تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورد ټولپوښتنه: له ۹۲ سلنه ډېرې رایې خپلواکۍ ته ور کړل شوې
د عراق د کورواک کوردستان د ټاکنو کمېسون وايي، ټولپوښتنه کې له ۹۲ ډېرو ګډونوالو د دې سیمې خپلواکۍ ته رایه ور کړې ده.
دا کمېسون زیاتوي، ۹۲،۷ سلنه خلکو له عراق د کوردستان بېلېدلو ته رایه ور کړې ده.
ټولپوښتنه د دوشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۵ وشوه.
د کورواک کوردستان استیناف محکمه باید دا پایله تایید کړي.
د عراق کورواک کوردستان ته نږدې خبري اژانس روداو وايي، له ۳,۰۸۵,۹۳۵ (درې میلیونه پنځه اتیا زره نه سوه پنځه دېرشو) کسانو څخه ۲,۸۶۱,۴۷۱ (دوه میلیونه اته لکه یو شپېته زره څلور سوه یو اویا کسانو) خپلواکۍ ته رایه ور کړې ده.
د کوردستان ټاکنو کمېسون رسنیو ته ویلي، د رایې ور کولو بهیر بریالی و او نړیوالو څارونکو یې هم سموالی منلی دی.
د عراق د کوردستان مشران وايي، د خلکو رایه دوی ته واک ور کوي چې د عراق له مرکزي حکومت او ګاونډیو هېوادونو سره د خپلواکۍ خبرې پیل کړي.
د عراق د لومړي وزیر ګواښ
د اربیل او بغداد ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتېدلو پسې د عراق حکومت ویلي چې کوردستان به هوايي کلابند کړي.
د منځني ختیځ څو هوايي شرکتونه وايي، د عراق کوردستان ته یې الوتنې ځنډولې دي.
د عراق ملي جرګې یا پارلمان هم د کوردستان څېرمه سیمو ته د امنیتي ځواکونو لېږل تایید کړي، خو تراوسه یې کوم ډول ځواک نه دی استولی.
د عراق لومړي وزیر ویلي چې له کوردي چارواکو سره به د دې ټولپوښتنې په هکله به خبرې ونه کړي او له کوردانو غواړي چې د عراق د اساسي قانون چوکاټ کې خبرې ور سره وکړي.
حیدر عبادي ژمنه وکړه چې د دغه هېواد پر کوردستان واک ټینګ کړي.
د نوموړي په خبره، که کورد چارواکي خبرې کول غواړي، ټولپوښتنه او پایله دې یې لغوه کړي.
له ټولپوښتنې سره ولې مخالفت کېږي
د عراق حکومت او د نړیوالې ټولنې ځینې غړي د کورواک کوردستان د خپلواکۍ مخالف دي.
دوی وېرېږي چې سیمه کې ور سره ناامني په تېره له داعش سره جګړه زیانمنېږي.
له داعش سره په جګړه کې د کورواک کوردستان ځواکونو په تېره پېشمرګو پاموړ رول لوبولی دی.
حیدري عبادي د عراق پارلمان ته ویلي، چې لومړیتوب یې "د ټولو وګړو خوندیتوب او دفاع" ده.
هغه ژمنه وکړه چې له "کورد وګړو هم په کور او له کورواک کوردستان بهر" دفاع کوي.
نوموړي له کورواک کوردستان غوښتي چې تر جمعې ورځې پورې د اربیل او سلیمانیه هوايي ډګرونو واک ور وسپاري.
خو د کوردستان چارواکو دا غوښتنه رد کړې ده.
دویم اسراییل
پر عراق سربېره ترکیه او اېران هم د کوردانو د خپلواکۍ سخت مخالف دي.
دوی وېرېږي چې دا خپلواکي د ایران کوردانو بلوڅان او د ترکیې کوردان هم پاروي.
اسراییل د کوردانو د خپلواکۍ ملاتړ کوي.
د ایران اندېښنه دا ده چې که کوردستان خپلواک شي له اسراییل سره به ښه اړیکي لري او اسراییل به په لومړي ځل د ایران ګاونډ کې د پښو اېښودلو ځای پیدا کړي.