مټ بریټین د بي بي سي نوی مشر وټاکل شو، دی څوک دی؟

مټ په ۲۰۱۶ کال کې لندن کې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ګوګل پخوانی اجرایوي مدیر، مټ بریتین، د بي بي سي د نوي عمومي رییس په توګه تایید شوی دی. په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د ګوګل د عملیاتو پخوانی مشر به د ټیم ډېوي ځای ناستی شي. ښاغلي ډېوي په نومبر کې د هغې جنجال له امله استعفا ورکړه چې د پانوراما په نوم خپرونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه وینا اېډېټ کړې وه.

د بي بي سي د بورډ مشر، سمیر شاه وویل چې بریټین، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۸ کلونو کار وروسته ګوګل پرېښود، بي بي سي ته د بدلون له لارې د یوې مشهورې او خورا پېچلې ادارې د رهبرۍ لویه تجربه راوړي. ۵۷ کلن بریټین وویل چې هغه د دې کار پیلولو ته شېبې شمېري او دا یې د ریښتیني خطر او هم مهاله د فرصت شېبه وبلله. هغه وویل چې بریتانیا یوې غوړېدلې بي بي سي ته اړتیا لري چې په دې پېچلې، ناڅرګنده او په چټکۍ سره بدلېدونکې نړۍ کې د هرچا لپاره کار وکړي.

د خپلې کاري اجنډا په ډاګه کولو سره، هغه زیاته کړه چې بي بي سي هغې چټکتیا او انرژۍ ته اړتیا لري چې هم هلته وي چېرته چې پېښې او کیسې دي او هم هلته چېرته چې لیدونکي دي، د دې لپاره چې د نن ورځې پر لاسرسي، باور او تخلیقي ځواکمنتیا تکیه وکړي، له ننګونو سره په مېړانه مقابله وکړي او د راتلونکي لپاره د یو مناسب عامه چوپړونو په توګه وده وکړي.

بنسټیزې سموونې

سمیر شاه، بریټین یو غوره مشر وباله، د هغو مهارتونو لرونکی چې په رسنیز بازار او د لیدونکو په چلند کې د رامنځته کېدونکو ډېرو بدلونونو له لارې د دې ادارې ورته اړتیا ده. هغه همدارنګه د بي بي سي پر وړاندې د بریټین د لېوالتیا، د هغو ننګونو په اړه د هغه د پوهې چې اداره ورسره مخ ده، د هغې خپلواکۍ ته د هغه ژمنتیا او د هېواد د یوې ترټولو لویې ملي شتمنۍ په توګه د بي بي سي د دریځ ساتلو لپاره د هغه د هوډ ستاینه وکړه.

د بي بي سي نوی مشر په داسې یو نازک پړاو کې له دې ادارې سره یوځای کېږي چې حکومت د بي بي سي شاهي منشور ارزوي. شاه زیاته کړه، دا روښانه ده چې د بي بي سي، د هغې د تمویل بڼه او د هغه اډانې په اړه چې دا اداره پکې فعالیت کوي، بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده. هغه وویل د بي بي سي او د عامه خدمتونو د خپرونو د راتلونکي لپاره خطرونه هیڅکله دومره لوړ نه وو.

د بي بي سي پخوانی مشر ټیم ډېوي

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د بي بي سي پخوانی مشر ټیم ډېوي

د بي بي سي ترټولو لوړه دنده په بریتانوي رسنیو کې یو له خورا سختو دندو ګڼل کېږي. د بي بي سي د ۱۷م مشر په توګه د ډیوي د کاري دورې په بهیر کې، هغه په دغه اداره کې د یو لړ رسوایۍ او کړکېچونو د حل مسؤل و. د بریټین په لومړیتوبونو کې به د هغه څو میلیارد ډالري سپکاوي دعوا اداره کول هم وي چې د امریکا د ولسمشر لخوا د بي بي سي پر وړاندې درج شوې ده. ټرمپ پر هغې بڼې اعتراض لري چې پانوراما خپرونې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه د هغه د یوې وینا دوه برخې سره یوځای اېډېټ کړې وې، چې له امله یې بي بي سي بخښنه هم غوښتې ده. تېره اونۍ دې ادارې له محکمې وغوښتل چې دا دعوا رد کړي او ویې ویل چې د پانوراما دا برخه په امریکا کې نه ده خپره شوې.

بي بي سي په څلورلارې کې

نوی مشر په نورو برخو کې هم د بي بي سي لپاره په یو مهم وخت کې ټاکل کېږي. هغه به د ادارې د منشور او د جواز فیس د راتلونکي او د بي بي سي د تمویل په اړه له حکومت سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. اوسنی منشور چې د بي بي سي د ساتل کېدو شرایط او موخې ټاکي، په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي.

د بریټین ګومارنه په داسې وخت کې هم ده چې بي بي سي د ډیجیټل رسنیو په بازار کې له ټیکنالوژیکي لویو شرکتونو سره سیالي کوي. د ګوګل مورنۍ کمپنۍ د یوټیوب مالکه ده، چې بي بي سي په دې وروستیو کې ورسره د ځانګړې مینځپانګې د جوړولو لپاره د یو مهم تړون لاسلیکولو اعلان وکړ.

د ټیکنالوژۍ مخینه یو امتیاز دی؟

د بي بي سي د رسنیو څانګې مشرې، کیټي رازال په دې وروستیو کې لیکلي چې د ګوګل دننه خلک د بریټین په اړه یوازې ښې خبرې کوي او هغه یو الهام بښونکی مشر او د ټیم یو غوره غړی بولي. ځینو دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې بي بي سي د عامه خدمت یا دودیزې تجربې پر ځای یو داسې څوک ګومارلی چې په ټیکنالوژۍ کې مخینه لري. خو رازال لیکلي چې هغه د بي بي سي د بورډ لخوا د ټیکنالوژۍ په اړه د هغه د پوهې له امله غوره شوی دی. داسې تمه کېږي چې هغه به ډیجیټل ته د چټکتیا ورکولو لړۍ ګړندۍ کړي، د بېلګې په توګه په خبرونو کې به نوښت رامنځ ته شي. هغه به ښايي د بي بي سي ای پلیر (iPlayer) پر بدلولو او نوښتګر کولو هم تمرکز وکړي.

د بي بي سي د نیوزنایټ پخوانی مشر پیټر بارون، چې په ګوګل کې یې له بریټین سره کار کړی، وویل چې هغه د عامه خدمت د احساس له مخې خورا هڅول شوی دی. هغه بي بي سي سره د هغې د باوري خبرونو او خلاقیت له امله مینه لري، خو په ورته وخت کې د یو ټیکنالوژیکي مخکښ په توګه د هغې له تاریخ هم خبر دی. هغه غواړي بي بي سي په داسې نړۍ کې وده وکړي چې ډېرې لویې ننګونې یې له ټیکنالوژۍ سره تړلې دي، که هغه د سټریمینګ خدماتو ځواک وي، انلاین ناسم معلومات وي، یا په ساده ډول دا چې خلک څنګه غواړي منځپانګه ترلاسه کړي. د ټیکنالوژۍ په صنعت کې د هغه تجربې او اړیکو او همدارنګه له خپرونکو، خبري صنعت، تنظیمونکو او حکومتونو سره د هغه جوړو شویو اړیکو ته په کتو، زما په اند هغه ننګونو سره د مقابلې لپاره خورا مناسبه څېره ده.

مټ بریټین څوک دی؟

بریټین په والټن ان تېمز کې زېږېدلی او له کمبریج پوهنتونه یې سند ترلاسه کړی، هلته یې درې ځله د کښتۍ چلونې په سیالیو کې هم ګډون کړی وه. هغه د لویې بریتانیا لپاره هم کښتۍ چلولی او په ۱۹۸۹ کال کې یې د کښتۍ چلونې په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی و. د کمبریج له پرېښودو وروسته، بریټین په (لندن بزنس سکول) یا د لندن د سوداګرۍ په پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړې، بیا په ټرینټي میرر کې د سوداګرۍ مشر او د ستراتیژۍ او ډیجیټل د څانګې رییس شو. هغه په ۲۰۰۷ کال کې له ګوګل سره یوځای شو، دوه کاله وروسته یې په بریتانیا کې د عملیاتو رییس شو، بیا په ۲۰۱۱ کال کې د شمالي او مرکزي اروپا لپاره د مرستیال مشر په توګه وټاکل شو. هغه په ۲۰۱۴ کال کې په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د ګوګل مشري وکړه.

چلونې د هغې ډلې غړی و چې د ۱۹۸۹ کال په نړیوالو سیالیو کې یې د برونزو مډال وګاټه.

د عکس سرچینه، Peter Spurrier/Intersport Images

د عکس تشریح، مټ د کښتۍ چلونې د هغې ډلې غړی و چې د ۱۹۸۹ کال په نړیوالو سیالیو کې یې د برونزو مډال وګاټه.

تېر کال له ګوګله له وتلو وروسته، هغه یو څه موده تفریح وکړه. په لینکډین کې یې د خپل تفریحي وخت په اړه ویلي چې ږیره یې لویه کړې، یوه کښتۍ یې پېرلې او پلان لري چې له خپل زوی د غوټه وهلو زده کړه وکړي. هغه تېر کال د ګارډین رسنیز ګروپ غیر اجرایوي مشر هم شو، خو اوس یې له هغې دندې استعفا کړې ده. د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې هغه ته د ټیکنالوژۍ او ډیجیټل مهارتونو په برخه کې د خدمتونو له امله د پاچا لخوا د CBE لقب ورکړل شو. له ټلوېزیون سره د خپلې اړیکې په اړه یې تېر کال ویلي وو چې زما د ټلوېزیون لیدلو تجربه او له هغې زده کړه زما په ژوند کې تر بل هر څه زیاته اغېزناکه وه، ډیر هغه خلک چې په ټیکنالوژۍ کې کار کوي، په ټلویزیوني خپرونو کې د ساینس او ټیکنالوژۍ د انځورولو له امله هڅول شوي دي.

ریتین په ۲۰۱۷ کال کې له شهزاده ویلیم سره هغه وخت وکتل، کله چې شهزاده د انلاین ځورونې (سایبر بولینګ) سره د مبارزې لپاره یو ملي کاري پلان پیل کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مټ په ۲۰۱۷ کال کې له شهزاده ویلیم سره هغه وخت وکتل، کله چې شهزاده د انلاین ځورونې (سایبر بولینګ) سره د مبارزې لپاره یو ملي کمپاین پلان پیل کړ.

د ګوګل د مالیاتو په اړه پوښتنې

د خپلې پخوانۍ دندې د یوې برخې په توګه، بریټین باید پارلماني کمېټو ته حاضر شوی وای او په بریتانیا کې د ګوګل لخوا د مالیاتو د تادیې په اړه له سختو پوښتنو سره مخ شوی وای. هغه په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې له وکیلانو سره په بحثونو کې له خپل شرکته دفاع وکړه چې ایا دوی کافي مالیه ورکړې که نه. دا شخړه د تش په نامه "ګوګل ټیکس" د معرفي کولو لامل شوه او په ۲۰۱۶ کال کې شرکت هوکړه وکړه چې ۱۳۰ میلیونه پونډه پخوانۍ مالیه ورکړي.دغه معامله د حکومت لخوا د "بریا" په توګه وستایل شوه خو د ګوتنیونکو لخوا پرې نیوکې وشوې. هماغه کال د وکیلانو پر وړاندې په یو بله ناسته کې، بریټین هغه وخت له حیرانتیا سره مخ شو کله چې یې هغوی ته وویل، نه پوهېږي چې څومره معاش اخلي.

هغه به د بي بي سي په خپله نوې دنده کې د پارلماني کمېټو لخوا له نورو سختو پوښتنو سره مخ شي، څه چې ټیم ډیوي د خپلې کاري دورې پر وخت څو ځله ترسره کړي دي. هغه به خپله نوې دنده د مۍ پر ۱۸مه پیل کړي. نوموړي ته به په کال کې ۵۶۵,۰۰۰ پونډه ورکول کېږي، چې د هغه د مخکیني مشر په کچ معاش دی، او یو له لومړنیو کارونو به یې د یو مرستیال ټاکل وي.