د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ ۱۵ ماده ییز پلان کې څه دي او تهران یې ولې ردوي؟

ټرمپ-ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د دولتي پریس تلویزیون په د رپوټ له مخې ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۱۵ ماده ییز پلان رد کړی دی.

د یو نامعلوم "لوړ پوړي سیاسي-امنیتي چارواکي" له قوله ویل شوي، چې تهران د ویجاړیو زیان ورکولو په ګډون د شخړې پای ته رسولو لپاره خپل پنځه شرایط وړاندې کوي.

دا د ټرمپ له وړاندیزونو سره هیڅ ورته والی نه لري، چې د اسرائیلو چینل ۱۲ خبري شبکې لخوا د متحده ایالاتو چارواکو لخوا د دوی د شتون تایید وروسته خپاره شوي. په دې کې د ایران له لوري د اټومي وسلو نه جوړولو او له ستراتیژیک پلوه د مهم هرمز تنګي بیا پرانستلو ژمنه هم شامله ده.

دا جګړه د فبروري پر ۲۸مه د متحده ایالاتو او اسرائیلو له هوایی بریدونو سره پیل شوه، چې وروسته ایران په خلیج کې د امریکا د متحدینو په نښه کولو سره پراخه کړه.

پر سې شنبې ټرمپ وویل چې ایران د خبرو لپاره "لېوال" دی او ایراني مذاکره کونکو امریکا ته "ډېر مهم انعام" ورکړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې "انعام" د تېلو، ګازو او هرمز تنګي سره تړاو لري، خو نور جزئیات یې وړاندې نه کړل.

خو د ایران د پارلمان مشر بیا د خبرو هر ډول وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ.

محمد باقر قالیباف پر اېکس پاڼه لکیلي:"له امریکا سره هیڅ ډول خبرې نه دي شوي، او جعلي خبرونه د مالي او تېلو بازارونو د کنټرول لپاره کارول کېږي او له هغه دلدل (تمبلۍ) د خلاصون لپاره دي، چې امریکا او اسرائیل پکې بند پاتې دي."

د ټرمپ پلان کې څه دي؟

د اسرائیلو چۍنل ۱۲ په وینا، ایران باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره یو شمېر غوښتنې پوره کړي.

دوی تر ډېره په هغه دلیل تمرکز کوي چې امریکایی چارواکو د جګړې د پیل لپاره ورکړي: د دې هېواد د اټومي وسلو جوړولو مخه نیول، یو داسې تور چې ملاتړ یې نه دی شوی او ایران تل رد کړی دی او د توغندیز پروګرام ګواښ له منځه وړل.

وړاندیزونه غوښتنه کوي چې ایران باید ژمنه وکړي، چې "هیڅکله د اټومي وسلو د جوړې نه کړي"، د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو ژمنه وکړي او د یورانیم بډایه شوي مقدار چې لري یې باید د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) ته وسپاري، چې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې اداره ده، او د مسئلې څارنه کوي.

د وړاندیزونو له مخې، ایران به موافقه وکړي چې د دوی د توغندیو پروګرام په یوه کچه او شمېر کې محدود وي.

دغه راز، ایران به په لبنان کې د حزب الله، په غزه کې د حماس او په یمن کې د حوثیانو په څېر د سیمه ییزو نیابتي ډلو تمویل دروي.

له ایرانه به غوښتنه کېږي، چې د هرمز تنګی بیا پرانیزي، چې دا د "آزاد سمندري دهلېز" په توګه کار وکړي. د دې تنګي تړل کېدو، چې د نړۍ د تېلو او ګازو پنځمه برخه له همدې ځایه تیرېږي بیې لوړې کړې او د نړۍ په اقتصاد کې یې د رکود وېره یې رامنځته کړې ده.

پلان وايي، چې پر ایران لګېدلي ټول نړیوال بندیزونه به لېرې شي.

بندیزونه تېر نومبر کې وروسته له هغه ولګول شول چې ایران د اسرائیلو او امریکا لخوا د خپلو څو اټومي ځایونو او پوځي اډو له بمبارۍ وروسته د خپلو اټومي تاسیساتو تفتیش وځنډاوه.

د ایران وړاندیزونه څه دي؟

د پریس تلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره پنځه شرطونه په یوه لیست کې وړاندې کړي دي.

په دې کې د "د دښمن لخوا د تېري او وژنو" بشپړ بندول شامل دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه چارواکو ډېری وختونه ویلي چې دوی نیت دا دی چې "د اکټوپس سر پرې کړي". د جګړې له لومړۍ ورځې راهیسې چې پر تهران د اسرائیلو د یو ستر هوایي برید له امله مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ووژل شو، یو شمېر لوړ پوړي ایراني چارواکي وژل شوي دي.

د ایران په نورو شرطونو کې "د داسې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کلک میکانیزمونه شامل دي چې جګړه بیا پر اسلامي جمهوریت و نه تپل شي"، که څه هم دا روښانه نه ده چې څه ډول تضمینونه چمتو کېدای شي او کوم هېوادونه به پکې برخه واخلي یا به پرې څارنه کوي.

په اقتصادي ډګر کې، ایران د جګړې د زیانونو او تاوانونو د ورکړې غوښتنه هم کوي او دغه راز د هرمز تنګي د بشپړ مسؤلیت درلودلو حق پر ځای پاتې کېدو غوښتنه هم کوي.

یوه مهمه غوښتنه، چې تهران یې کوي، دا ده چې اسرائیل په سیمه کې د ایراني متحدینو پر ضد بریدونه پای ته ورسوي.

اسرائیل د حزب الله پر وړاندې خپل کمپاین چټک کړی او د سې شنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې پوځ به یې د هېواد دننه په یوه پراخ بفر زون یا حائله سیمه کې پاتې شي تر هغو چې پر شمالي اسرائیل بریدونه ودرول شي.

د پریس تلویزیون لخوا د نامعلوم چارواکي له قوله ویل شوي چې دا شرایط پر هغو غوښتنو سربېره دي چې د تهران لخوا په جنیوا کې د خبرو په ترڅ کې وړاندې شوي وو، چې د فبروري په میاشت کې د جګړې له پیل لږ وخت مخکې وشول.

ایا د جګړې پای ته رسېدل په پام کې دي؟

داسې احتمال شته چې د ټرمپ له لوري د خبرو مشري سټېو وېټکوف او د ولسمشر زوم جیراډ کوشنر وکړي.

د متحده ایالاتو د سولې راپور شوي وړاندیزونه هغو ته ورته ښکاري چې استازي یې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د دوو کلونو زیات جګړې پای ته رسولو لپاره تعقیبوي.

که دا بهیر تکرار شي، اوربند باید اعلان شي، چې مذاکره کونکي وکولی شي د متحده ایالاتو لخوا د وړاندیز شوې مسودې عناصر ښه تنظیم کړي.

د اسراییل چېنل ۱۲ وايي، د مشرتابه ښايي په دې پړاو کې پر ایران د خپلو بریدونو د بندولو لپاره ډېر خوښ نه وي، نتانیاهو د غزې د خبرو په ترڅ کې د اوربند په تړاو ورته تحفظات درلودل.

د اسرائیل د اقتصاد وزیر نیر برکت بي بي سي ته وویل، داسې احتمال نه شته، چې ایران به د ټرمپ له شرایطو سره موافقه وکړي:

"زه باور لرم چې له تړون سره یا پرته به د دې پړاو په پای کې موږ هدفونه ترلاسه کړو."

خو دا څرګنده نه ده، چې د ایران له لوري به څوک ښکېل وي.

ټرمپ دا نه دي ویلي چې له امریکایانو سره څوک خبرې کوي، یوازې دومره وايي، چې "موږ له سمو خلکو سره جوړجاړی کوو".

د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د خپل پلار له مړینې راهیسې نه دی لیدل شوی.

ګومان نه کېږي چې دوی به د ایران نوی مذهبي مشر شامل کړي، چې د فبروري پر ۲۸مه په هغه برید کې له ټپي کېدو راهیسې نه دی لیدل شوی، چې د هغه پلار یې وواژه.

هغسې چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو بریدونو له پیل راهیسې په وار وار ټینګار کړی دی، د ایران اوسنی مشرتابه له متحده ایالاتو سره په هر ډول خبرو کې د ښکېلتیا په تړاو محتاط دي.

خو دوی هغه وخت راغلل چې نوي اټومي تړون ته د رسېدو لپاره خبرې ترسره کېدې، ان د ځینو پرمختګونو راپور ورکړل شوی.

د سولې وړاندیزونه هم هغه وخت مخې ته راځي چې زرګونه امریکایي سرتېري د ایران پر لور ځي.

دا روښانه نه ده چې د دوی ماموریت به څه وي، خو راپورونه ښيي، چې دوی ښايي د هرمز تنګي د خلاصولو یا په ایران کې د ځینو سیمو د نیولو لپاره وکارول شي.