د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې پاکستان ریښتونی کوربه دی؟

د ایران سره په راتلونکو مذاکراتو کې د جي ډي ونس د ګډون په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران سره په راتلونکو مذاکراتو کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د ګډون په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا ولسمشر له تېرو دوه ورځو راهیسې ایران سره د خبرو او د جګړې د پای ته رسولو ګونګې خبرې کوي خو له څه چې پرده پورته شوه د پاکستان د هڅو او احتمالي کوربتوب خبره ده.

لومړي وزیر نواز شریف پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: "پاکستان په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د روانو هڅو هرکلی او بشپړ ملاتړ کوي، چې دا په سیمه او له هغې بهر د سولې او ثبات په ګټه ده. که چیرې متحده ایالات او ایران هوکړه وکړي، پاکستان چمتو دی او ویاړي چې د روانې شخړې د هراړخیز حل لپاره د معنا لرونکو او وروستیو خبرو اترو د اسانتیا په موخه کوربتوب وکړي."

ولسمشر ټرمپ د ښاغلي شریف پوسټ پر خپله خواله رسنۍ بیا خپور کړ څه چې د پاکستاني رسنیو سرلیکونه جوړ کړل.

ډېر ښايي د پاکستان په کوربتوب شک وښيي چې وړاندې یې د ډېرو شخړو مذاکرات بریالي نه دي پای ته رسولي لکه د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د هغه مهال افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ۱۴ کلنو کې په لومړي ځل مخامخ خبرې اسلام اباد سره نږدې د مري ښارګوټي کې شوې وې. له دغه ناستې وروسته طالبانو ناخبري وښوده او ادعا یې وکړه چې له "اصلي اړخ سره خبرې نه دې شوي او دا چې له طالبانو د جلا شوي خاښ " د یوه زنداني مشر په ګډون څو کسان وربلل شوي وو." افغان شخړه کې د پاکستان کوربتوب په ۱۹۹۰ کلونو کې هم بریالی نه و ځکه خو کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ کورنۍ شخړه پېښه شوه.

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو مسله ځکه جلا ده چې له یوه پلوه د هېوادونو ترمنځ مذاکرات دي او بل لوري اسلام اباد امریکا سره د لا نږدې کېدو او ګاونډي ایران سره یې هم د اړیکو ژورولو یو فرصت بولي. تر ټولو مهمه خبره د منځني ختیځ له کړکېچه پښه ایستل پاکستان ته یوه بله ور ترغاړې دنده ده. دا ځکه که جګړه پراخېږي پاکستان به د سعودي په څېر له خپلو عربو ملګرو سره پخوانۍ ژمنې ته ودرېږي او که شاته شي د پوځي هوکړو او پورونو په برخه کې لوی زیان ګوري.

خبرې په کومه کچه کې دي؟

د اسرائیلو ۱۴م کانال او ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې متحده ایالاتو او اسرائیلو د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د احتمالي مذاکراتو لپاره د ۵ ورځو لپاره لنډ مهالی مصونیت ورکړی دی.

د ټرمپ ادارې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښاغلی قالیباف په وروستیو ورځو کې د ټرمپ د خوښې وړ نوماند او د خبرو اترو لوری و، که څه هم نوموړي پرخپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه دا خبرونه "فیک نیوز" جعلي خبرونه بللي او ویلي یې دي چې دا یوازې د تېلو د بازار د کنټرول لپاره تبلیغاتي هڅه ده. د امریکا د ولسمشر د دې څرګندونو په ځواب کې چې ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي، د ایران پوځ وویل "امریکا له ځان سره مذاکرات کوي." دې دریځ ګڼې پوښتنې راپورته کړې چې ریښتیا څه روان دي؟

محمدباقر قالیباف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ظاهراً د اسلامي شورا د مجلس مشر او د سپاه پاسداران پخوانی قومندان، محمد باقر قالیباف د ټرمپ د خوښې وړ نوماند دی.

پاکستان کې یوه سرچینه چې له حکومتي او پوځي ادارو سره اړیکې لري وايي" خبرې له تېرو څو ورځو روانې دي خو دا مخامخ خبرې نه دي. پاکستان په کې د باور وړ لوبغاړی دی." دغه سرچینې وویل چې تر اوسه هر څه په نامخامخ ډول شوي او د مخامخ خبرو لاره نه ده جوړه شوې" پاکستان له ایران سره خبرې کوي او بیا یې امریکايي چارواکو ته رسوي، همداسې د ایراني چارواکو له لوري ورکړل شوي ځوابونه امریکایانو ته رسوي." هغه وايي دې خبرو کې مصر، ترکیه او عماني استازي هم ونډه لري خو خبرې تر ډېره د پاکستان له لارې روانې دي.

اسلام اباد کې د پاکستان د دفاعي او اټومي څېړنو یو کارپوه سید محمد علي بي بي سي سره خبرو کې وویل" پاکستان د ایران لپاره هغه ګاونډی دی چې کومه ژوره شخړه ورسره نه لري نو د ترکیې او مصر په پرتله پرې باور ډېر کوي، عمان بیا امریکايي لوري ته ډېر ځواکمن اړخ نه برېښي ځکه د تېرو مذاکراتو تجربه د هغوی په کوربتوب بریالۍ نه وه." ښاغلی علي وايي، د پاکستان پوځ د مشر اصف منیر په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې د امریکا ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول هڅې وکړي. لوېدیځ کارپوهان دا ګڼي چې ولسمشر ټرمپ د جګړې په دې پړاو کې همدا غواړي چې له پراخېدونکې کړکېچه پښې سپکې کړي.

د ایران دولتي ټلویزیون، پریس ټي وي، د یوه "لوړپوړي سیاسي-امنیتي چارواکي" له نکله ویلي چې ایران د اوسنۍ جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا وړاندیز رد کړی دی.

پریس ټي وي، د دغه چارواکي نوم او دنده نه ده یاد کړې، خو دغه چارواکي ورته ویلي: "ایران به جګړه هغه وخت پای ته ورسوي چې پخپله یې پرېکړه وکړي او کله چې یې خپل شرایط پوره شي." ایراني چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د جګړې بشپړه پای غواړي، نه یوازې اوربند چې ښايي د بلې جګړې د پیل لاره شي.

د پریس ټي وي په وینا، دغه چارواکي پنځه شرطونه وړاندې کړي دي، چې په کې شامل دي:

د دوښمن لخوا د "یرغل او ترورونو" بشپړ بندول.

د داسې غښتلي مېکانیزم رامنځته کول چې ډاډ ترلاسه شي جګړه به بیا پر اسلامي جمهوريت نه تپل کېږي.

جګړه کې د اوښتو زیانونو د تاوان ورکړې تضمین او په روښانه توګه تعریفول.

په ټولو جبهو کې د جګړې پای او د هغو ټولو مقاومت کوونکو ډلو لپاره چې په ټوله سیمه کې ښکېلې دي.

د هرمز تنګي په اړه د ایران د حاکمیت او واک د حق نړیواله رسمیت پېژندنه او تضمین.

پریس ټي وي وايي واشنګټن د بېلابېلو ډیپلوماتیکو لارو خبرې اترې پر مخ وړي، خو تهران دا وړاندیزونه "له حده زیات" مهم بولي.

د ټرمپ ۱۵ ماده‌ييزه طرحه کې څه دي؟

د هغې ۱۵ ماده‌ييزې طرحې منځپانګه چې ډونلډ ټرمپ وايي ایران ته یې لېږلې، په رسمي ډول نه ده خپره شوې خواسرائیلي او امریکايي رسنۍ وايي چې پر ځینو مادو یې خبر دي.

د اسرائیل ۱۲ټلوېزوني چینل وايي، په دې طرحه کې څو داسې خبرې ځای شوي چې له وړاندې هم امریکا یې له ایرانه غوښتنې درلودې.

د نتنز، اصفهان او فردو اټومي تاسیسات دې له کاره ولوېږي او له منځه دې یووړل شي.

د ایران پر اټومي فعالیتونو دې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس شفافره څارنه وي.

په سیمه کې دې د نیابتي وسله والو ډلو ملاتړ پرېښودل شي او د هغوی مالي او تسلیحاتي اکمال دې ودرول شي.

موجوده اټومي وړتیاوې دې له منځه یووړل شي.

تعهد دې وشي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره به هڅه نه کېږي.

د ایران په خاوره کې دې د یورانیمو غني کول ودرول شي او ټول غني شوي توکي دې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته وسپارل شي.

د هرمز تنګی دې خلاص پاتې شي او یوه "آزاده سمندري سیمه" دې جوړه شي.

د توغندیو د پروګرام په اړه وروستۍ پرېکړه راتلونکي ته ځنډول شوې، خو د تعداد او واټن له پلوه به محدود شي ترڅو یوازې دفاعي بڼه ولري.

د دغه وړاندیز پر بنسټ هغه څه چې ایران یې ترلاسه کوي:

د برېښنا تولید لپاره په بوشهر کې د ملکي اټومي پروژې د پراختیا په برخه کې د امریکا مرسته.

د ټولو بندیزونو لیرې کول.

د بندیزونو د بیا لګولو د ګواښ ختمول.

د مذاکراتو پر مهال د یوې میاشتنې اوربند د شونتیا په اړه راپورونه ورکړل شوي دي، خو دا لا نه ده تایید شوې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه څه معلومات نه دي ورکړي.

سید محمد علي وايي، د ایران د انکار دا دریځ نوی نه دی. د هغه په وینا په تېرو څو ورځو کې چې د مذاکراتو خبرې راپورته شوي د ایران دولتي اډانه کې دننه د نظر جلاوالي خبره کېږي" حکومت او د ډیپلوماسۍ چلونکي هله په خبرو کې بریالي کېدلی شي چې د ایران د اسلامي جمهوریت (سپاه پاسدران) ځواک قانع کړي." ځکه د جګړې د پیل او پای واک له دغه ځواک سره دی. د هغه په وینا د خبرو ردولو رسنیزې بڼې یو دلیل دا هم کېدلی شي چې ایران غواړي ځان باوري کړي چې د جګړې ډګر کې یې د سولې خبرې مرال ټیټ نه کړي. همدا ډول د جګړې د ګټلو ادعا چې لا وړاندې ولسمشر ټرمپ کړې، ایراني چارواکي د خبرو په اعلان سره روایت ورکولی شي.

جګړه که امریکا ګټي او که ایران، پای ته رسېدل یې د منځني ختیځ او ټوله سیمه کې رادبره شوې اندېښنې له منځه وړلی شي ورسره به پاکستان امریکا ته په نږدې کېدو له مالي او سیاسي پلوه یو داسې څه په لاس راوړي چې د دغه هېواد پوځي او ملکي مشران یې دې وروستیو کلونو کې په لټه وو. هغه باور هم تر یوه بریده پر ځای کولی شي چې اسلام اباد ته څېرمه د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته یې لوېدیځه نړۍ کې بایللی و.