د فحاشۍ تور او 'فتوا': د نورا فتحي پر ویډیويي سندرې ولې بندیز ولګېد؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شوبھانګي مشرا
- دنده, بی بی سی
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
هند کې په کناډا ژبه د جوړېدونکي فلم 'کی ډي: دي ډیول' "سرکې سرکې چُنر تيري سرکې" پر سندره له ناندریو وروسته، هندي حکومت پر ټولو خپرنیزو څانګو کې د هغې پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د نورا فتحي او سنجي دت د فلم شوې دې سندرې په اړه خواله رسنیو کې ډېرو کاروونکو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د دې سندرې شعر 'فحشا' ده. سندره کې نارینه ښځه ته د پلو لوېدو او د هغې د لوڅېدو یادونه کوي چې په ټوله کې پارونکې او نا مناسبې کلیمې بلل شوي.
په تېره یوه اونۍ کې دا مسله تر دې بریده ورسېده چې د هند د بشري حقونو ملي کمیسیون مرکزي حکومت ته قانوني مکتوب واستاوه، په داسې حال کې چې د ښځو ملي کمیسیون د فلم له اداکارانو او پروډیوسرانو د سپیناوي غوښتنه کړې وه.
د هندي خبري اژانس 'ای این اي' په وینا، د (علیګړ د مسلم پرسنل لا) دارالافتاء په دې معامله کې د نورا فتحي پر ضد یوه فتوا هم صادره کړې ده.
له دې فلم سره تړلو بېلابېلو هنروالو د سندرې د کلیمو په اړه د خواشینۍ څرګندونه کړې ده. د دې سندرې ویونکي، سندرغاړي مانګلي پر ټولنیزو رسنیو له کاروونکو بخښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې د سندرې نوې نسخه به ثبت کړي. د دې سندرې لیکوال رقیب عالم ادعا کړې چې دې سندره کې هېڅ کلیمه د ده خپله نه ده، او دا چې ده یوازې دا سندره له کناډا ژبې هندي ته ژباړلې ده.
پر سندره بندیز
اداکاري نورا فتحي، چې دا سندره پرې فلم شوې ده، پر خواله رسنیو په خپره کړې یوه ویډیو کې ویلي چې دا سندره په کناډا ژبه شوې وه، او دا پر دې نه پوهېده چې کومې کلیمې چې دا یې وايي، معنا یې څه ده.
هغې وویل: "کله چې ما د دې سندرې هندي ژباړه واورېده، نو غوږونه مې ودرېدل (حیرانه شوم). زه پوهېدم چې د سندرې پر شعرونو به اعتراض وشي. ما د فلم ډایرکټر ته هم دا خبره وکړه او ما په هیڅ ځای کې د دې سندرې لپاره تبلیغ نه دی کړی."
د دې سندرې په اړه ناندرۍ د هند پارلمان ته هم ورسېدلې. په داسې حال کې چې د مارچ پر ۱۷مه د بشري حقونو کمیسیون د فلمونو د تصدیق مرکزي بورډ مشر پرسون جوشي، د اطلاعاتو او خپرونو وزارت مرستیال او ګوګل انډیا ته قانوني مکتوبونه واستول.
له دې وروسته د اطلاعاتو او خپرونو مرکزي وزیر په پارلمان کې اعلان وکړ چې دا سندره به د ټولو ژبو له پلټفارمونو لرې کړل شي. په همدې حال کې د سانسور پلاوي ویلي چې دا سندره له خپرېدو وړاندې د منظورۍ لپاره دوی ته نه وه وړاندې شوې او پر انټرنیټي موادو د دوی مخامخ کنټرول نشته.
سي بي ایف سي پر ټولنیزه رسنۍ اېکس لیکلي: "سي بي ایف سي یوه مسؤله اداره ده. د دې ادارې غړي په سینما کې د ښځو انځورول په جدي توګه څاري او هڅه کوي ناندرۍ د خبرو اترو له لارې حل کړي."
د سي بي ایف سي د وېبپاڼې له مخې، کله چې کوم فلم د جواز لپاره غوښتنه کوي، نو باید د څرنګوالي او بشپړو معلوماتو لپاره جلا جلا سندرې، د هغوی شعرونه ور وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې پر دا ډول یوه ویډیويي سندره بندیز لګول کېږي. په دې وروستیو کې د سندرغاړي بادشاه هریانوي سندره 'تاتیري' هم له بندیز وروسته له ټولو خواله رسنیو او خپرنیزو څانګو لرې شوې وه. له دې وړاندې د کھلنائیک (۱۹۹۳) او راجا بابو (۱۹۹۴) فلمونو سندرې په ال انډیا راډیو او دوردرشن په څېر دولتي خپرنیزو ادارو نه خپرېدې.
خبریاله او فلمي نقاده سپرنا شرما وايي چې په ۱۹۴۰ لسیزه کې نارینه اداکارانو د ښځو په جامو کې نڅا کوله. له هغې وروسته په ۱۹۴۰ او ۵۰ لسیزو کې اداکارې کوکو په 'پتلي کمر هې' او 'بې چین دل کهوئي سي نظر' په څېر مشهورو سندرو لا ډېر مینه وال وموندل.
سپرنا شرما بي بي سي ته وویل: 'د اداکارې کوکو له دور وروسته هیلن په بالي ووډ کې د ډانسینګ کوین په توګه راج وکړ، خو هغې ته هیڅکله ایټم ګرل ونه ویل شول.' د هیلن په دوره کې 'یه میرا دل پیار کا دیوانه' او 'پیا تو اب تو آجا' په څېر ډېرې هټ سندرې مخې ته راغلې.
ایټم سندرې

د عکس سرچینه، Indranil Aditya/NurPhoto via Getty Images)
ایټم سندرې تر ډېره هغه سندرې وي چې د فلم له اصلي کیسې سره تړاو نه لري او یوازې د پام اړولو لپاره د نڅا او موسیقۍ پر مټ وړاندې کېږي چې شعر یې ډېره معنا نه لري.
راغلې په اکنامک اینډ پولیټیکل ویکلي کې د یوې خپرې شوې مقالې له مخې، د 'ایټم نمبر' اصطلاح په بالي ووډ کې په ۱۹۹۰ لسیزه کې کارول پیل شول. د مقالې له مخې، د 'ایټم ګرل' اصطلاح لومړی ځل د ملائکه اروړا لپاره له 'چهیان چهیان' سندرې وروسته وکارول شوه.
فلمي نقادې سپرنا شرما په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "په بالي ووډ کې )ایټم ګرلز( تر ډېره یوازې په یوه سندره کې په نڅا لیدل کېږي. هغوی د پرفارم کولو لپاره نیول کیږي. په فلم کې د هغوی کوم لوی یا جلا رول نه وي."
په چنای کې مېشت فلمي نقاد رمیش بالا وویل چې نننۍ اداکارې د 'ایټم نمبر' پر ځای د 'سپیشل سانګ' (ځانګړې سندرې) اصطلاح کارولو ته ترجیح ورکوي. هغه څرګنده کړه چې د سویلي هند په سینما کې هم اداکارو پخوا له داسې سندرو ډډه کوله او سلک سمتها یا ډسکو ډوله نڅاګرو به داسې رولونه لوبول.ایټم سندرې په هند کې تر ډېره هغو سندرو ته ویل کېږي چې د فلم له کیسې سره ډېر تړاو نه لري او یوازې د جنسي پارونو لپاره کارول کېږي.
له بي بي سي هندي سره په خبرو کې ښاغلي شرما وویل: "داسې نه ده چې داسې سندرې پخوا نه جوړېدې، خو د هغه وخت سندرو لیکونکو کې د کلیمو له لارې د معناو پټولو هنر درلود. نن سبا شعرونه ډېر بربنډ او بې خونده شوي دي."
داسې سندرې د فلمونو د بازار موندلو لپاره لیکل کیږي

د عکس سرچینه، Getty Images
"داسې سندرې فلمونو ته د پام اړولو لپاره لیکل کیږي" پر تازه سندرې له راپورته شوي جنجال وروسته، بي بي سي هندي له فلم جوړونکو، نقادانو او ځوان نسل سره خبرې وکړې.
فلمي نقادې ایشیتا سینګپتا وویل چې داسې سندرې د فلمونو د بازارموندنې لپاره لیکل کیږي. له بي بي سي سره په خبرو کې هغې وویل: "فلم کی ډي په تېره یوه اونۍ کې په خبرونو کې دی، که د سندرې شعرونه دومره متنازع نه وای، نو چا به د دې فلم په اړه دومره خبرې نه کولې." د 'انارکلي اف ارا' (۲۰۱۷) او 'ان ګلیون میں' (۲۰۲۵) لارښود اویناش داس وویل: 'دا سندره دې فلم ته د پام اړولو لپاره یوه قصدي هڅه ده.' د داس په وینا، د 'سرکې چُنر تيري' کلمې ډېرې ناسمې دي او ښکلاپېژندنه په کې نشته.
هغه دا هم وویل چې په ټولنه کې په دودیزو شخصي میلو او بنډارونو کې ښايي د سندرې شعرونه ډېر ارزښت ونه لري. هغه وايي: "په پارټي یا میلو دود کې خلک د شعر دومره پروا نه کوي څومره چې یې د لوړ غږ موسیقۍ ته کوي."
بي بي سي د ډیلي پوهنتون له ځینو زده کونکو سره هم د بالي ووډ پر (ایټم) سندرو د ځوان نسل د نظر پوهېدو لپاره خبرې وکړې. د سیاسي علومو یوې محصلې کومل وویل چې که څه هم د ډانس موسیقي په زړه پورې وي، خو د هغوی شعرونه د خواشینۍ وړ دي. د هغې ملګرې انوشکا وویل چې د نورا فتحي د نوې سندرې کلیمې ډېرې شرمناکې دي، پر هغې بندیز لګول سم کار دی.
د انګریزۍ ادبیاتو محصلې جې شري وویل "ډانس مشهور کېدلی شي، خو ننني پېر کې د هغوی کوم ځای نشته." په ادبیاتو کې د ماسټرۍ دورې محصله روپالي پوښتنه کوي چې "داسې سندرې په داسې یو هېواد کې ولې جوړیږي چېرته چې جنسیتي حساسیت ته اړتیا ده؟ داسې سندرې بالکل باید و نه لیکل شي." خو ځینو محصلینو د دې بندیز پر ضد هم خبرې وکړې. محصل راهول وویل" زه ډانس ."

















