اسرائیل د لبنان په سوېل کې "امنیتي سیمه " جوړوي

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز وايي، لبنان کې د حزبالله ډلې پروړاندې د عملیاتو په چوکاټ کې به د لبنان د سوېل یوه لویه برخه خپل کنټرول لاندې راولي.
اسراییل کاتز ویلي، پوځ به تر لیطاني سیند پورې یوه "امنیتي سیمه" جوړه کړي چې دا به د لبنان او اسرائیلو له پولې شاوخوا ۳۰ کېلومتره لرې وي. ده زیاته کړه تر هغې چې د اسرائیل شمال خوندي شوی نه وي ددې سیمې بېځایه شوي اوسېدونکي به خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نلري .
ده وویل پنځه هغه پلونه چې "د حزبالله د وسلهوالو د تګ راتګ او وسلو د لېږد لپاره کارول کېدو" ویجاړ شوي دي.
وروستی کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې د ایران له ملاتړه برخمن حزبالله د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو وروسته د اسرائیل شمال ته راکټونه وتوغول.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخه چې د جګړې له پیله په لبنان کې له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې لږ ترلږه ۱۱۸ ماشومان او ۴۰ روغتیايي کارکوونکي هم پکې دي.
ددې جګړې له امله تر یو میلیون زیات خلک بېځایه شوي او دا حالت د یوه لوی بشري ناورین لامل کېدلی شي.
اسرائیلي چارواکي وايي، د دې عملیاتو هدف د اسرائیل په شمال کې د حزبالله له بریدونو د مېشتو خلکو خوندي کول دي.
د لبنان سوېل د دغه هېواد د شیعه مسلمانانو اصلي سیمه ده او د حزبالله د ملاتړ مهم مرکز بلل کېږي.
د لبنان حکومت ژمنه کړې چې حزبالله به بېوسلې کوي. دا ډله په ۱۹۸۰مو کلونو کې د لبنان د ۱۵کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د اسرائیل د اشغال په غبرګون کې رامنځته شوې وه، خو تر اوسه یې د خپلو وسلو د راتلونکې په اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د اسرائیل دفاع وزیر د سېشنبې په ورځ د دفاعي چارواکو سره په غونډه کې وویل چې د لبنان حکومت "هېڅ کار نهدی کړی".
دفاع وزیر کاتز زیاته کړه، د اسرائیل دفاعي ځواکونه (IDF) اوس "د لبنان خاورې ته داخلېږي چې د حزبالله وسلهوال له منځه یوسي او هغه زیربناوې له منځه یوسي چې هلته د ترهګرۍ لپاره جوړې شوې دي او همدارنګه د سرحدي کلیو هغه کورونه ویجاړ کړي چې په اصل کې د ترهګرو د پوستو په توګه کارول کېږي".
کاتز زیاته کړه، د دوی هدف دا دی "چې یو دفاعي کمربند جوړ کړي او ګواښ لیرې وساتي".
اسرایل دا کار په رفح او بیت حانون کې د پلي شوي ماډل پر بنسټ تر سره کوي.دا د غزې تړانګې لوی مېشتځایونه دي، زیاتره سیمې یې د هوايي بریدونو له امله ویجاړ شوي او اوس هم د اسرائیلي پوځ تر کنټرول لاندې دي.
هغه وویل، زرګونه بېځایه شوي لبناني اوسېدونکي "به تر هغه وخته د لیطاني سیند سوېل ته نه پرېښودل کېږي چې د اسرائیل د شمال اوسېدونکو امنیت نه وی تضمین شوی."
د لبنان ولسمشر جوزف عون د اسرائیل دا پلانونه "د ملکي وګړو پر ضد د ټولیزې سزا تګلاره" بللې ده.


















