بنګله دېش کې د شیخ حسینه حکومت له ړنګېدو وروسته لومړی ځل ټولټاکنې کېږي

په بنګله دېش کې د ټولټاکنو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی دی چې د ځايي وخت له مخې به د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې دوام وکړي.
دا ټاکنې د څو دلیلونو له مخې مهمې دي او له تېرو ټاکنو سره توپير لري.
په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې د محصلینو په مشرتابه له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته شيخ حسينه له واکه لېرې کړل شوه او وروسته د هغې پر ګوند عوامي ليګ بندیز ولګېد، ځکه هغوی نه شي کولای په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
له لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د هېواد دوه مهمې سیاسي څېرې، شيخ حسينه او خالده ضيا، په دغو ټاکنو کې ګډون نه لري.
رایې ورکوونکي يوازې د نوي حکومت د ټاکلو لپاره رایه نه ورکوي، بلکې دوی به د اساسي قانون په تړاو په یوه ټولپوښتنه (ریفرنډم) کې هم برخه واخلي، چې پکې به پرېکړه کېږي ایا د جولای منشور په نوم د پراخو اصلاحاتو پروګرام پلي شي او که نه.
په دغو ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د بهر مېشتو بنګله دېشيانو لخوا استول شوې رایې هم منل کېږي.

د بنګله دېش لنډ مهالي مشر محمد یونس هم پلازمېنه ډاکه کې د رایې اچولو په یوه مرکز کې خپله رایې ورکړه.
هغه له رایې ورکولو وروسته خبریالانو سره مرکه کې دا ټاکنې ''د ازادۍ ورځ'' ته ورته وبللې.
۸۵ کلن نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس وویل: ''له دې له لارې موږ ناوړه خوب پای ته ورساوه او یو نوی خوب مو پیل کړ.''
یونس د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې د لنډ مهالي ادارې د مشر سلاکار په توګه لوړه وکړه. هغه به هغه مهال له خپلې دندې ګوښه شي چې نوی حکومت واک په لاس کې واخلي.
بنګله دېش د نفوس له پلوه د نړۍ له ځوانو هېوادونو یو شمېرل کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ۱۲۸ میلیونو ثبت شويو رایې ورکوونکو شاوخوا ۴۵ سلنه د ۱۸ او ۳۳ کلونو ترمنځ عمر لري.
نږدې پنځه میلیونه یې لومړي ځل رایې ورکوونکي دي، چې ځینو یې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې، ځکه هغه ټاکنې په پراخه توګه یو اړخیزې بلل شوې وې.
په ۲۰۲۴ کال کې د محصلینو په مشرتابه پاڅون د دې لامل شو چې سږکال په ټاکنو کې ځوان کسان د نوماندانو په توګه ودریږي او اوس د نوماندانو منځنی عمر ۵۱.۸ کاله دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې دا کچه ۶۷ کاله وه.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images)
د دیموکراسۍ ستنېدو ته زیاتې شوې هیلې
یوګیتا لیمای
بي بي سي-ډاکه
دا د بنګله دېش لپاره په تېرو څه باندې لسو کلونو کې تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېږي. دا وروسته له هغه چې په ۲۰۲۴ کال کې د محصلینو پراخ پاڅون د دې هېواد تر ټولو اوږدمهاله لومړۍ وزیره شيخ حسينه له واکه لېرې کړه، لومړۍ ټاکنې دي.
په بنګلهدېش کې څرګنده هیله شته چې دا ټاکنې ښايي هېواد بېرته د ولسواکۍ پر لار بوځي، ځکه چې د شیخ حسینې تر واکمنۍ لاندې هېواد د کلونو لپاره له استبدادي حاکمیت سره مخامخ و.
حسینه چې اوس د لاریون کوونکو پر ضد د سخت ځپونکي اقدام د امر کولو له امله په اعدام سزا محکومه شوې، چې د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې په ۴۶ ورځو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول، دا مهال په ګاونډي هېواد هند کې جلاوطنه ده. هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د دې ټاکنو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د هغې ګوند، عوامي لیګ، په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی دی.
که څه هم دا حالت د چارواکو هغه ادعا تر سیوري لاندې راولي چې وایي دا ټاکنې ازادې او عادلانه دي، خو بیا هم دا په اوږده موده کې لومړۍ ټاکنې دي چې پایله یې ان تر دې مخکې چې رایې ورکوونکي د رایې صندوقونو ته ولاړ شي، له مخکې نه شي اټکل کېدای،
خلک احساس کوي چې دا ځل رښتیا هم د انتخاب حق لري.





















