کاناډا کې هغه کس محاکمه کېږي، چې د مسلمانانو یوې کورنۍ څلور غړي یې وژلي

د عکس سرچینه، Courtesy Saboor Khan
- Author, نادین یوسف
- دنده, بي بي سي کاناډا
په کاناډا کې یو محکمې د هغه کس دوسیه اوریدلې چې د سویلي اونتاریو په لندن کې د یوې مسلمانې کورنۍ د څلورو غړو په وژلو تورن دی.
د نتانیال ویلتمن په نامه دغه ځوان کاناډایی پرون محاکمې ته وړاندې کړای شو او قضایه پلاوي ته د هغه وکیلانو او مخالفو څارانوالانو دلایل وړاندې کړل. څارنوال وايي ښاغلي ویلتمن غوښتل چې د دغو کسانو په وژلو د مسلمانانو ترمنځ ویره خپره کړي، خو وکیلان یې وايي چې موکل یې په رواني ناروغۍ اخته دی او په داسې حال کې یې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي په موټر وهلي چې د خوب په څېر حالت کې و.
څارنوالانو محکمې ته وویل چې نتانیال ویلتمن پلان درلود چې بوږنونکی پیغام ولېږدوی او هغه دا چې ټول مسلمانان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن شي. ښاغلی ویلتمن چې ۲۲ کاله عمر لري د څلورو کسانو د قتل او یو بل د قتلولو د هڅې په تور تورن دی.
نوموړی له دې امله هم د ترهګرۍ له تور سره مخامخ دی چې د څارنوالانو د استدال له مخې د یوې مسلمانې کورنۍ غړي د هغوی د مذهب په خاطر په نښه کړي دي. اوس قضایه پلاوی د ویلتمن پر دوسیې غور کوي او که مجرم وپېژندل شي، نو د عمري بند سزا سره مخامخ کېدای شي.
پر دې خبره د ښاغلي ویلتمن وکیلان او څارنوالان سره یوه خوله دي چې هغه د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې د یوې مسلمانې کورنۍ غړي په موټر وهلي دي. په خپله ویلتمن پرې لګول شوی تور نه مني او ویلې دي چې په رواني ناورغۍ اخته دی.
د موټر وهلو په دې پېښه کې ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ښځه ۴۴ کلنه مدیحه افضل، د هغوی ۱۵ کلنه لور یومنا افضل او د سلمان افضل مور ۷۴ کلنه طلعت افضل مړه شول او یو نهه کلن ماشوم سخت ټپي شو.
قضایه پلاوی به اوس نه یوازې دا پرېکړه کوي چې ایا ښاغلی ویلتمن د څلورو کسانو د قتل په تور مجرم وپېژني او کنه، دغه راز دا پرېکړه به هم کوي چې ایا د هغه دا عمل د ترهګرۍ یوه کړنه وګنل شي او کنه.
څارنوالان هڅه کوي چې دا ثابته کړي چې تورن کس د مسلمانې کورنۍ دغه څلور غړي د سیاسي، مذهبي او ایډیالوژیکي دلایلو له مخې په موټر وهلي، چې د مسلمانو ترمینځ ویره خپره کړي. څارنوالانو دا هم ویلي چې ویلتمن د ځینو توکمپالو لخوا هڅول شوی وو چې د ښاغلي افضل پر کورنۍ حمله وکړي.
یوه څارنوال فریسر بال قضایه پلاوي ته ویلي چې تورن کس په لوړه کچه سخته دریځه کړای شو و او پر انلاین یې هغه څه لېدل چې د توکمپالنې په اړه دي. د هغه په وینا تورن کس داسې یو سند هم ترشاه پرېښي چې په کې د مسلمانانو پرضد کرکه څرګنده شوې ده.
دا سند پولیسو د هغه تر نیول کېدو وروسته د هغه په کمپیوټر کې موندلی دی.
ښاغلي بال ویلي د څلورو مسلمانانو په وژلو تورن کس له حملې مخکې د مرمۍ ضد توکو د اخیستلو هڅه هم کړې وه او په دغه ورځ یې د قتلولو ترڅنګ بل لوی هدف هم درلود چې د افضل د کورنۍ غړي په موټر وهل یې د منځنۍ کچې برخه ده.
په ورته مهال د ښاغلي ویلتمن وکیلانو ویلي چې موکل یې په هغه ورځ په ډېره اندازه جادویي مرخیړي خوړلې وو، ځکه نو د خوب په څېر یو حالت کې و. وکیلان زیاتوي چې هغه د نشه يي توکو د استعمال له امله په ژورخپګان، اضطراب او ذهني اختلالاتو اخته دی.






















