تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت یو امریکايی وګړی خوشی کړ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو امریکايي وګړی، ډینس کویل خوشې کړی دی. کابل کې بهرنیو چارو وزارت وايي دا تن د افغانستان له نافذه قوانینو د وزارت په وینا د سرغړونې له امله نیول شوی و. دده په خلاصون کې متحده عربي اماراتو منځګړیتوب کړی.
ډینس کویل چې د ژبې څیړونکی دی څه باندې یو کال وړاندې نیول شوی و.
زموږ همکار یما بارز چې د کابل هوايي ډګر کې د دې امریکايي زنداني سپارنې بهیر یې څاره وايي افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د دې زنداني د سپارلو مراسم ته ورغلی و.
هوايي ډګر کې زلمي خلیلزاد خبریالانو ته وویل "د امریکايي وګړي خوشې کول د [طالبانو] یوه ښه پرېکړه وه."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي "د یاد بندي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په مناسبت او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له محترم مقام څخه د شفقت او عفوې د غوښتنې پر بنسټ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې وه. د سترې محکمې له لوري د نوموړي پخوانی حبس کافي وبلل شو او نن په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو."
د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې " چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي. همداراز، هیله څرګندوي چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي."
ویناپاڼه کې د عرب اماراتو له منځګړیتوبه مننه شوې ده.
ډینس کویل چې ۶۴ کلن دی د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې نیول شوی و.
دې وروستیو کې امریکايي چارواکو د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که د امریکايي وګړو ناقانونه نیونې دوام وکړي "ښې پایلې به ونه لري." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې هم ځای کړی چې ناقانونه نیونې په کې کېږي او "بندیان د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي." امریکا ویلي وو، د طالبانو حکومت دې د "یرغمل نیونې ديپلوماسي پای ته ورسوي."
د دغه څه په ځواب کې افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ویاند ویلي، هغه بهرنیان چې افغانستان کې نیول شوي د دوی له حکومتي تګلارو او کرښو یې پښه اړولې او د قانوني پوښتنو لپاره نیول شوي دي.
تېر کې د امریکايي زندانیانو خوشې کېدل
د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۱۹مه د کابل په هوایي ډګر کې طالبانو چارواکو وویل، یوه سپین ږیري بریتانوي جوړه چې نږدې اته میاشتې په افغانستان کې بندي وه، خوشې شوه. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د دوی د روغتیايي حالت په اړه د اندېښنو له امله د هغوی د خوشې کولو لپاره فشارونه زیات شول. قطري چارواکو د دغه بریتانوۍ جوړې په خوشې کولو کې منځګړیتوب کړی و.
د همدغه میاشتې پر ۲۸مه د طالبانو حکومت د امیر امیري په نوم یو امریکايي تبعه له زندانه ازاد کړ. هغه مهال افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی."
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و چې "افغانستان کې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښهوالي کې یو مهم او مثبت ګام دی.
خلیلزاد هیله څرګنده کړې وه چې د نورو امریکايي زندانیانو مسله به هم په ښه توګه حل شي.
په تېر کې د طالبانو حکومت د امریکايي وګړو په بدل کې یو شمېر افغانان له امریکايي زندانونو له ازاد کړي وو. د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې ملا عبدالظاهر صابر د لوګر اوسېدونکی او عبدالکریم د خوست ولایت اوسېدونکي دي چې دواړه په ۲۰۰۲ کال کې امریکايي ځواکونو نیولي وو کابل ته ورسېدل.
دوی په ۲۰۱۷ م کال کې له ګوانتانامو زندانه خوشي بیا په عمان کې تر څار لاندې او د سفر له اجازې پرته همالته وو. د زندانیانو د راکړې ورکړې دغه بهیر د چارو ډېرو کتوونکو ته د طالبانو حکومت د "فشار تګلارې " پر مټ یوه بریالۍ هڅه برېښېده څه چې وروسته امریکايي چارواکو د "یرغمل نیونې ډیپلوماسي" وبلله.