کاناډا کې پولیس وايي، په یوه ښوونځي کې برید اتلس کلنې جیسي وان روټسیلار کړی

کاناډا برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

په کاناډا کې پولیس وايي، هغه کس چې د دغه هېواد په لوېدیځې سیمې برېټېش کولمبیا کې یې په ډزو مرګ‌ژوبله اړولې، جیسي وان روټسیلار نومېږي.

چارواکي وايي، د جیسي وان روټسیلار عمر اتلس کاله و او د پېښې په ځای کې مړه موندل شوې.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی.

چارواکي وايي، وان روټسیلار په بیولوژیکي ډول نارینه زیږیدلی و، خو د یوې ښځې په توګه پیژندل شوې وه.

په دې پېښه کې اته کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي. پولیسو مخکې ویلي وو چې ۹ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې یوه ۳۹ کلنه ښوونکې، درې ۱۲ کلنې زدکوونکې او دوه زدکوونکي '۱۲ او ۱۳ کلن' شامل دي.

دوه نور وژل شوي کسان چې مړي یې په یوه کور کې موندل شوي، یوه ۳۹ کلنه ښځه او یو ۱۱ کلن هلک و، چې پولیس وايي د مشکوک کس مور او ناسکه ورور و.

د پولیسو په باور مشکوکه بریدګره هم د هغو ټپونو له کبله مړه شوې، چې خپله یې ځان ټپي کړی و.

پولیسو ویلي چې مشکوک کس "لومړی نارینه و، شاوخوا شپږ کاله مخکې یې د ښځینه په توګه بدلون پیل کړ او د ښځې په توګه پېژندل کېده."

ښوونځی

د عکس سرچینه، MADI TAYLOR / FACEBOOK

ډېری وژل شوي زدکوونکي د ۲۰۱۲ یا ۲۰۱۳ کال زېږېدلي وو. پولیس لا تر اوسه د پېښې د لامل په اړه معلومات نه لري.

پولیس وايي چې په تیرو څو کلونو کې یې د رواني روغتیا اندېښنو په تړاو څو ځله د مشکوک کس له کور سره اړیکه نیولې وه.

د کاناډا پولیسو له مرستیال کمشنر، ډوین مکډونالډ نه په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې پولیس د مشکوک کس سره وروستی ځل کله اړیکه نیولې وه، هغه وویل، تېر کال څه وخت و، او تائید یې کړه، چې دوی په نژدې څو ورځو کې له جیسي وان روټسیلار سره اړیکه کې نه وو.

پوښتنه وشوه چې ایا مشکوکې بریدګرې د ټوپک جواز درلود، مرستیال کمشنر وویل: "زه باور لرم چې هغې یو جواز درلود چې په ۲۰۲۴ کې پای ته رسېدلی و، هغې هیڅ داسې وسله نه درلوده چې راجستر شوې وه".

مرستیال کمشنر ډوین مکډونالډ د جیسي وان روټسیلار د جنسیت په هکله وویل: "زه ویلای شم چې جیسي د یو بیولوژیکي نارینه په توګه زېږیدلی و، چې شاوخوا شپږ کاله مخکې یې ښځینه ته بدلون پیل کړ."

مکډونالډ زیاته کړه، په نږدې کور کې ډزې لومړی وشوې، بیا مشکوکه بریدګره ښوونځي ته لاړه.

پولیسو له دې مخکې ویلي و، د دغه کس پر بدن ټپونه هم شته او داسې برېښي چې د ځان وژنې په ترڅ کې یې ځان خوږ کړی دی.

د ټمبلر سیمې د منځنیو او لومړنیو زدکړو دواړه ښوونځي د روانې اوونۍ تر پایه رخصت شوي دي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې دې پېښې "سخت غمجن او ناهیلی کړی" دی.

ټاکل شوې وه دی نن جرمني ته لاړ شي خو خپل پلان شوی دغه سفر یې لغوه کړی دی.