کابل کې د دوحې بهیر د کاري ډلې ناسته؛ پر څه خبرې وشوې؟

د یوناما او د غړو هېوادونو استازي د یوه کنفرانس پر مهال لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، ZiaAhmadtkl

د لوستلو وخت: 4 دقیقې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وايي چې په کابل کې د دوحې بهیر د کاري ډلې ناسته کې یې د نشه‌يي توکو، بانکوالۍ او د ښځو په ګډون افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه سازمان ویلي چې په دې ناسته کې د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په شمول، د طالبانو حکومت چارواکو او د مسئلو اړوند کارپوهانو هم ګډون کړی و.

له کابله د بي‌بي‌سي خبریال حفيظ الله معروف وايي چې د یوناما په مشرۍ د دوحې بهیر د کاري ډلې ناسته کې پر درو مهمو مسئلو بحثونه وشول:

  • لومړی بحث دا و چې څنګه په افغانستان کې د ښځو په ګډون افغانانو ته کاري‌ فرصتونه برابر شي.
  • دویمه موضوع دا وه چې څنګه نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او د ملګرو ملتونو ادارې له افغانانو سره مالي مرسته کولی شي.
  • درېیم بحث دا و چې څنګه له شخصي بانکونو سره د هغوی د کاري بهیر په اسانتیا کې مرسته وشي ځکه چې لا هم په افغانستان کې بانکونه د نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو له محدودیتونو سره مخامخ دي. له بهره د پیسو لېږد هم سخت دی او یا ډېر لګښت پرې راځي. نو پر دې بحث وشو چې څنګه نړیواله ټولنه، د سیمې او ګاونډي هېوادونه له خصوصي بانکونو سره په دې برخه کې مرسته کولی شي.

تېره اوونۍ دې کاري ډلې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پر مسئله هم غونډه کړې وه. هلته پر دې بحث شوی و چې څنګه د نشه‌يي توکو د کښت د بدیل په توګه له بزګرانو سره مرستې کېدای شي.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مسئله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم نن سې شنبه (سلواغه ۲۱/ فبروري ۱۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ پر درېیمه او نهمه نېټه شویو غونډو کې "د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې د هغو افغانانو لپاره د بدیل معیشت ملاتړ په اړه د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې هڅې وڅېړلې چې پخوا یې عاید د کوکنارو په کښت او د تریاکو په غیرقانوني سوداګرۍ پورې تړلی و. همدارنګه د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنې او د نشه‌يي توکو د توليد او سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره د قانون پلي کولو پر هڅو خبرې اترې وشوې."

که څه هم نشه‌يي توکو سره د طالبانو حکومت مبارزه ځينې نړیوال بنسټونه ستايي خو له ښځينه‌وو سره یې پر چلند نیوکې د دوی د واکمنۍ له لومړۍ وراځې راهیسې کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو سره د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی، پر کار کولو او د عام ژوند پر ځینو برخو کې یې بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا د خپل باور له مخې وايي چې ښځو ته یې "له شریعت سره سم حقونه ورکړي دي."

یوناما په خپله خبرپاڼه کې د افغانستان بانکوالۍ، خصوصي سکتور او پکې ښځو ته د وندې ورکولو ته هم اشاره کړې.

که څه هم په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې "د خصوصي سکتور کاري ډلې د کارموندنې او متشبثینو د ملاتړ پر هڅو، په ځانګړې توګه په خصوصي سکتور کې د ښځو پر ګډون، په بازار کې هغوی ته د ونډې ورکولو فرصت برابراولو، مالي سرچینو ته د لاسرسي او همدارنګه پر خصوصي بانکدارۍ او مالي زیربناوو خبرې اترې وکړې."

د یادولو ده چې دغه غونډې د دوحې د هغې غونډې د غوښتنو په تعقیب کېږي چې د ۲۰۲۴ کې په دوحه کې شوې وه. د دوحې په هغه عمومي غونډه کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو برخه اخیستې وه او پر دې خبرې پکې وشوې چې څنګه افغانستان بېرته د نړیوالې ټولنې د اقتصاد یوه برخه وګرځي. ځکه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د دغه هېواد اړیکې له نړۍ سره پيکه شوې، بشري حالات پکې خراب شول او مرستې پرې ودردې.

په هغه غونډه کې د ګډونوالو استازو وړاندیز و چې د دا ډول غونډو په ترڅ کې پر هغو لارو چارو بحثونه وشي چې پر بنسټ یې دغه هېواد بېرته د نړیوالې ټولنې په اقتصادي څرخ کې ورشریک شي.