له پاکستانه افغانستان ته د درملو واردېدل بند شول؛ سوداګر وايي حسابونه یې نیمګړي پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت لخوا افغان سوداګرو ته له پاکستان د درملو واردولو لپاره ورکړ شوې درې میاشتنۍ موده نن پای ته ورسېده، په افغانستان کې د درملو سوداګر وايي، ډېر پېرلي درمل یې پاکستان کې پاتې دي او حسابونه یې ان لا نیم هم نه دي تصفیه شوي.
په افغانستان کې درملو او طبي تجهیزاتو د توریدي ټولنې مرستیال مشر محمد یعقوب منګل بيبيسي ته ویلي، دا چې ورکړ شوی "وخت کم" او د دوی کاروبار لوی و، نو ونه توانېدل چې په پاکستان کې خپل ټول حسابونه تصفیه کړي.
هغه وویل د درملو اړوند حسابونه معمولآ په کلني ډول کېږي خو دا چې لارې تړلې پاتې شوې، نو دوی بریالي نه شول چې له شاوخوا ۳۰ سلنې ډېر پېرلي درمل له هوايي لارو وارد او خپلې پیسې ترلاسه کړي.
ښاغلی منګل زیاته کړه چې ځینې مالونه یې همداوس هم د اسلام اباد او دوبۍ په هوايي ډګرونو کې پاتې دي.
نوموړی وايي، د حسابونو تصفیې لپاره ورکړ شوی وخت "کافي نه و" او له دوی سره په دې تړاو مشوره نه وه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت بیا د دې مودې له بشپړېدو سره سم اعلان وکړ چې سر له ننه د افغانستان په ګمرکونو کې پاکستاني درمل نه محصولېږي او چا ته یې د "واردولو اجازه" نه ورکوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر په یوه غږېز کلپ کې، چې د افغانستان ملي تلویزیون پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی، ویلي چې د نورو توکو په څېر به د درملو د قاچاق مخه هم نیسي او عاملین به یې د نوموړي په وینا د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
هغه همدا راز یو ځل بیا د درملو واردوونکو ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستان پر ځای دې "له بدیلو لارو درمل وارد کړي" او دا چې "په دې برخه کې به ورته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي."
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تېر کال د نومبر ۱۲مه سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه کړي او له دغه هېواده د درملو واردول ودروي.
هغه له پاکستانه وارېدونکي درمل "بېکیفیته" بللي او ویلي وو چې هر کال له دې اړخه "سلګونه میلیونه ډالر" پانګه پاکستان ته ځي.
ښاغلي برادر دا اعلان د پاکستان لخوا پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو له تړل کېدو وروسته کړی و.
افغانستان ته پخوا له ۶۰ تر ۷۰ سلنې درمل له پاکستانه واردېدل او د لارو له تړل کېدو وروسته په افغانستان کې د ځینو درملو د کمښت او د درملو بیو لوړېدو رپوټونه ورکړ شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې هم درمل جوړوونکو او سوداګرو شکایت کړی، چې د لارو له تړل کېدو سره یې د افغانستان بازار له لاسه وتلی دی.
که څه هم افغانستان کې د درمل جوړونې ځینې فابریکې فعالې دي او تولید یې مخ په غوړېدو دی، خو دغه هېواد بیا هم هر کال د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت درمل له بهره واردوي.
په دې لړ کې پر پاکستان ډېره تکیه له دې کبله وه، چې افغانستان ته نږدې او درمل یې ارزانه پرېوتل.
د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي، چې د بېلابېلو بدیلو لارو په لټه کې دي او په دې لړ کې د هند، ایران، چین، روسیې، ترکیې، بنګله دیش او ازبکستان په څېر هیوادونو سره خبرې شوې.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر نومبر وروستیو کې اعلان وکړ، چې یوه افغان شرکت له یوې هندۍ کمپنۍ (زایدوس لایفساینسز) سره د درملو سکټور کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
هغه مهال ویل شوي وو چې دغه هندی شرکت به په لومړیو کې "خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادر" او یو څه وخت وروسته خپله څانګه افغانستان ته "انتقال او د درملو تولید پيل کړي."
د طالبانو حکومت نور سوداګر او پانګوال هم هڅوي چې پر کور دننه د درملو د تولیدي ظرفیت لوړېدو لپاره پانګونه وکړي.





















