د جګړې له غځېدو سره د امریکا او ایران تر منځ د خبرو غوراوي هم کمېږي

    • Author, امير اعظيمي
    • دنده, بي بي سي فارسي
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

له اوونيو راهيسې امریکا او اسرائیل ټينګار کوي چې د ایران پوځي وړتيا ډېره کمزورې شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د دفاع وزير پيټ هېګست په بيا بيا ادعا کړې چې پرلسې بریدونو د ایران د قوماندې جوړښت فلج کړی او د غبرګون وړتيا یې کمزورې کړې ده.

د دوی له نظره جګړه بايد د ختمېدو پر لور روانه وی. خو داسې ښکاري چې برعکس حالت رامنځته شوی دی. تاوتریخوالی لا هم په چټکۍ او شدت سره دوام لري او د وتلو روښانه لارې لږ دي.

د شنبې په ورځ څرګنده شوه چې ایران د هند په سمندر کې د ډياګو ګارسيا پر بریتانوۍ- امريکايۍ اډه چې شاوخوا ۳۸۰۰ کيلومتره واټن لري، دوه توغندي توغولي دي. که څه هم دغه توغندي ټاپو ته نه دي رسېدلي خو دې پېښې د ايران د وړتياوو په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي. تر دې وړاندې داسې باور کېده چې د ایران د توغنديو واټن شاوخوا دوه زره کيلومتره دی.

که دا وړتياوې له پخوا پاتې وي او يا هم اوسمهال تازه جوړې شوې وي، پايله یې یوه ده هغه دا چې پوځي فشار د ایران پرمختګ نه دی درولی.

که ريښتيا هم د مذهبي مشر علي خامنه يي، د امنيت مشر علي لاریجاني، د اسلامي ګارډ قومندانانو، د وسله والو ځواکونو لوی درستيز، په ګډون د دوی ډېری مشران له منځه وړل شوي وي او د توغنديو مرکزونه یې ویجاړ شوی وي نو بيا څوک د دې عملياتو مشري کوي او ایران څرنګه توانېدلی چې تر داسې فشار لاندې خپلې وړتياوې وساتي؟

ناڅرګند حالت د مشرتابه له تر ټولو لوړې کچې پيلېږي. مجتبی خامنه يي چې ويل کېږي په هغه برید کې چې پلار او د کورنۍ څو نژدې غړي یې ووژل شول ژوندی پاتې شوی او وروسته د نوي مشر په توګه ونومول شو. خو دی تراوسه په عام محضر کې نه دی څرګند شوی. له دوو پيغامو پرته له هغه هېڅ نه اورېدل شوی او نه ليدل شوي دي.

د نوموړی حالت لا هم ناڅرګند دی او د مشرتابه وړتيا یې هم معلومه نه ده. په داسې نظام کې چې پر مرکزي واک ولاړ وي دا چوپتيا د واک په مرکز کې بې باوري رامنځته کوي. خو بيا هم له دې د سقوط هېڅ نښې نه څرګندېږي.

د شنبې په ورځ ایران د اسرائیلو د نيګيف په دښته کې د ډيمونا ښار په نښه کړ، هغه سيمه چې د اسرائیلو له نا اعلان شوي اټومي پروګرام سره تړاو لري. دا برید له هغو اسرائیلي بریدونو وروسته وشو چې د ایارن د انرژۍ پر تاسيساتو، بوشهر ته څېرمه شوي وو چېرته چې د ایران اټومي بټۍ ده. پيغام روښانه و، تاوتریخوالي ته به ځواب ورکول کېږي او مهم ځايونه به نور خوندي نه وي.

له دې کړنو د ګډوډۍ نه بلکې د ګډې همغږۍ نښې څرګندېږي. د امریکا او اسرائیلو هغه انګېرنه چې د لوړپوړو مشرانو له منځه وړل به د ایران رژيم فلج کړي، اوس ناڅرګنده ښکاري.

که په ایران کې د پرېکړې کولو جوړښتونه له تمې ډېر مقاومت وکړي نو څه به کېږي؟ که داسې وي نو يو پر بل پسې به سملاسي ستونزې راولاړېږي او دا چې له چا سره به خبرې اترې کېږي؟

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټيټ پروفايل ساتلی دی. د جګړې په لومړيو کې یې له هغو ګاونډيو بښنه وغوښته چې د ایران د بریدونو له کبله اغېزمن شوي وو، ويل کېږي دې کار د اسلامی انقلابي ګارډ ځواک ځينې غړي غوسه کړی وو.

د مجتبی خامنه يي له راڅرګندېدو وروسته هغه ډېر څه نه دي ویلي، چې دا کار د ډېپلوماټيکو غوراويو د لا محدودېدو سبب شوی دی.

د تهران له نظره وروستۍ پېښې د دې لپاره لږ دليل جوړوي چې په خبرو اترو دې باور وشي. له کله چې ډونلډ ټرمپ بيا ځلې واک ته رسېدلی د اټومي تړون لپاره خبرې اترې دوه ځله له پوځي برید سره ملې وې.

ايراني چارواکي وايي د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه یې په جينوا کې د خبرو اترو په دويم پړاو کې د امریکا ډېرې اندېښنې حل کړې وې. په ویانا کې د تخنيکي خبرو لپاره چمتووالی روان و خو ټرمپ وويل چې هغه د خبرو د بهير له څرنګوالي "نه دی خوښ" او بل سبا بریدونه پيل شول.

د ایراني پرېکړه کوونکو لپاره پيغام روښانه دی؛ خبرې اترې د بريدونه مخه نشي نيولی.

خو دا يوازې ایران نه دی چې جګړه زیاتولی شي، ټرمپ هم د شنبې په شپه کړکېچ لا پسې زيات کړ.

هغه یو ۴۸ ساعته ضرب الاجل اعلان کړ او له ایرانه یې وغوښتل چې د هرمز تنګی بېرته پرانيزي او خبرداری یې ورکړ چې که دا غوښتنه یې ونه منل شي، امریکا به د ایران د انرژۍ تاسيسات "له منځه يوسي".

ایران دا غوښتنه رد کړه او ورته ګواښ یې وکړ، چې که د هغوی د انرژۍ پر بنسټيزو تاسيساتو برید وشي، دوی به په ټوله سيمه کې ځوابي بریدونه وکړي. د ایران د دفاع عالي شورا هم دا احتمال مطرح کړ چې د فارس خليج په ځينو برخو کې به ماينونه کېښودل شي.

له دې خبرو د راتلونکو ګواښونو څرګندونه کېږي. ټرمپ په چټکۍ سره داسې لوري ته روان دی چې لږ غوراوي پرېږدي.

خو د ضرب الاجل له پایته رسېدو يوازې څو ساعته مخکې ټرمپ له خپل دريځه شاته شو. نوموړي پر ټروت شول یوه پيغام کې وويل چې له ایران سره "ډېرې ښې او ګټورې خبرې" شوې دي او اعلان یې وکړ چې د ایران د انرژۍ پر بنسټزو تاسيساتو هر ډول پلان شوي بریدونه تر پنځو ورځو ځنډول شوي دي.

د دې اعلان وخت مهم دی. دا ګام چې له خپل ضرب الاجل لږ مخکې پورته شو، لږترلږه د اوس لپاره د شاتګ يوه ممکنه لار برابروي.

په نړۍ کې بازارونو په احتياط سره غبرګون وښود. د تېلو بيمې راکمې شوې چې یوه څه د ارامتيا نښه وه خو غبرګون محدود و. دا اعلان لا هم باید په عمل کې وازمويل شي او دا لا هم نه ده روښانه چې دا وقفه به تر کومه دوام وکړي، یا دا چې ایا دا رښتیا هم د خبرو اترو پر لور د حرکت ښکارونديي کوي؟

په بنسټيز ډول پوښتنه لا هم پر ځای ده: په ایران کې په رښتيا څوک خبرې کوي او څوک پر اسلامي انقلابي ګارډ او امنيتي ځواکونو واک لري؟

که حالت همداسې دوام وکړي او د هرمز تنګی لا هم د شخړې ډګر پاتې شي، دواړه لوري ښایي خپلو ګواښونو ته بېرته ساتنه شي او پایلې به یې سختې وي. د سيمې شاوخوا ۱۷۰ ميليونه خلک چې له دې ډلې له ۹۰ میلیونه زيات په ایران کې اوسېږي، ښايي د برېښنا او نورو حياتي چوپړونو له جدي ګډوډۍ سره مخامخ شي.

د خبرو اترو محدود لارو له امله د ولسمشر ټرمپ غوراوي مخ په کمېدو دي. نور زياتوالی ښايي د ويجاړۍ یوه دوره رامنځته کړې چې لږ ستراتېژيکه ګټه به ولري او يوازې تر ټولو سخت انتخابونه به پر مېز پرېږدي.

د ایران لپاره هم حالت ستونزمن دی. په هېواد کې لا له وړاندې اقتصادي فشارونو او پراخې ناخوښۍ موجودې دي. جګړې تراوسه دا فشار لږ کړی او چارواکو ته یې دا فرصت ورکړی چې دننه کنټرول ټينګ کړي.

دا يو ستونزمن توازن رامنځته کوي. د ایران لپاره تاوتریخوالی هم د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د غبرګون یوه لاره ده او هم د کورنیو ناخوښو د مدیريت وسيله. خو دا د یوې ګرانې تېروتنې خطر هم زياتوي.

اوس دواړه لوري په خپلو انتخابونو کې محدود شوي دي. ایران پرته له دې چې کمزوری ښکاره شي په اسانۍ شاتګ نشي کولی، امریکا او اسرائیل هم یوازې د هوایي ځواک له لارې يوه پرېکنده پايله نشي ترلاسه کولی.