د اوکرايين او امریکا تازه خبرې؛ د روسيې ډرون برید کې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي

پر اوکرايين د روسیې له برید وروسته د قربانیانو کورنۍ راټولې شوې

د عکس سرچینه، Reuters

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ځايي چارواکو په وینا، د اوکرايين زپوريژيا ښار کې پر یوه کور د روسيې ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

په دې برید کې چې د امریکا او اوکراييني مذاکره کوونکو تر منځ له تازه خبرو اترو مخکې شوی، دوه ماشومان چې عمرونه یې ۱۱ او ۱۵ کاله دي هم ټپيان شوي دي.

د روسيې او اوکرايين تر منځ د جګړې پایته رسولو خبرې اترې د ایران د وروستۍ شخړې له پيل راهیسې ځنډول شوې.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي غواړي چې پلاوی یې له امریکا سره د هغه پرېکړې په اړه خبرې وکړي چې له مخې یې د روسيې پر تېلو لګول شوي بندیزونه نرم شوي دي. واشنګټن دا ګام د انرژۍ بيو د ټيټ ساتلو لپاره پورته کړی دی.

اوکرايين پلاوي د ډونلډ ټرمپ له استازي سټيو وېټکاف او د ولسمشر ټرمپ له زوم جېراډ کوشنر سره کتلي دي.

د اوکرايين ولسمشر خپلو خلکو ته د وینا پر مهال وويل چې له امریکا سره رسمي خبرې اترې به د يکشنبې په ورځ ترسره شي.

نوموړي ويلي، "دا د نړۍ لپاره مهمه ده چې ډېپلوماسي دوام وکړي او موږ هڅه کوو چې دا جګړه ودروو".

ښاغلي زيلېسنکي زياته کړې، "دا خورا اړينه ده چې پوه شو روسيه څومره اماده ده چې په رېښتينې توګه د جګړې پايته رسېدو پر لور وخوځېږي او دا کار په رېښينې او باعزته ډول ترسره کړي. دا په ځانګړي ډول مهمه ده، ځکه د ایران وضعيت له کبله نړيوالې ستونزې لابسې زياتې شوې دي".

د امریکا په منځګړيتوب خبرې تر دې دمه نه دې توانېدلې چې په اوکرايين کې جګړه ودروي یا د روسيې غوښتنې بدلې کړي.

د شنبې ورځې د ډرون بريد د يوه قرباني ملګري، رويټرز خبري اژانس ته ويلي، "ما ډېر وړاندې هيله پراېښې ده. دا به کله ختمېږي؟ هغوی به کله یوې هوکړې ته رسېږي".

هغه زياته کړه، "تر کومه وخته به دوی خبرې کوي؟ بايد روسي لورې ته داسې سخت ځواب ورکړل شي چې هغومره هم ودردېږي لکه موږ چې ورسره مخامخ يوو".

د قربانيانو له ډلې د يوه مور رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د برید پر مهال د ملګرې په کور کې وه. "کله چې برید وشو ما د ټېلېګرام يو کانال وکوت، په عکس کې مې د خپل کور کټاره او د خپل زوی موټر وليد".

د امریکا د خبرو اترو په اجنډا کې د روسيې په ګډون د یوې بلې دری اړخيزې غونډې د جوړولو تر څنګ د ټرمپ او زيلېنسکي تر منځ د اړيکو ښه کول هم شامل دي. ټرمپ، اوکرايينی ولسمشر د سولې خبرو پر وړاندې اصلي خنډ بللی دی.

اوکرايين هم امریکا له امریکا سره د ډرون ټکنالوژۍ او مهارتونو د شريکولو وړانديز کړی چې د ایران پر وړاندې په جګړه او دفاع کې ګټور ثابتېدلی شي.

د ۲۰۲۲ کال د پراخ یرغل له پیل راهسيې روسي ځواکونو په وار وار زپورژيا په نښه کړی دی. دا سیمه د اوکرايين له هغو څلورو جنوبي سيمو یوه ده چې روسيې یې له ځان سره د ګډولو اعلان کړی خو لا یې هم په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې نه لري.

تېره اوونۍ له بي بي سي سره په خبرو کې د اوکرايين ولسمشر وويل چې هېواد یې د منځني ختيځ د جګړې له کبله د توغنديو له کمښت سره مخامخ دی.

ښاغلي زيلېنسکي زياته کړه، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين غواړي د امریکا، اسرائيلو او ایران تر منځ "اوږده جګړه" روانه وي، ځکه دا به کيېف کمزوری کړي او د امریکا سرچينې به بل لور ته واړوي.

د ټرمپ حکومت له خوا د روانې مياشتې په پيل کې پر هغو هېوادونو بنديزونه نرم شول چې له روسيې تېل اخلي او کرميلن د دې ګام هرکلی وکړ خو د اوکرايينيانو تر منځ یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې ده.

امریکا دا بندیزونه د یوې مياشتې لپاره نرم کړي دي خو اوکرايين پلوي فعالانو ويلي چې دا یو سمبولیک بدلون دی چې ښيي لوېدیځ نور د روسیې پر وړاندې د لوړې کچې فشار تګلاره نه پلې کوي.