د پاکستان پوځ‌: د بلوچستان بریدونو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک وژل شوي

کوېټه

د عکس سرچینه، gettyimages

د لوستلو وخت: 6 دقیقې

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او څو نورو ځایونو کې د تېرې ورځې بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۵ ته لوړ شوی دی.‌

د ای‌ایس‌پي‌ار په وینا، په وژل شویو کې ۹۲ بریدګر، ۱۵ سرتېري او ۱۸ عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

د پاکستان تر دې یوه ورځ ورمخکې (جمعه) هم د بلوچستان په پنجګور او شابان سیمو کې په دوو جلا عملیاتو کې د ۴۱ بلوڅ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې وه.

بلوچستان کې د تېرې ورځې پراخو او سازمان شویو بریدونو مسوولیت بېلتونپالو بلوڅانو منلی.

د رپوټونو له مخې په دغو همغږو بریدونو کې پر کوټې ښار سربېره ګوادر، خاران، مسټونګ، نوشکي، پسني او مچ ضلعو کې بېلابېل اهداف په نښه شوي دي.‌

خاران کې ځايي پولیسو ویلي،‌ چې دغلته د ملازی قوم د یووالي ټولنې مشر 'میر شاهدګل ملازي' پر کور هم برید شوی چې نوموړی پکې له ۶ نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی دی.‌

د پولیسو په وینا،‌ د شاهدګل کور او موټر سېځل شوي.

له ګوادره هم د درېیو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.‌

امنیتي سرچینو ویلي، دا کورنۍ اصلآ د خضدار وه، خو ګوادر کې اوسېده.‌

تر ټولو شدید بریدونه په کوټه کې شوي‌ دي.

د بي‌بي‌سي‌ خبریال محمد کاظم وايي،‌ کوټه کې بریدونه د شنبې ورځ‌ سهار ۶ بجې سریاب سیمه کې پيل، هزارګنجي‌ او وروسته رېډ زون ته نږدې تر ایدهي څلور لارې پراخ شول.‌

د شنبې پر روځ څه تېر شول؟

د ویډیو تشریح، بلوچستان کې بریدونه او بېړنی حالت

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې د شنبې سهار د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شول.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت محسن نقوي دغو بریدونو کې د مرګژوبلې اوښتلو پخلی وکړ.

نوموړي وویل دغه بریدونه "فتنة الهندوستان" کړي، هغه اصطلاح چې د پاکستان پوځ او حکومت یې بلوچستان کې جنګېدونکو بېلتونپالو لپاره کاروي.‌

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د بلوڅ اورپکو تر شا د هندوستان لاس دی،‌ خو هند تل د هغوی د ملاتړ ادعا رد کړې ده.

د یادونې ده چې د بېلتونپالو 'بلوچستان لبریشن ارمي' لخوا پر شنبه یوه اعلامیه کې د دې بریدونو مسوولیت منل شوی او دا یې د "اپریشن هیروف" دوهم پړاو بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، بلوچستان کې اورپکو په ۱۲ ځایونو بریدونه کړي، چې په کې کوټه، نوشکي، دالبندین، پسني او ګوادر شامل دي.

د وزیراعظم د دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۸۸ "ترهګر" وژلي شوي دي.

د بي ‌بي ‌سي خبریال وايي، په کوټه ښار کې د سهار له شاوخوا شپږ بجو راهیسې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي او لږ مخکې یوه بله زوروره چاودنه هم واورېدل شوه.

بل لور د پاکستان ترهګرۍ ضد ځواک (سي ټي ډي) ویاند بي ‌بي ‌سي ته وویل، د کوټې سریاب روډ سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچستان حکومتي ویاند وايي، چارواکو بېړنی حالت (ایمرجنسي) اعلان کړی او دا مهال نور جزییات نه شي شریکولای.

له کوټې سره سره د بلوچستان له پسني، نوشکي او خاران سیمو هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ناسم امنیتي وضعیت له امله، کوټې ته تلونکي او له کوټې نورو سیمو ته ټول رېل ګاډي درول شوي دي.

سردار اختر مینګل:‌" محسن نقوي دې روښانه کړي چې د تانې مشر چېرته دی

سردار اختر مېنګل

د بلوچستان نیشنل ګوند (بي‌اېن‌پي) مشر سردار اختر مېنګل د بلوچستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې سیمه پر "ممنوعه سیمه" بدله شوې ده.

سردار اختر مېنګل په اېکس کې په خپل بیان کې ویلي: "ټول رسنیز بنسټونه چوپ دي، ما په خپل ژوند کې دومره اندېښمنوونکی وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر روښانولی شي چې ایس‌اېچ‌او (د پولیسو یا تاڼې مشر) چېرته دی؟".

د اختر مېنګل د دې بیان په غبرګون کې، د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ویلي: "کله چې زموږ پولیس او امنیتي ځواکونه د "ترهګرۍ" پر ضد جګړه کوي، نو تش په نامه ‌سیاسي مشران خپله اصلي څېره ښکاره کوي. موږ له هغوی همدا تمه لرو، دا زموږ لپاره کومه عجیبه خبره نه ده."

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال اګست میاشت کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یوه څرګندونه ډېره مشهوره شوې وه. هغه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو: "په بلوچستان کې عملیاتو ته اړتیا نشته، دا "ترهګر" د یوه ایس‌اېچ‌او په زور له منځه وړل کېدای شي."

د بلوچستان حکومت له خوا د وسله والو د بریدونو د ناکامولو ادعا؛ کوټه کې ریډ زون وتړل شو

کوټه

د بلوچستان د اعلی وزیر سلاکار شاهد رند ادعا کړې چې په بلوچستان کې په څو ځایونو کې وسله والو د بریدونو هڅه کړې چې د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا ناکامه شوې ده، بله خوا په کوټه ښار کې له چاودنو او ډزو وروسته "ریډ زون" تړل شوی دی.

د شاهد رند پر اېکس یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې: "په تېرو دوو ورځو کې په بلوچستان کې په بېلابېلو ځایونو کې له "۷۰ د ډېرو ترهګرو" له وژل کېدو وروسته، په ځینو سیمو کې ترهګرو د بریدونو هڅه وکړه چې پولیسو او ایف سي (FC) په پر وخت اقدام ناکامه کړه".

شاهد رند زیاته کړه چې دا مهال د تښتېدلو وسله والو تعقیب روان دی او نور جزییات به ډېر ژر شریک شي.

سربېره پر دې، د بلوچستان په مستونګ ښار کې پر زندان د برید په پایله کې د یو شمېر بندیانو د تېښتې خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

د بلوچستان په مچ ښار کې ځايي ادارې په جوماتونو کې اعلانونه کړي چې د امنيتي وضعيت له امله دې خلک له خپلو کورونو ونه وځي.

کوټه ښار
د اور وژنې عمله د کوټې په سریاب سړک د وسله والو په برید کې د ویجاړ شوي موټر د اور وژلو هڅه کوي. په دغه برید کې لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Rescue

د عکس تشریح، د اور وژنې عمله د کوټې په سریاب سړک د وسله والو په برید کې د ویجاړ شوي موټر د اور وژلو هڅه کوي. په دغه برید کې لږ تر لږه دوه پولیس سرتېري وژل شوي وو.

په کوټه کې د بي‌ بي‌ سي خبریال محمد کاظم وایي، چې له بریدونو وروسته په ښار کې انټرنېټ بند شوی او په هوا کې چورلکې ښکاري.

د کوټې سریاب روډ سیمه کې هیلپر روغتون ته نږدې او د طارق روغتون او جناح واټ ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د کلی دیبه سیمې اوسېدونکې یوه مېرمن روبینه علي وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې ګومان یې کاوه، کور به پرې راونړیږي.

پر جناح واټ د یونیورسل کمپلکس په یوه دفتر کې کارکوونکی ایاز احمد وايي چاودنه دومره درنه وه چې ټوله ودانۍ یې ولړزوله.

هغه وايي، ټوله ودانۍ له دوړو ډکه شوه. ایاز زیاته کړه چې کله بهر ته راووت، خلکو هوټلونه او دوکانونه بندول او په تېښته کې وو.