تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انسټاګرام او یوټیوب پر خواله رسنیو د روږدېدا هڅو په تور مجرم وپېژندل شول
امریکا کې د لاس انجلس یوې محکمې میټا او ګوګل (د یوټیوب خاوند)، د "ټولنیزو او خواله رسنیو روږديتوب" اړوند په یوه تاریخي قضیه کې مسؤل ګڼلي دي.
په دې قضیه کې، د "کیلي" په نوم یوې ۲۰ کلنې مېرمنې له دغو شرکتونو شکایت کړی و او ادعا یې کړې، چې له ماشومتوبه د انسټاګرام په څېر ټولنیزو رسنیو کارولو د هغې رواني روغتیا ته زیان رسولی دی.
محکمې وموندله چې میټا او ګوګل په قصدي ډول پلټفورمونه د "روږدي کېدو" لپاره جوړ کړي دي. له همدې امله شکایت کوونکې ته د ۶ میلیون ډالرو تاوان ورکولو حکم وشو، چې پکې ۳ میلیونه ډالر د زیان جبران او ۳ میلیونه ډالر د تنبیي سزا زیان لپاره دي، ځکه چې د محکمې په وینا، دغو شرکتونو د "ناوړه نیت، تر فشار لاندې راوستلو یا فرېب" لپاره کړنې ترسره کړې دي.
د پرېکړې له مخې، د تاوان اویا سلنه باید میټا او ۳۰ سلنه نور یې ګوګل ورکړي.
دواړو شرکتونو د محکمې پرېکړه رد کړې او وايي دوی به د بیا کتنې غوښتنه وکړي. میټا ټینګار کوي او وايي، د ځوانانو رواني روغتیا یوه "ډېره پېچلې" موضوع ده چې لامل یې یوه اپلیکېشن ته نه شي راجع کېدلی. ګوګل هم ویلي په دې قضیه کې له یوټیوب "ناسمه اخیستنه" شوې او دا یې د یوه ویډیويي پلټفورم پرځای، یوه ټولنیزه شبکه بللې ده.
دا حکم کولی شي د امریکا په محکمو کې پر سلګونو ورته قضیو اغېز وکړي. یوازې یوه ورځ دمخه، په نیو میکسیکو کې یوې محکمې، د میټا شرکت له خطر سره د ماشومانو مخ کولو او د نامناسبې منځپانګې له امله پړ بللی و.
د محاکمې په بهیر کې، د میټا، انسټاګرام، فیسبوک او واټس اپ اجرایوي مشر مارک زوکربرګ وویل، دغه شرکت په رسمي ډول له دیارلس کلونو کم عمره کاروونکو ته د کارولو اجازه نه ورکوي، هغه دا ومنله چې تل یې هیله درلوده، دا ډول کاروونکي هر څه ژر وپېژندل شي.
شکایت کوونکو وکیلانو ویل، پر انسټاګرام د بوختیاوو ډېرولو لپاره په قصدي ډول د "بې پایه ښکته پورته کولو" په څېر ځانګړتیاوې ډیزاین شوي او دا چې میټا په ځانګړي ډول د ځوانو کاروونکو ورجلبولو ته لېوالتیا لري، ځکه دوی په دې پلټفورم کې د اوږدې مودې پاتې کېدو ته خوښ دي.
کیلي په خپلې شاهدۍ کې وویل، له شپږ کلنۍ یوټیوب او له نهه کلنۍ انسټاګرام کاروي، او د عمر په تړاو یې هېڅ کوم خنډ نه و. هغې وویل دا کارونه لامل شول، له خپلې کورنۍ لېرې شي، چې په پایله کې یې له اندېښنو، خپګان او د وجود له بې نظمۍ سره مخ شوه.
دا قضیه پر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د اغېزې په تړاو د اندېښنو د مخ په زیاتېدونکې نړیوالې څپې یوه برخه ده. د اسټرالیا په څېر هېواد د ماشومانو لخوا د ټولنیزو رسنیو پر کارولو محدودیتونه لګولي دي او بریتانیا هم د داسې پلانونو پر طرحه کولو کار کوي چې له ۱۶ کلونو کم عمره کسانو لخوا د ټولنیزو رسنیو کارول محدودوي.
کارپوهان وايي، دا حکمونه ښیې چې له ټولنیزو رسنیو د خلکو د نا خوښۍ کچه "وروستي حد" ته رسېدلې او ښايي په قوانینو او د پلټفورمونو د فعالیتونو په بڼو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي.