د پښتونخوا اعلی وزیر: که نیوکې کوو، نو راته وايي ځئ افغانستان ته ولاړ شئ

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په بلوچستان په پښین ولسوالۍ کې یوې غونډې ته ویلي، د پاکستان اوسنی لومړی وزیر نه مني.

ښاغلی اپریدي غونډې ته ویلي، "نن د انګرېزانو غلامان پر موږ واکمن دي، موږ نن هم ازاد نه یو او مخکې هم ازاد نه وو."

ښاغلي اپریدي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، دی یو غیرتي پښتون دی او هغه څوک چې د امریکا ولسمشر ته سلامي کوي د ده لپاره لومړی وزیر نه دی. "دې خلکو به مخکې د انګرېزانو غلامي کوله، نن په امریکا کې ډونلډ ټرمپ ته سلوټ (سلامي) کوي. زه دا خپل لومړی وزیر منم نه. زه غیرتمن پاکستانی او غیرتمن پښتون یم. هغه لومړی وزیر چې د امریکا ولسمشر ته سلامي کوي، هغه زما لومړی وزیر نه دی. نه یې منو...!"

د چارو شنونکی او ازاد خبریال طاهر خان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پاکستان له یوه جدي حالت سره مخ دی، ځکه پاکستان له سعودي عربستان سره پوځي تړون کړی دی، تر څنګ یې د قطر او عربي متحده اماراتو په ګډون هېوادونو له پاکستان سره مالي مرستې کړې دي. او په سختو حالاتو کې پورونه ورکوي.

د ښاغلي طاهر خان په وینا د ایران له جګړې مخکې دننه په پاکستان کې داسې فشارونه وو، چې په دغه ډول حالاتو کې بې پرې پاته شي، خو پاکستاني مشرانو څو څو ځله څرګنده کړې، چې ایران ته یې ویلي، که پر سعودي برید کوي، دوی به د سعودي تر څنګ ودرېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، کله چې پر چارواکو نیوکې کېږي هغوی ورته د وطن پرېښودو خبر کوي "کله چې د دوی د تړلو دروازو تر شا پر افغان تګلارو نیوکې کوو، نو وايي ځئ افغانستان ته ولاړ شئ. او کله چې د دوی د تړلو دروازو تر شا د ایران پر موضوع د ولس باور ترلاسه کوي، نو وایئ ایران ته ولاړ شئ. ایا دا پاکستان ستا د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې خاوند یم. زه د پاکستان عام وګړی یم..."

د ښاغلي طاهر خان په وینا په داسې حالاتو کې د سهیل اپریدي په څېر کسانو څرګندونې "ښه خبر ده" چې له لارې یې مشرانو ته یو پیغام ور ورسول شي.

خو دا هم وايي"په پاکستان کې داسې یو نظر دی چې له افغانستان سره د پاکستان د جګړې تر شا د امریکا خوښه یا سلا شته. او زیاتره خلک دا هم وايي، چې د پاکستاني طالبانو موضوع دومره زیاته جدي او لویه نه وه، چې له مخې دې یې له افغانستان سره جګړه پیل شي. او مخالف ګوندونه هم همدا شان ورته خبرې کوي، خو د پاکستان حکومت بیا له دې خبرو سره موافق نه دی. ځکه دوی وايي، امنیتي پېښې ډېرې شوي او د امنیتي کسانو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده. چې د دوی په اند ریښې یې په افغانستان کې دي."

د رپوټونو له مخې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر له شیعه دیني عالمانو سره په غونډه کې خبرې ترې دې بریده ناندریزې شوې چې یو شمېر شیعه مذهبي مشرانو ادعا کړې چې ورته ویل شوي"که د چا ایران خوښ وي، پاکستان دې پرېږدي او ایران ته دې ولاړ شي."

ښاغلی طاهر خان وايي، "پخوا به چې چا د پوځیانو پر ضد خبرې وکړې هغه ته به خاین یا غدار ویل کېدل، خو اوس یو بل روایت پیل شوی دی. او خلکو ته ویل کېږي چې که د چا کوم هېواد خوښ وي، هملته دې ولاړ شي. بله دا چې په پاکستان کې امنیتي پېښې دومره ډېرې شوې چې اوس په کې د سیاسي ډلو څرګندونو او دریځونه کمرنګه او پیکه دي."

د عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د ایالتي پارلمان غړی سهیل اپریدی تېر کال د دې ایالت اعلی وزیر په توګه وټاکه، چې له هماغې لومړۍ ورځې یې له ټاکنې سره مخالفتونه هم وو.