بریتانیا کې یو افغان پناه غوښتونکی پر ۱۲ کلنه نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو

افغان پناه غوښتونکی احمد ملاخېل چې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو.

د عکس سرچینه، Warwickshire Police

د عکس تشریح، افغان پناه غوښتونکی احمد ملاخېل چې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري مجرم وپېژندل شو.
د لوستلو وخت: 4 دقیقې

یو افغان پناه غوښتونکی د برېتانیا په نونیټون ښار کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ تښتونې او جنسي تېري په تور مجرم وپېژندل شو.

۲۳ کلن احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه یاده نجلۍ یوې کوڅې ته بیولې وه، چې څوک پکې نه و او "وحشتناک جنسي جرم" یې ترسره کړی.

د برېتانیا په وارویک شاهي محکمه کې دغه افغان پناه غوښتونکی د جنسي تېري، تښتونې، جنسي تېري او له نجلۍ د یوې ناوړه ویډیو ثبتولو په تور مجرم وپېژندل شو.

۲۴ کلن محمد کبیر چې دی هم یو افغان پناه غوښتونکی دی، د زندۍ کولو، د ماشوم تښتونې هڅې او جنسي تېري د هڅې له تورونو لړ کې بې ګناه وبلل شو.

قاضیانو ته وویل شول چې ملاخېل له برید څو ساعته مخکې په ښار کې ګرځېد. هغه له مخکې پر دغې نجلۍ د جنسي تېري اعتراف کړی و.

منصفه پلاوي په محکمه کې د پېښې د قربانۍ هغه شهادتونه واورېدل چې پکې ویل شوي وو ملاخېل د برید پر مهال ورپورې خندل.

دغه ۱۲ کلنه نجلۍ د لوبو میدان ته تللې وه او هلته ملاخېل ورسره ولیدل.

یادې نجلۍ محکمې ته وویل چې دواړه تورن کسان وروسته له هغه چې پارک کې یې په زانګو لوبې وکړې، هغې ته نږدې شول.

دې نجلۍ وویل چې د جنسي برید پر مهال یې ملاخېل ته ویلي وو چې بس دې کړي.

پولیسو له نجلۍ وپوښتل چې هغه څه وویل، هغې ځواب ورکړ: ''هیڅ، هغه یوازې خندل. ما ویل 'له ما لېرې شه'. هغه هېڅ ونه ویل، یوازې یې دوام ورکړ.''

محکمې ویلي، ماشومه د لوبو میدان کې وه، چې همالته یې له ملاخېل سره لیدلي.
د عکس تشریح، محکمې ویلي، ماشومه د لوبو میدان کې وه، چې همالته یې له ملاخېل سره لیدلي.

ملاخېل پولیسو ته ویلي، چې ده باور درلود نجلۍ ۱۹ کلنه ده او زیاته یې کړه چې د جنسي اړیکې پیل هم د هماغې له لوري شوی و.

خو د دې قضیې څارنوال د ملاخېل هغه هڅه چې غوښتل یې ماشومه ملامته وښيي، ''کرکجنه'' او ''ډېره سپکوونکې'' وبلله.

ملاخېل د تېر کال مارچ میاشت کې پر یادې نجلۍ له جنسي تېري څلور میاشتې مخکې په یوې کوچنۍ کښتۍ کې له فرانسې برېتانیا ته راغلی و.

هغه په داسې حال کې چې د منصفه پلاوي د پرېکړې اورېدو ته غوږ نیولی و، د محکمې په تالار کې د تورنو کسانو لپاره پر ځانګړې چوکۍ ناست و او ژړل یې.

قاضۍ کریستینا مونتګومري، دې موضوع ته په اشارې سره چې هغه به د بلې یوې میاشتې لپاره د حکم تر صادرېدو پورې په توقیف کې وساتل شي، وویل: « دی به بې له شکه په پاموړ بند سزا محکوم شي او دا به خپله د دې لامل شي چې د سزا تر پوره کېدو وروسته د دې هېواد له خاورې وشړل شي.»

په محکمه کې وویل شول چې دغه افغان پناه غوښتونکي د هغو «ستونزو» په تړاو چې په افغانستان کې ورسره مخ و، د کډوالۍ غوښتنلیک وړاندې کړی و.

دا قضیې لامل شوه چې د نیول شویو کسانو د تابعیت او کډوالۍ وضعیت د راپور ورکولو په اړه نوې لارښوونې جوړې شي.

د دې دوو کسانو له نیول کېدو وروسته د ښي اړخي ګوند «ریفورم بریتانیا» مشر نایجل فاراژ او د وارویک‌شایر سیمې د شورا مشر جارج فینچ ادعا وکړه چې د دې برید اړوند جزییات «پټ ساتل شوي» دي.

فاراژ وروسته د برېتانیا له پولیسو وغوښتل چې د هغو تورنو کسانو د وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي چې رسمي تورونه پرې لګول شوی دی.

هغه مهال پولیسو وویل چې کله پر یو کس رسمي تور ولګول شي، دوی د ملي لارښوونو پیروي کوي، چې پکې د قومیت یا کډوالۍ د وضعیت په څېر معلوماتو خپرول شامل نه دي.

د کډوالو پر ضد د مظاهرو لړ کې د اګست پر نهمه د نانیتون سیمې ښاروالۍ دفتر مخې ته سلګونه کسان یو ځای شوي وو.
د عکس تشریح، د کډوالو پر ضد د مظاهرو لړ کې د اګست پر نهمه د نانیتون سیمې ښاروالۍ دفتر مخې ته سلګونه کسان یو ځای شوي وو.

څو ورځې وروسته له پولیسو وغوښتل شول چې په هغو دوسیو کې چې ډېرې رسنیزې شوې دي، د هغو مشکوکو کسانو د ملیت او تابعیت د افشا کولو موضوع په پام کې ونیسي چې رسمي تور پرې لګول شوی وي.

د دې دوو کسانو پر ضد مطرح شوې ادعاوې د تېر کال د اګست په نهمه نېټه د نانېتون ښاروالۍ ودانۍ مخې ته د کډوالو پر ضد اعتراضونو ته لاره هواره کړه.

لاریون کوونکو د برېتانیا بیرغونه له ځان سره لېږدول او د ښار په مرکزي سړک یې لاریون وکړ. هغوی شعارونه ورکول: ''کښتۍ ودروئ'' او ''خپل هېواد بېرته غواړو''.

د هغو احتجاجیانو په مقابل کې، د ''توکمپالنې پر وړاندې درېدل'' ډلې غړي هم د نانېتون او بېډوورث د سیمو شورا د ودانۍ مخې ته سړکونو ته راووتل، خو شمېر یې د کډوالو ضد کسانو پرتله په څرګنده توګه لږ و.