په ایران کې د اسرائیلو او امریکا هوايي بریدونو له امله د زیانمنو شویو ملکي مرکزونو نقشه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د بيبيسي فارسي د حقيقتموندنې څانګې څېړنه پيل کړې چې پکې هغه ملکي ځایونه پېژندل کېږي چې د مارچ له وروستیو ورځو تراوسه د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي يا ویجاړ شوي دي. د دې څېړنې پایله یوه نقشه ده چې پکې دغه ځایونه په نښه شوي دي.
په ډېرو مواردو کې دا روښانه نه ده چې ایا دا مرکزونه په مستقیم ډول په نښه شوي، که بریدونه د هغوی ترڅنګ پر حکومتي او پوځي ودانیو شوي دي.
د زیانمنو شویو ملکي ځایونو د ډېر شمېر او د ځېنو په اړه د باوري راپورونو د نشتوالي له امله، ښايي ټول دغه مرکزونه په دې نقشه کې نه وي شامل شوي.
دا نقشه هره ورځ نوې کېږي او نوي ځایونه ورزیاتېږي.
که څوک غواړي دا نقشه وګوري، کولی شي پر سرو نقطو په کلېک کولو سره د هر ځای نېټه، انځور او لنډ معلومات وګوري.
په هغو مواردو کې چې زیانمن شوي ځایونه یو بل ته ډېر نږدې وي، په نقشه کې یوازې یوه سره نقطه ښکاري، خو په رانږدې کولو سره نور نږدې زیانمن شوي ځایونه هم څرګندېږي.
په تهران کې د زیانمنو شوو ملکي مرکزونو د ډېر شمېر له امله، د دې ښار نقشه جلا وړاندې شوې ده.
په تهران کې د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي ملکي ځایونه

د عکس سرچینه، BBC Persian research
په ایران کې د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي ملکي ځایونه

د عکس سرچینه، BBC Persian research
د ایران د وژل شویو کسانو او زیانمنو شویو ملکي ځایونو رسمي شمېرې
د ایران حکومت تر اوسه د پوځي او ملکي وژل شویو کسانو کره او جلا شمېرې نه دي خپرې کړې.
د بشري حقونو څار ادارې "هرانا" په خپل راپور کې ویلي، د حوت تر ۲۳مې پورې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷۶۵ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۲۹۸ کسان ملکي وګړي دي.
تر ټولو وروستۍ رسمي شمېره چې موجوده ده (پرته له دې چې ملکي او پوځي جلا کړي)، د ایران د سرې میاشتې ټولنې له خوا د حوت په ۱۵مه خپره شوې ده. د دې راپور له مخې، تر دې نېټې پورې ۱۳۳۲ کسان وژل شوي دي. له هغه وروسته تر اوسه کومه تازه عمومي شمېره نه ده خپره شوې.
خو د ایران د روغتیا وزارت د حوت په ۲۴مه یوازې د ښځو او ماشومانو جلا شمېرې خپرې کړې دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۲۳ ښځې وژل شوې دي چې پکې ۳ میندواره ښځې هم شاملې دي. همدارنګه ۲۰۲ ماشومان وژل شوي چې له دې ډلې ۱۲ ماشومان تر ۵ کلونو کم عمر لري.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې د حوت په ۲۴مه د ملکي ځایونو د زیان او همدارنګه د طبي کارکوونکو، زدهکوونکو او د ښوونځیو د کارکوونکو د تلفاتو شمېرې هم خپرې کړې دي:
زیانمن شوي استوګنیز او تجارتي ځایونه:
۴۲٬۹۱۴ ځایونه زیانمن شوي چې پکې ۶٬۱۷۹ تجارتي او ۳۶٬۴۸۹ استوګنیز واحدونه شامل دي. یوازې په تهران کې ۱۰٬۰۰۰ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
روغتیايي او تعلیمي بنسټونه:
۱۶۰ درملیز، طبي، روغتیايي او بېړني خدماتي مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
۱۲۰ ښوونځي د مستقیمو یا غیرمستقیمو بریدونو هدف ګرځېدلي چې تر اوسه پکې ۲۰۶ زدهکوونکي او د ښوونځیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د سرې میاشتې مرکزونه او کارکوونکي:
د سرې میاشتې ۱ مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
د مرستې ۲۱موټر (چې ۱۹ یې امبولانسونه دي) له فعالیته لوېدلي دي.
د سرې میاشتې ۱۰مرستندویان د ژغورنې پر مهال ټپیان شوي او یو تن یې د دندې پر مهال وژل شوی دی.
طبي کارکوونکي:
تر اوسه ۱۶ د هېواد طبي کارکوونکي د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.
کوم ځایونه ملکي بلل کېږي؟
په نړیوالو بشري حقوقو کې چې د ۱۹۴۹م د جنیوا کنوانسیونونه او د هغوی اضافي پروتوکولونه پکې شامل دي، د جګړې پر مهال د پوځي اهدافو او ملکي شیانو یا ځایونو ترمنځ د توپیر لپاره روښانه اصول ټاکل شوي دي. د دې قوانینو بنسټیز اصل د "جلاوالي" اصل دی.
د جنیوا کنوانسیون د لومړي اضافي پروتوکول په ۴۸مه ماده کې د جلاوالي اصل داسې تعریف شوی: "د جګړې ښکېل لوري باید تل د ملکي وګړو او پوځیانو ترمنځ او همدارنګه د ملکي شیانو/ځایونو او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي او خپل پوځي عملیات یوازې د پوځي اهدافو پر ضد ترسره کړي."
د همدې پروتوکول د ۵۲ مې مادې له مخې، یو ځای یا شی یوازې هغه وخت پوځي هدف ګڼل کېږي چې "په ګټور ډول په پوځي عملیاتو کې ونډه ولري" او "ویجاړول یا زیان رسول یې څرګنده پوځي ګټه ولري."
د دې تعریف له مخې، پوځي اډې، د وسلو زېرمتونونه، د قوماندې مرکزونه، هوايي ډګرونه او هغه بنسټونه چې د پوځي عملیاتو لپاره کارېږي، تر ټولو عام پوځي اهداف دي.
همدا ماده ټینګار کوي چې هر هغه څه چې پوځي هدف ونه ګڼل شي، په اصل کې "ملکي" بلل کېږي؛ لکه کورونه او استوګنیزې سیمې، روغتونونه، ښوونځي او ښاري زیربناوې. خو دا په هغه صورت کې چې د پوځي موخو لپاره ونهکارول شي.
د لومړي الحاقي پروتوکول ۵۲مه ماده دا هم څرګندوي چې "ملکي شیان باید د برید یا غچ اخیستونکو اقداماتو هدف ونه ګرځي."

















