نیویارک کې د الوتکې او ځمکني ګاډي ټکر دوه پیلوټان مړه کړي
- Author, اولویا ایرلنډ
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د یکشنبې پر شپه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۲مه)، د ایر کاناډا یوه سیمه ییزه الوتکه چې له مونټریاله الوتې وه، په لاګوارډیا هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال د اور وژنې له یوه ګاډي سره ټکر شوې ده. په دې پېښه کې دواړه پیلوټان مړه شوي او لسګونه نور کسان ټپیان دي.
د ایر کاناډا یوې الوتکې، چې لسګونه سپرلۍ په کې وې، د نیویارک په لاګوارډیا هوايي ډګر کې د اور وژنې له یوه ګاډي سره ټکر کړی چې له امله یې دوه پیلوټان مړه شوي دي. د اور وژنې دغه ګاډی یوې بلې جلا پېښې ته د رسېدنې په حال کې و.
د هوايي ډګر یوې چارواکې رییسې، کترین ګارسیا تایید کړه چې ۴۱ کسان روغتون ته وړل شوي دي. هغې وویل چې له دې شمېرې ۳۲ کسان وروسته رخصت شوي، خو نور یې سخت ټپيان دي. ګارسیا زیاته کړه چې لاګوارډیا هوايي ډګر به د دوشنبې له غرمې وروسته تر ۲ بجو (۱۸:۰۰ GMT) تړلی وي او په سیمه کې څېړنې پیل شوې دي.
دا الوتکه له مونټریال ورغلې وه او له ناستې وروسته د نیویارک او نیو جرسي د پورټ اتھارټي له ګاډي سره ټکر شوې ده. ګارسیا په یوه خبري ناسته کې وویل چې د اور وژنې ګاډی د یونایټیډ ایرلاینز یوې الوتکې ته روان و، چې د "ناروښانه بوی" راپور یې ورکړی و.
دا الوتکه چې د CRJ 900 ماډل ده او ۷۲ مسافر او څلور عمله پکې سپاره وو سخت زیان لیدلی دی. ګارسیا وویل چې په الوتکه کې د ټولو سپرو کسانو درک لګول شوی، او زیاته یې کړه چې په ګاډي کې سپاره سرجنټ او پولیس افسر په روغتون کې په "ثابت حالت" کې دي او ژوند ته یې څه خطر نشته.

ګارسیا وویل: "موږ په روغتون کې له هغوی سره وکتل، هغوی خبرې کولی شوې او موږ یې کورنیو ته خبر ورکوو." پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دا الوتکه، چې د ایر کاناډا د سیمه ییز شریک جاز ایویشن (Jazz Aviation) لخوا چلول کېده، په داسې حال کې ولاړه ده چې مخکنۍ برخه یې پورته شوې ده.
له دغه هوايي ډګره ټولې راتلونکې او تلونکې الوتنې تر بلې خبرتیا لغوه یا ځنډول شوې دي. د لاګوارډیا په وېبپاڼه کې د ډیرو الوتنو مخې ته د "لغوه شوې" نښه لګول شوې او یوازې لږ شمېر یې د "ځنډول شویو" په نوملړ کې ځای شوې دي.
سلګونه الوتنې اغېزمنې شوې دي، چې په کې د امریکن ایرلاینز، ډیلټا ، ساوت ویسټ ، یونایټیډ او ایر کاناډا شرکتونو الوتنې شاملې دي. تر دې وړاندې د لاګوارډیا هوايي ډګر چارواکو په یوه بیان کې ویلي وو چې له ټکر وروسته "سم له واره بېړني پروتوکولونه فعال شوي" او د ادارې مشر او اجراییوي رییس د پورټ اتھارټي له پولیسو سره یوځای د پېښې په ځای کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیویارک ښار د پولیسو څانګې وویل چې خلک باید د "ځنډ تمه ولري او که امکان ولري له دې سیمې دې لرې وګرځي." دوی زیاته کړه: "په لاګوارډیا هوايي ډګر کې د بېړنۍ پېښې له امله، هوايي ډګر ته تلونکې ټولې کوڅې او د لویو لارو وتلو لارې تر بلې خبرتیا تړلې دي."
د نیویارک ښار د اور وژنې ادارې له خلکو وغوښتل چې "د لاګوارډیا هوايي ډګر ته نږدې د الوتنو لغوه کېدو، د سړکونو بندېدو، ټرافيکي ځنډ او د بېړنیو مرستندویه کارکوونکو شتون ته چمتو واوسي."
دې ادارې پر خپله اېکس ټویټر) پاڼه لیکلي: "له بدیلو لارو څخه کار واخلئ."


















