تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
منځني ختیځ کې ګرځندوی صنعت ته هره ورځ ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اوړي
- Author, سائمن بروینګ
- دنده, د ټرانسپورټ چارو خبریال
- د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د سفر او سیاحت نړیوالې شورا (ډبلیو ټي ټي سي) د اټکل له مخې په ایران کې روانه جګړه د منځني ختیځ د سفر او ګرځندوی سکتور ته هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ میلیونه ډالر تاوان رسوي.
د ګرځندوی او سفر دغه نړیواله اداره وايي چې دا زیانونه د نړیوالو سېلانیانو د لګښتونو د کمېدو له امله رامنځته شوي، ځکه چې د هوايي سفرونو برخه کې پراخه ګډوډي رامنځته شوې ده.
د سیمې په پراخه برخه کې لا هم هوايي حریمونه تړلي دي او یوازې محدود شمېر سوداګریزې الوتنې کېږي.
ډبلیو ټي ټي سي د جګړې له پیل مخکې اټکل کړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به په منځني ختیځ کې د نړیوالو سیېانیانو لګښتونه شاوخوا ۲۰۷ میلیاردو ډالر ته ورسېږي.
ډبلیو ټي ټي سي مشره او اجرائیوي رئیسه ګلوریا ګویارا وايي، د سفر او ګرځندوی سکتور د اقتصاد له تر ټولو زغم لرونکو برخو څخه دی. هغې زیاته کړه:
"تاریخ ښيي چې دا سکتور کولی شي ژر بېرته ورغېږي، په ځانګړي ډول کله چې حکومتونه د مسافرو ملاتړ وکړي، لکه د هوټل اسانتیاوې یا د خلکو بېرته خپلو هېوادونو ته ستنولو برخه کې."
ګېوارا دغه راز وویل چې د ډبلیو ټي ټي سي د پخوانیو بحرانونو شننه ښيي چې له امنیتي پېښو وروسته ګرځندوی ډېر ژر بېرته عادي حالت ته راګرځي، کله ناکله ان په دوو میاشتو کې هم داسې کېږي، خو که حکومتونه او صنعت ګډ کار وکړي او د مسافرو باور بېرته راولي.
بل لور هوايي شرکتونه لا هم منځني ختیځ ته د خپلو الوتنو مهالوېشونه بدلوي.
د هالنډ هوايي شرکت کې ایل ایم تر مارچ ۲۸ پورې دوبۍ ته خپلې ټولې الوتنې لغو کړې دي. دغه راز برټش ائرلاین هم د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د سیمې پر لارو به خپلې الوتنې وځنډوي.