره چمتو دی، خو ولسمشر تر اوسه د بريد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

په امريکا کې د سي بي اېس نیوز ته، چې د بي بي سي شريک رسنيز بنسټ دی، سرچينو ويلي چې د احتمالي عملياتو کره وخت لا نه دی ټاکل شوی او ښايي له شنبې وروسته هم وځنډېږي.

چارواکو سي بي اېس ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ لا هم پر ايران د بريد وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، او په سپینه ماڼۍ کې پر دې موضوع پرلپسې سلا مشورې روانې دي. هلته د دې ګام له خطرونو، احتمالي غبرګون او د بريد له سياسي او پوځي پايلو سره تړلي مسايل ارزول کېږي.

د امریکا دفاع وزارت په راتلونکو درې ورځو کې له منځني ختيځه يو شمېر کارکوونکي په موقت ډول اروپا يا امريکا ته لېږدوي، چې که چېرې عمليات ترسره شي، د ايران د احتمالي ځوابي بريدونو له خطره خوندي پاتې شي.

د سرچينو په وينا، دا اقدام د عادي چمتووالي برخه ده او دا معنا نه لري چې بريد به سملاسي ترسره شي.

د پينټاګون وياند په دې هکله له تبصرې کولو ډډه کړې ده. خو د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ ويلي چې: ''پر ايران د بريد لپاره ګڼ دلايل موجود دي، خو د ولسمشر لومړيتوب تل ديپلوماسي وي.''

هغې دا نه ده روښانه کړې چې ايا کوم احتمالي پوځي اقدام به له اسرائيلو سره په ګډه ترسره کېږي که نه.

ليويټ زياته کړه: ''په جون مياشت کې امريکا د ايران اتومي تاسيسات په نښه کړل او بريالي عمليات يې ترسره کړل.''

هغې وويل: ''د ايران لپاره به غوره وي چې له ولسمشر ټرمپ او د هغه له ادارې سره موافقې او همکارۍ ته غاړه کېږدي.''

د سرچينو په وينا، د چهارشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په سچوېشن روم کې د ايران په اړه تفصيلي بحث شوی دی. تمه ده چې ټول امريکايي پوځي ځواکونه به د مارچ تر نيمايي پورې په سيمه کې خپلو ټاکل شويو ځايونو ته ورسېږي.